تربت -- د جيو نيوز له مخې، پولیسو د يکشنبې په ورځ (د مۍ په ۷مه) وويل چې د پخواني صدر آصف علي زرداري دوه تښتول شوي همکاران د بلوچستان په تربت سیمه کې وژغورل شول.
د پوليسو يو چارواکي طارق دهريجو وويل، غلام قادر مري، اسحاق لغاري او دوه ساتونکي هغه وخت تښتول شوي ول کله چې دوی د اپريل په مياشت کې د کراچۍ نه جامشورو ته سفر کولو.
هغه زياته کړه، پوليسو دغه ټول پنځه کسان د استخباراتو په اساس په چاپه کې وژغورل.