امنیت

د پاکستان پوځ د شمالي امريکې يوه کورنۍ وژغورله کومه چې افغان طالبانو اغوا کړې وه

پاکستان فارورډ

د ويډيو يو سکرين شاټ، چې تیر کال وسله والو خپور کړی وو، کیټلان کولمین، جوشوا بویل او د هغوی زوی ښي. [سايټ انټيلیجنس ګروپ / ای ايف پي]

د ويډيو يو سکرين شاټ، چې تیر کال وسله والو خپور کړی وو، کیټلان کولمین، جوشوا بویل او د هغوی زوی ښي. [سايټ انټيلیجنس ګروپ / ای ايف پي]

راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر د پنچشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲ مه) وويل، د پاکستان پوځ برمته شوې کورنۍ په کاميابۍ سره ژغورلې ده کومه چې تقریباً د پنځو کالو نه يرغمل وه.

د آی ایس پي آر په وینا، "ژغورل شوي کورنۍ، د کنيډا د يو کس په شمول، د هغه امریکایي مېرمن او د هغوی د درې ماشومانو په شمول، په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ترهګرو لخوا تښتول شوي ول او ترهګرو هغوی پاکستان ته منتقل کول چې پاکستاني پوځیانو هغوی خوندي او روغ رمټ وژغورل."

طالبانو کیټلان کولمين او جوشوا بویل هغه وخت اغوا کړل کله چې دوی په افغانستان کې سفر کولو، او دوی تیر کال د دسمبر په میاشت کې د یرغلګرو په يو ویډیو کې ښکاره شول چې د ژغورلو غوښتنه يې کوله. په دغه انځورونو کې، هغوی خپل دوه کوچني زامن په لاس کې نيولې ول، کوم چې په زندان کې دننه زيږيدلې ول.

په حقاني شبکه باندې تور لګيدلی چې دا د افغانستان په مرکزي ښار کې په ډیرو لوړ پوړو ترهګريز بریدونو کې ښکيل ده او د دې لپاره پیژندل شوي چې لوېدیځ خلک اغوا کوي او د سرحد هاخوا يې پاکستان ته قاچاق کوي.

آی ايس پي آر وويل، چې د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارو لخوا ورکړل شوي معلوماتو په بنياد په کرم ايجنسۍ کې استخباراتي عمليات د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۱ مه) ترسره شول.

آی ايس پي آر وويل، چۍ ژغورل شوي کورنۍ به ژر تر ژره بیرته ستانه شي.

د آی ایس پي آر له مخې، دا بریالیتوب پر وخت د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د ګډ دښمن په وړاندې د پاکستان د دوامداره ژمنې اهمیت په ګوته کوي.

[د لاهور نه عبدل ناصر په دې راپور برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500