غلنۍ -- په مهمند ایجنسۍ کې چارواکو د پولیو د څارنې ټیم درې هغه غړي ژغورلی دي کوم چې د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۷ مه) تښتول شوي ول.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې نامعلومو برید کوونکو په صافی تحصیل کې په اوه کسيزه ټيم باندې ډزې وکړې چې دوه تنه يې ووژل او درې یې وتښتول. دوه نور کسان د بريد کوونکو نه وتښتېدل او د دې پیښې په اړه يې چارواکو ته خبر ورکړو.
دغه رضاکار ټيم د پوليو، چې په دغه ايجنسۍ کې د ۱۲ نه تر ۱۵ مارچ پورې ترسره شوی و، د واکسين ورکولو کمپاين د نتايجو څارنه کوله.
د مهمند اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ طارق الله خان پاکستان فارورډ ته وویل، امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۸ مه) اغوا شوي کار کوونکي وژغورل.
هغه وويل، د فرنټير کور يو غړى هغه وخت ووژل شو کله چې اغواکارو ډزې وکړې.
خان زياته کړه، "موږ به د پوليو کمپاين سره مرسته جاري ساتو چې ماشومان د ناروغيو په وړاندې خوندي وساتو."
چارواکو د تحقیقاتو په سلسله کې ۳۹ شکمن کسان نیولي دي.