سکردو، پاکستان - جيو نيوز د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸ مه) راپور ورکړو چې څوارلس کورنیو د ګلګت بلتستان په شګار ډسټرکټ کې د ګليشير د ممکنه راښویدو د وجې محفوظ سيمو ته کډه وکړه.
د ګلګت بلتستان د اسمبلۍ يو غړي، عمران ندیم وويل، چې دغه ګليشير د آراندو کلي په لور ښویدل پیل کړي دي.
د بلتستان ډويژن کمیشنر عاصم ايوب وويل، چې ريسکيو ټيم د خطر سره مخامخ سيمه کې کورنۍ نورو سيمو ته منتقل کوي.
په فبرورۍ مياشت کې ریکارډ توړ واوره هم د برفکوچ سبب جوړه شوه.