امنیت

امنيتي ځواکونه په ګلګت بلتستان کې د سکولونو په ويجاړولو کې د ښکيل ترهګرو په لټه کې دي

د محمد آهل لخوا

د ديامير د ځوانانو غورځنګ غړي د اګست په ۵ مه په چلاس کې په صدیقی اکبر چوک کې په دې وروستيو کې د يو درجن سکولونو د سوځولو په وړاندې احتجاج کوي. [محمد آهل]

د ديامير د ځوانانو غورځنګ غړي د اګست په ۵ مه په چلاس کې په صدیقی اکبر چوک کې په دې وروستيو کې د يو درجن سکولونو د سوځولو په وړاندې احتجاج کوي. [محمد آهل]

ديامير، ګلګت بلتستان -- د پاکستان امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۶ مه) عمليات ترسره کوي څو هغه کسان ونيسي کوم چې د ګلګت بلتستان په ديامير ضلع کې د يو درجن سکولونو په سوځولو کې ښکيل ول.

نامعلومو برید کونکو د اګست په ۲ مه ناوخته له تیښتې مخکې سکولونو ته اور ولګولو. په دغه ۱۲ سوځول شوي سکولونو کې، ۱۰ سکولونه د جينکو ول.

د ګلګت بلتستان حکومت وياند، فیض الله فراق، پاکستان فارورډ ته وویل، د دې بریدونو تر شا اصلي شکمن، چې د وسله وال کمانډر شفيق په نوم پیژندل شوی دی، د شنبې په ورځ (د اګست په ۴ مه) په تنګیر سیمه کې په عملياتو کې ووژل شو.

فراق وويل، په عین حال کې، ځواکونو د ۳۰ نه زیات شکمن کسان د تروریستانو سره د مرستې په تور ونیول.

د شمالي سيمو د ځواکونو کمانډر میجر جنرل ثاقب محمود ملک ته د اګست په ۶ مه د هغه ترهګرو پر وړاندې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل کيږي کومو چې په ديامير کې ۱۲ سکولونو ته اور لګولی و. [محمد آهل]

د شمالي سيمو د ځواکونو کمانډر میجر جنرل ثاقب محمود ملک ته د اګست په ۶ مه د هغه ترهګرو پر وړاندې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل کيږي کومو چې په ديامير کې ۱۲ سکولونو ته اور لګولی و. [محمد آهل]

هغه زياته کړه، چې د ۱۲ نه زيات د پوليسو يونټونه په داريل، چيلاس او تنګير سيمو کې د ترهګرو لټون کوي. هغه زياته کړه، چې يو پوليس افسر په دغه عملياتو کې ووژل شو او يو بل ژوبل شو.

فراق وویل، د بریدونو په ځواب کې، د ګلګت بلتستان حکومت د دوشنبې په ورځ د دې پلان اعلان وکړو چې د ۱م سپتمبر پورې به هغه ټول سکولونه بیا تعمیر کړي کوم چې سوځول شوي ول.

د ګلګ بلتستان ډپټي انسپکټر جنرل ګوهر نفيس پاکستان فارورډ ته وويل چې امنيتي ځواکونه به د داريل، چيلاس او تنګير په سيمو کې عمليات تر هغه وخت پورې جاري وساتي تر څو چې دوی ترهګر نيولي نه وي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، د شمالي سميو د ځواکونو میجر جنرل ثاقب محمود ملک وویل چې وسله والو ته به اجازه ورنه کړې شي چې په خلکو کې ویره رامنځته کړي او جينکۍ د تعليم ترلاسه کولو نه منع کړي.

د تعليم د دښمنانو سره مبارزه

شمس مير، چې د ګلګت بلتستان د چيف منسټر حافظ حفیظ الرحمان وياند دی، د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۶ مه) وویل، د اسلام آباد متخصصین په دغه ښارګوټي کې موجود دي او د وضعیت ارزونه کوي، او که چيري ضرورت وي نو د دولت پر ضد د عناصرو سره د مبارزې لپاره به نوره مرسته ترلاسه شي.

د ديامير کميشنر عبدل وحید شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د ترهګرو د ښکیلتیا څخه انکار نه شو کولی ... د اګست په ۲ مه دغه برید د جينکو د تعليم د دښمنانو کار ښکاري."

هغه وويل، هغه افراطيان، چې په تيرو کې يې، زياتره د ۲۰۰۴-۲۰۱۱ کلونو په موده کې، د جينکو سکولونه په نښه کړې ول، په دې بريد کې تورن دي.

د هيواد د نورو برخو پاکستاني سياستدانانو د سکولونو د سوځولو غندنه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چيرمين او جوړيدونکې وزير اعظم عمران خان وويل، په ټول هیواد کې معياري تعليم ورکول زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده.

هغه وويل، د هغه حکومت به د جينکو په تعلیم باندې تمرکز وکړي او د "تعليم د دښمنانو په وړاندې به صفر زغم ولري او د هغوی په وړاندې به ګامونه پورته کړي."

نګران وزير اعظم ناصر الملک په يو بيان کې د دې برید غندنه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان خلکو ته د دې ډول بزدلانه فعاليتونو له کبله ماتې نه شي ورکړل کيدې، او زیاته یې کړه چې د ګلګت بلتستان حکومت امرونه ترلاسه کړي چې د سکولونو د ساتنې لپاره غیر معمولي تدابیر ونیسي.

د پنجاب نګران وزیر اعلی حسن عسکري او د خیبرپښتونخواه نګران وزير اعلی دوست محمد خان په جلا جلا بیانونو کې وویل چې ترهګر به هیڅکله د تعليم په مخه نيولو کې بريالي نه شي.

د تعيلم مخه نيول

دغه سکولونه په هغو سکولونو کې ول چې په ديامير ضلع کې يې تعليم ته وده ورکوله. دغه ضلع په ګلګت بلتستان کې د هلکانو او جينکو د تعليم تر ټولو کمه شرح لري.

د پاکستان د ضلعو د تعليم د درجه بندۍ ۲۰۱۷ راپور، چې د الف اعلان اين جي او لخو خپور شوی و، له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې، ګلګت بلتستان ۶۳.۱۸ سکور ترلاسه کړو او په ورته وخت کې په اتو ضلعو کې -- خيبر پښتونخواه، بلوچستان، سيند او د پخوانۍ فاټا -- د معياري تعليم په لحاظ سره يې څلورمه درجه ترلاسه کړه.

دیامير په ګلګت بلتستان کې د تعلیم د ښه والي په لحاظ سره تر ټولو کمه درجه يعنې ۳۶.۳۷ لرله او له دې کبله دا په پاکستان کې په هغه ۱۰ ضلعو کې شامل شو چې تر ټولو ټيټه درجه يې لرله.

دا ضلع ۲۴۴ حکومتي سکولونه لري. په دغو سکولونو کې، ۸۳٪ پرايمري سکولونه دي، ۱۰.۶٪ ميډل سکولونه او ۶٪ هايي سکولونه دي. دا هاير سيکنډري سکولونه نه لري.

په حکومتي سکولونو کې، ۱۵۶ د هلکانو سکولونه دي، په داسې حال کې چې ۸۸ د جينکو سکولونه دي. په ۱۶،۸۰۰ طالب علمانو کې، چې په حکومتي سکولونو کې تعليم ترلاسه کوي، يوازې ۲۰٪ یا۳،۴۷۹ جينکۍ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما اپلايي کړې وه [د پوهې وړ جمله نه ده]

ځواب