په پاکستان کې د تاوتریخوالۍ د وجې ۵ وسله وال او یا مجرمان ووژل شول، ۲ امنيتي پرسونل ووژل شول

د سټاف رپورټ

کراچۍ -- په پاکستان کې په وروستي تاوتريخوالي کې لږ تر لږه پنځه ترهګر او مجرمان او د امنيت دوه کارکوونکي ووژل شول.

د جيو نيوز د رپورټ تر مخه، چارواکو وويل چې په کراچۍ کې د نومبر په ۳مه له پوليسو سره په ډزو کې يو سړی ووژل شو. پوليس وايي، هغه په څلورو کيسونو کې مطلوب و.

جيو نيوز د نومبر په ۴مه راپور ورکړچې پولیسو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې ۱۳ شکمن تنان ونیول.

ډان د نومبر په ۳مه رپورټ ورکړ، چارواکي وايي چې په عين حال کې د بلوچستان په ګوادر ضلع کې په دې وروستيو کې د فرنټير کور دوه پرسونل او څلور وسله وال ووژل شول. وژل شوو وسله والو په څو هدفي وژنو کې لاس لرلو.

د ډان تر مخه، ډپټي کمشنر سهیل الرحمن بلوچ تاييد کړه چې له بلې خوا نامعلومو موټرسايکل سپرو د نومبر په ۲مه د بلوچستان په خضدار ضلع کې د ليويز فورس يو غړی په ډزو ويشتلو.

د ډان د رپورټ تر مخه، وسله والو د نوامبر په ۳مه په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ ميجر ذيشان نسيم په خپل کور کې په ډزو ويشتلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500