د پاکستان د لیویز ځواکونو یوغړی ووژل شو، ۵۵ شکمن یاغیان ونیول شول

د سټاف راپور

کراچۍ -- د رسنیو د رپورټونو تر مخه، د لیویز فورس یو غړی د سپتمبر په ۲۶مه په بلوچستان کې ووژلی شو، په داسې حال کې چې چارواکو د ملک په بېلابېلو برخو کې ۵۵ تنه شکمن جګړه ماران او مجرمان ونیول.

د ډان د رپورټ ترمخه، د لیویز فورس غړی د بلوچستان صوبې په ګیچک پنجګور سیمه کې په ډزو سره ووژلی شو.

د سما د رپورټ تر مخه د رنجرز په قول، پارا میلیټري رینجرز د سپتمبر په ۲۷مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ یو پلان خنثی کړو او د وسلو او مهماتو یوه غټه ډپو یې چې د بام په سر یې جوړه کړې وه ونیوله.

ویاند وویل، رینجرځواکونو د ترهګرۍ دوه تنه شکمن پلان جوړونکي ونیول.

د جیونیوز د راپور تر مخه، پولیسو د سپتمبر په ۲۷مه ۵۰ کسه نور شکمن مجرمان او جګړه ماران چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو شکمن غړی هم په کې شامل دی د کراچۍ له بېلابېلو برخو نه ونیول.

د دنیا نیوز د رپورټ تر مخه، چارواکو د سپتمبر په ۲۶مه د پنجاب صوبې په ملتان ډسټرکټ کې درې تنه شکمن کسان ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500