د پنجاب پولیس د القاعدې ۹ شکمن تنان ووژل

د سټاف رپورټ

شيخوپوره، پاکستان - جيو نيوز د نومبر په ۲مه رپورټ ورکړو چې پاکستاني ځواکونو د نومبر په اوله د القاعدې لږ تر لږه ۹ تنان ووژل او د پنجاب صوبې شيخوپوره ضلعه او کراچۍ کې یې د وسلو زیرمه ترلاسه کړه.

د دغې صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، د پنجاب پولیسو د القاعدې ترهګر په ډزو کې ووژل او د ترهګرو څلور یا پنځه مشکوک ملګري د پېښې له ځای نه وتښتېدل.

د جيو نيوز د رپورټ تر مخه، له بلې خوا په کراچۍ کې نيم پوځي رینجرو د وسلو ذخیره چې په يوه هديره کې ښخه وه ترلاسه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500