اسلام اباد - د جيو خبري اژانس له مخې، د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر (ISPR) په یوه خبرپاڼه کې وويل چې په خيبر ايجنسۍ کې د اګست په ۱۶مه په جګړه کې لږ تر لږه ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
د دنیا خبري اژانس خبر ورکړ چې پاکستاني ځواکونو په راج ګل دره کې هوايي او ځمکنې عملیات ترسره کړل او د نهو وسله والو پټنځيونه يې له منځه ويوړل.
پژواک خبري اژانس خبر ورکړ چې وژل شوي وسله وال له تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام سره اړيکې لرلې.
رسنيو راپور ورکړ چې په راج ګل دره کې پټنځيونو وسله والو ته توان ورکړ چې دوی په پاکستان کې د تروريستي اعمالو وروسته افغانستان ته وتښتې.