پاکستاني ځواکونو ۹ ترهګر وژلي او ۵۲ تنه شکمن کسان نیولي دي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- رسنيو راپور ورکړ چې په دې وروستيو کې پاکستاني ځواکونو نهه ترهګر وژلي او ۵۲ شکمن ترهګر په ملي کچه نيولې دي.

د جيو او سما خبري اژانس له مخې، د فوځ د عامه اړيکو دفتر (آئى ايس پى آر) وايې چې پوځیانو د خيبر عملياتو III په ترڅ کې د اګست په ۲۱مه د افغانستان پولې ته نږدې په خيبر ايجنسۍ راج ګل دره کې شپږ ترهګر وژلې دي.

سما او د جيو خبري اژانس په وینا، آئى ايس پى آر وايې چې ځواکونو په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا (KP) په تهل سيمه کې ۱۰ تنه شکمن کسان نيولې دي او د وسلو يوه زیرمه يې تر لاسه کړې ده. آئى ايس پى آر زياته کړه چې چارواکو د ګلګت بلتستان په جګلوټ سيمه کې د اګست په ۲۱مه دوه نور کسان هم نیولې دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، رسمي سرچينو وويل چې د اګست په ۲۰مه امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د بلوچستان په آواران ولسوالۍ کې په ډزو کې درې وسله وال وژلې دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، فرنټيرکور وويل چې ځواکونو د اګست په ۲۰مه د بلوچستان په کوټه، مستونګ او آواران ولسوالۍ کې ۴۰ مشکوک وسله وال نيولې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500