تروريزم

د خیبر عملیات په تیرا دره کې وسله والو ته ماتې ورکوي

سيد انصار عباس لخوا

پاکستاني ځواکونه د اګست په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکۍ پرضد عمليات ترسره کوي. [ISPR لخوا]

پاکستاني ځواکونه د اګست په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکۍ پرضد عمليات ترسره کوي. [ISPR لخوا]

پېښور-- امنیتي شنونکي وايي چې د خیبر ايجنسۍ په تیرا دره کې د ترهګرو په وړاندې روان پوځي عملیات به د وسله والو د ملا تیر مات کړي.

پاکستاني امنيتي ځواکونو خیبر ۳ عملیات د اګست په ۱۷مه پيل کړل. دا د خیبر ۱ او خیبر ۲ عملیاتو يوه برخه ده چې پوځ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې په ترتیب سره په باړه سب ډويژن او تیرا دره کې ترسره کړل.

د تیرا دره ستراتیجیک اهميت لري. دا د افغانستان سره پوله لري او خيبر، کورم او اورکزۍ ايجنسو کې غځول شوې ده. ترهګر په افغانستان کې دننه او بهر او په غرنۍ دره کې پناه اخلي. په دې قبايلي ايجنسیو کې مخکې د تګ راتګ ازادي وه.

د خيبر ۳ عملياتو څخه عالي هیلې لرل

د پېښور يو امنيتي شنونکي او د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) پخوانې امنيتي منشي ډګرمن (متقاعد) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل چې خیبر ۳ عمليات به په سيمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره مهم وي.

هغه وويل: "د خیبر ۱ او ۲ عملیاتو خپلې موخې ترلاسه کړې او خيبر ايجنسۍ يې د وسله والو څخه پاکه کړه." "خو د خیبر ۳ عملیات به د هغوی د تګ راتګ پټ لارې له افغانستان څخه بندې کړي."

هغه وويل، چې دغه عمليات "به له تیرا څخه پاتې وسله وال وشړي او دا به يقيني کړي چې د افغان پر سرحد د تګ راتګ ټکي به بند کړی شي."

شاه محمد وويل، قبايل دا غوښتنه کوي چې د وسله والو پلويان دې د مخالفينو سره همکاري بنده کړي. هغه زياته کړه چې "خواخوږي د وسله والو سره پر پټو لارو له پولې واوړيدو په اړه مرسته کوي او د خپلو خدمتونو لپاره پيسې اخلي."

هغه وويل، خيبر ۳ عملیات به " راج ګل او لاچ کول د ترهګرو څخه پاک کړی." " یخنۍ او نورو دليلونو پوځ په خیبر ۲ عملیات کې دغه شان دندې ترلاسه کولو څخه لري وساتل."

هغه وويل، د تورخم د پولې چارواکو "د افغانيانو اتباعو ناقانونه تګ راتګ بند کړی دی." "اوس موږ بايد پټې لارې وتړو."

قبايلي خبریال قاضي فضل الله د نورو څارونکو د خوشبينۍ ستاينه وکړه. هغه په خيبر ايجنسۍ کې د ترهګرۍ په اړه راپورونه ورکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خیبر۳ عمليات به په دره کې ترهګر له خپلو خوندې ځالو څخه وباسي."

قاضي وويل چې تیرا د وسله والو يو مرکز جوړ شوی و ... چې دغه وسلوالو به په نورو قبايلي ايجنسیو کې د پوځي عملياتو څخه د تښتېدو وروسته په یاده دره کې پناه اخيستله."

هغه وړاندوينه وکړه، "کله چې عمليات پای ته ورسېږي ترهګر به له دره څخه وويستلی شي ... او سوله به بيا بحال کړای شي."

د ناکامه عملياتو خطرونه

د پېښور د امنیتي چارو کارپوه او د اورپکۍ په هکله د درې کتابونو لیکوال خادم حسین موافقه وکړه چې " تروریستي غورځنګونه بندول مهمه خبره ده." "که په سيمه کې تروريستې شبکې ته ماتې ور نه کړی شو نو ترهګر به بيا راپيدا شي."

حسین خبرداری ورکړ که چېرې پوځ دوی ته اوس ماتې ور نه کړي نو د لشکر اسلام، جماعت احرار او تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله وال به يبا راټول شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تیرا د ترهګرو لپاره يو عصبی مرکز دی." "دا عمليات به د تروریزم شبکه له منځه ويسي. خیبر ۳ عملیات به په خیبر، مهمند او اورکرزۍ ايجنسیو کې د طالبانو د بغاوت د امکاناتو جرړې له منځه ويسي."

حسين د شاه سره موافقه وکړه او وويل، "کله چې په تيرا کې د ترهګرو شبکې په بشپړه توګه ويجاړې کړای شي ... نو دا به د پاکستان او افغانستان پولې تر منځ د ټولو ترهګرو تګ راتګ مخنيوی وکړي."

هغه وويل: "د تروریستانو تګ راتګ او د هغوی فعاليتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ ناوړه تفاهم رامنځته کوي." "دا عملیات به دواړه پای ته ورسوي."

د تروریزم ژغورلي برياليتوب غواړي

نياز افريدي، يو پخواني سرتيري ټولنیز کارکوونکي چې په بلوچستان کې یو تروریستي برید کې څو کاله مخکې خپلې دواړه سترګې او دواړه پښې له لاسه ورکړې وې، وويل، هغه د خیبر ۳ عملیات په اړه ډېر هيله من دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ترهګرو په تیرا دره کې زما کور ويجاړ کړو چې زما مورنۍ سيمه وه." "دوی زه په تښتيدو مجبوره کړم. اوس زه [د پېښور] کارخانو بازار کې له خپلې مېرمنې او لور سره ژوند کوم."

نياز وويل: "ترورېزم زمونږ ټولنه او سيمه ويجاړه کړې ده او آن زموږ هېواد يې اغیزمن کړی دی." "زه ... د سولې د بيا بحالۍ لپاره دعا کوم."

يونس افريدي، په پېښور کې میشته بشري کارکوونکي هم له تروریزم څخه په تیرا دره کې زيان زغملی دی. په ۲۰۱۴ کال کې په سيمه کې تر تښتېدو وروسته ترهګرو د هغه ۱۲۰ کلن پلارني ټاټوبي لوټ کړی او سوځولی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " ترهګرو په بشپړه توګه د سوداګرۍ او نور فعالیتونه ويجاړ کړل."

هغه وړاندوينه وکړه چې خیبر ۳ عمليات به په سيمه کې سوله راولي او داخلي بې ځایه شوي کسان به وتوانوي چې راشي او خپل کورونه ودان کړي.

يونس وويل: "نه يوازې زما کورنۍ، خو هر هغه چا چي خپل کور يې په تيرا کې خالي کړو هغوی تمه لري چې امنيتي ځواکونه به دغه سيمه پاکه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500