اسلام آباد-- د رسنیو د راپور پر اساس د پاکستاني هیلي کوپټر د شپږو تنو هغه عمله چې په افغانستان کې یې د اګست په ۴ مه تصادمي ناسته کړې وه، د اګست په ۱۳ مه په خوندي توګه اسلام آباد ته راورسیدله.
د جیو نیوز د راپور پر اساس د پنجاب حکومت هیلي کوپټر د ترمیم لپاره ازبکستان ته روان وو چې په لوګر ولایت کې یې تصادمي ناسته وکړه. اورپکو د هیلي کوپټر عمله وتښتوله چې په دغه عمله کې یو خارجي تبعه هم شامل وو.
د پاکستان د خارجي دفتر اعلامیه تائیدوي چې پاکستاني او افغاني قبایلي مشرانو د دغه عملې د خوشي کولو لپاره خبرې اترې وکړې.