سډني، آسټريلیا -- ای ايف پي د دسمبر په ۳۰ مه راپور ورکړو چې د آسټريليا جنګي جهاز په عرب سمندر کې نږدې اته ټنه چرس ونیول، چې په مارکيټ کې تقريباََ ۳۲۵ میلیونه امريکايي ډالره قيمت لري.
ايچ ماس وارمونګا د دسمبر په ۳۰ مه هم د چرسو د نیولو نه درې ورځې مخکې په دغه سیمه کې د بحري امنیتي عملياتو په ترځ کې ۶۹ کیلوګرامه هیرویین نیولي وو.
د آسټريلیا جهاز د ګډ سمندري ځواکونو (سي ايم ايف) د بحري ملګرتیا یوه برخه ده چې په دې کې ۳۲ هیوادونه په نړیوالو اوبو کې تقريباََ په ۳.۲ ميلیونه مربع سيمه کې ګشت کوي.
پاکستان او امریکا د ایتلافي ځواکونو برخه ده، چې په بحرين کې د متحده ایالاتو په سمندري اډه کې موقعيت لري.
ډوګالډ کليلينډ، چې د جهاز کمانډنګ افسر دی، وويل، "د جهاز عملې د دې کار لپاره په پراخه توګه تيارې کړی و، او موږ کولی شول چې خپل هيلي کوپټر او د جهاز عمله د دریو شکمنو جهازونو د معلومولو او نيولو لپاره استعمال کړو."
د قاچاق وړونکو لپاره يو ګوزار
ميجر جنرل جان فريوين، چې په منځني ختیځ کې د آسټريلیایي ځواکونو مشر دی، د چرسو دا نيول يې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو لپاره يوه ستره صدمه وګڼله.
هغه وويل: "دا عمليات به په نړۍ کې د نشه يي توکو په بهير او د افراطي سازمانونو د تمويل لپاره د نشه يي توکو په کارولو باندې اغېز وکړي."
ايچ ماس وارمونګا د ګډ کاري ځواک ۱۵۰، چې د سي ايم ايف تر لاندې کار کوي، د برخې په توګه د منځني ختیځ او هند سمندر په سیمو کې د تروریزم فعالیت په تمرکز سره سمندري امنیت يقيني کوي.
پاکستان په دسمبر کې په بحرين کې په مراسمو کې د سي ټي ايف ۱۵۰ کمانډ آسټريليا ته وسپارلو. دا کمانډ به په ۲۰۱۸ کال کې وروسته کنيډا ته وسپارل شي.