امنیت

په انځورونو کې: د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله خوندي کول

پاکستان فارورډ

د پاکستان د پوځ يو کموپلاژ سرتيری د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان سره پولې ته نژدې د جنوبي وزيريستان په کيټن آرچرډ پوسټ کې ټوپک په نښه نيسي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

د پاکستان د پوځ يو کموپلاژ سرتيری د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان سره پولې ته نژدې د جنوبي وزيريستان په کيټن آرچرډ پوسټ کې ټوپک په نښه نيسي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان د اکتوبر په ۱۸ مه د هغې پولې په اوږدو کې ګشت کوي کومې ته چې په دې وروستيو کې شپول لګيدلی دی. دا پوله شمالي وزیرستان او افغانستان له يوبل څخه جدا کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان د اکتوبر په ۱۸ مه د هغې پولې په اوږدو کې ګشت کوي کومې ته چې په دې وروستيو کې شپول لګيدلی دی. دا پوله شمالي وزیرستان او افغانستان له يوبل څخه جدا کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

د پاکستان پوځ يو هيلي کوپټر د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان د پکتیکا صوبې د پولې په اوږدو کې د جنوبی وزیرستان په انګور اډه کې پولې ته نژدې ګزمې کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

د پاکستان پوځ يو هيلي کوپټر د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان د پکتیکا صوبې د پولې په اوږدو کې د جنوبی وزیرستان په انګور اډه کې پولې ته نژدې ګزمې کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان د اکتوبر په ۱۸ مه د هغې پولې په اوږدو کې ګشت کوي کومې ته چې په دې وروستيو کې شپول لګيدلی دی. دا پوله د شمالي وزیرستان انګور اډه د افغانستان نه جدا کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان د اکتوبر په ۱۸ مه د هغې پولې په اوږدو کې ګشت کوي کومې ته چې په دې وروستيو کې شپول لګيدلی دی. دا پوله د شمالي وزیرستان انګور اډه د افغانستان نه جدا کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

تراوسه پورې، کارګرانو د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې ۴۳ کلوميټره اوږد باړ لګولی دی. د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا، ټول سرحد ته به د ۲۰۱۸ کال تر پای پورې باړ ولګول شي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځيان د اکتوبر په ۱۸ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې د جنوبي وزيريستان په کيټن آرچرډ پوسټ کې د پولې ساتنه کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پاکستاني پوځيان د اکتوبر په ۱۸ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې د جنوبي وزيريستان په کيټن آرچرډ پوسټ کې د پولې ساتنه کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

انګور اډه، جنوبي وزيريستان -- د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸ مه) ژورناليستان د افغانستان سره پولې ته راوبلل چې سوړې بوړې او د اورپکۍ نه ډکه پولې د خوندي ساتلو لپاره هغوی ته خپلې هڅې وښيي.

د لسیزو راهیسې، افغان طالبانو، القاعدې او نورو وسله والو ډلو په سیمه کې په ازادانه توګه فعاليت کړی دی، چې د استعماري دور د پولې نه په خپله خوښه تیریږي. پاکستان او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې په يو بل تور لګولی دی چې دوی په سرحدي سیمو کې، چې وسله وال ترې د پولې دواړو غاړو ته بريدونه کوي، وسله والو ته خوندي پټنځایونه برابروي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په سختو قبايلي ډسټرکټونو کې د افغانستان پولې په اوږدو کې د ۱۰ فټه لوړ باړ، چې په خاردار تار باندې مشتمل دی، لګول پيل شوي دي. د مارچ په مياشت کې په دې باندې کار پيل شوی وو.

پاکستاني پوځیان د پولې په اوږدو کې په قلعه کې د پولې هاخوا د بوټو نه ډک د غرونو څارنه کوي. په قلعه کې دننه، يو شمير پوځيان په باړ لګول شوي سي سي ټي وي کيمرو څارنه کوي. دغه باړ د شپې د لمریز بریښنا له لارې روښانه کيږي.

يو پاکستانی سرتيری د جنوبي وزيريستان په انګور اډه کې د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان د پکتیکا صوبې ته څيرمه د پولې، چې په دې وروستيو کې ورته شپول لګيدلی دی، ساتنه کوي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

يو پاکستانی سرتيری د جنوبي وزيريستان په انګور اډه کې د اکتوبر په ۱۸ مه د افغانستان د پکتیکا صوبې ته څيرمه د پولې، چې په دې وروستيو کې ورته شپول لګيدلی دی، ساتنه کوي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

يو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې په حمزه فورټ کې خبریالانو ته وويل، دې باړ د پولې په کنټرولولو کې "ستر بدلون" راوستې دی. پوځيانو خبريالان په هيلی کوپټر کې ویوړل چې په شمالي وزیرستان کې غلام خان، چې نږدې ۲۰۰ کلو ميټره لرې موقعيت لري، ته نږدې کيټن آرچرډ قلعه وګوري.

دغه افسر وویل: تراوسه پورې، يوازې ۴۳ کلو ميټره پولې ته باړ لګول شوې دی، خو د راتلونکي کال تر پای پورې به ټولې پولې ته باړ ولګول شي. "د نړيوالې پولې يو انچ به د دسمبر ۲۰۱۸ کال تر پای پورې د څارنې پرته پاتې نه شي." دغه افسر د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه.

"که چيرې الله وغوښتل او مونږ دا کار پای ته ورسوو، نو موږ به د یو څيز په اړه ډاډه شو -- هغه دا چې هیڅوک به نشې کولی چې د دې ځای نه تیر شي."

په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ ډايريکټر، محمد عامر رانا، پاکستان فارورډ ته وویل: "د پاکستان او افغانستان پولې ته باړ لګول يو غوره نوښت دی او دا به د پولې په اوږدو کې د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي."

هغه وويل، "زه ډاډه یم چې دا به د پولې دواړو غاړو ته د ۷۰ فيصده پورې د وسله والو عملیاتو په کنټرولولو کې مرسته وکړي او دا به د تروریزم پر وړاندې د جنګ ګټلو لپاره يو ستر ګام وي."

په پیښور يونيورسټۍ کې د نړيوالو اړیکو ډیپارټمنټ چيرمين، پروفیسر سید حسین شهید سهروردي وویل، پکار وه چې ډیر مخکې دې پولې ته باړ لګيدلی وې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "باړ لګول به د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره سوله تضمین کړي، او دوهم دا به د هغه ترهګرو په لټه کې مرسته وکړي کوم چې عموماً د سوړې بوړې پولې څخه د تيريدو له امله بچ پاتې کيږي"

[د پيښور نه محمد آهل په دې راپور برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما دا آرمان دی چې دا غبرګ باړ وې. خو بیا هم دا خو پیل دی. پاکستان زنده آباد

ځواب