امنیت

د سپيشل کومبيټ يونټ پولیس کمانډوز په پيښور او مردان کې ځای پر ځاي شوي دي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه پولیس کمانډو په تیر اکتوبر کې په صوابۍ کې د تروریزم سره د مبارزې مشق ترسره کوي. د سپيشل کومبيټ يونټ زيات روزل شوي پرسونلو په دې وروستیو کې په مردان او پېښور کې ورته مشقونه ترسره کړل. [جاوید خان]

د خیبر پښتونخواه پولیس کمانډو په تیر اکتوبر کې په صوابۍ کې د تروریزم سره د مبارزې مشق ترسره کوي. د سپيشل کومبيټ يونټ زيات روزل شوي پرسونلو په دې وروستیو کې په مردان او پېښور کې ورته مشقونه ترسره کړل. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیس په پیښور کې د سپيشل کومبيټ يونټ (ايس سي يو) زيات روزل شوي کمانډوز په ټول پيښور او مردان کې ځای پر ځای کوي چې د تروریزم احتمالي بریدونو ته چټک غبرګون وښيي.

د پېښور د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل،"د سپيشل کومبيټ يونټ یوه دسته په پیښور او بله په مردان کې ځای پر ځای شوې ده چې هر يو ترورستي برید ته چټک غبرګون وښيي او د سیمه ییزو پولیسو سره د تروریزم سره په مبارزه کې مرسته وکړي."

د دې دستې تعيناتي د دسمبر په میاشت کې پیل شوه.

هغه وویل چې د سپيشل کومبېټ يونټ دستې خورا تربيت لري چې د نظم او قانون د غیر معمولي ګډوډۍ د وضعیت سره مبارزه وکړي.

هغه وویل، "موږ پلان لرو چې د صوبې په ټولو سیمو کې دسپيشل کومبيټ يونټ زياتې دستې ځای پر ځای کړو."

تر ټولو غوره ځواک

دا ۱۵۰ پیاوړی سپيشل کومبيټ يونټ په ۲۰۱۴ کال کې د خيبر پښتونخواه د پوليسو د انسپکټر جنرل ناصر خان دراني لخوا جوړ شوی و چې د تروريستي او ځانمرګي بریدونو، د یرغمل کولو حالت، او نور بیړنیو حالتونو ته چټک غبرګون وښيي.

دا يونټ د صوبې په هغه غوره پولیسو باندې مشتمل دی، کومو چې پخپله خوښه په پیښور، نوښار، کراچۍ او نورو ښارونو کې د پوځ، بحري او پولیسو روزونکو نه په ځانګړي عملیاتو کې روزنه ترلاسه کړه.

دراني پاکستان فارورډ ته وویل، "سپيشل کومبيټ يونټ د پاکستان د ځانګړو خدماتو ګروپ په رڼا کې جوړ شو چې په ځانګړې توګه په غیر معمولي حالتونو کې غبرګون وښيي."

د دراني له مخې، سپيشل کومبيټ يونټ، چې په پيښور کې موجود وي، عموماً لرې پرتو سیمو ته د هيلي کوپټر په واسطه لیږدول کیږي چېرته چې د دوی خدماتو ته ضرورت وي.

هغه وويل، "دا د پولیسو په ځواک کې ترټولو زيات روزل شوي پرسونل دي. که چيرې يو ځای ته د تلو ضرورت وي، نو دوی هر وخت چمتو وي."

دا يونټ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې لپاره چمتو دی

په پیښور کې د پولیسو چارواکي وایي، د سپيشل کومبيټ يونټ ګمارل به د تروریزم سره په مبارزه کې د ريګولر پولیسو ظرفیت پیاوړی کړي.

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، "د ايس سي يو د ۴۵ کسانو ډله، چې په پیښور کې ځای پرځای شوې، پيچلي عصري آلات او ټکنالوجي لري چې په تروريستي برید کې اغیزمن عملیات ترسره کړي."

هغه وويل، د پاکستاني پوځ د ځانګړو خدماتو ډله دغه کومانډوز ته په ټريننګ ورکولو کې مرسته کوي او دوی د خيبر پښتونخواه په پوليسو کې ترټولو لوړ روزل شوی ځواک جوړوي.

هغه وويل، ايس سي يو همدارنګه د بحري ځواک نه اوبو ته دانګل، د اوبو اړوند د ژغورنې عملیات او لومړنۍ مرستې، لامبه، د کشتۍ چلول، د هيلي کوپټر نه رادانګل او نور عام بحري مهارتونه زده کوي.

طاهر وويل، "[د ايس سي يو کمانډو] په مرکزي ښار کې تر ټولو حساسو ودانیو او ځایونو ته واستول شول چې جعلي امنیتي مشقونه ترسره کړي او د بیړني حالت په صورت کې له دغو ځایونو سره واقف شي."

د ايس سي يو پرسونلو په مردان کې د دسمبر په مياشت کې په ورته ډول په پبلک او پرايويټ يونيورسټو، حکومتي ودانیو او نورو عامو ځایونو کې مشقونه ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام عليکم! زه د پولیسو دنده غواړم ځکه چې زه غواړم چې د غريبانانو او ضرورت مندو خلکو سره مرسته وکړم. مهرباني وکړئ د دې دندې لپاره له ما سره اړیکه ونیسئ. زه په دې دنده کې دلچسپي لرم. زه تعليم لرم خو زما تعليم جاري دی.

ځواب

زه له دې دندې سره مينه لرم

ځواب

دا زما خوښ شو

ځواب

زه د پوليسو نوکري غواړم مهرباني وکړئ ما سره رابطه وکړئ

ځواب

هو، دا مقاله زما خوښه شوه

ځواب

زه غواړم چې د پوليسو سره يو ځای شم ځکه چې د دې ادارې سره مینه لرم...

ځواب

زه غواړم چې د پوليسو د ځواک سره يو ځای شم. زه دا کار ترلاسه کول غواړم.

ځواب

ما په دې ورستيو ورځو کې ګريحويشن کړی دی. زه به د پاکستان هوایي پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

ښکلی

ځواب

زه پولیس جوړیدل غواړم.

ځواب

خوشحاله اوسه

ځواب

زه غواړم چې د پولیسو د ځواک سره یوځای شم. زما دا آرمان دی چې يو ایماندار پوليس جوړ شم.

ځواب

دا ډیره ښه ده. شاباش د خيبر پښتونخواه پولیسو. شاباش د خيبر پښتونخواه حکومت. تاسو ته سلام

ځواب

سلامونه، زما نوم واجد علی دی. زه د مردان سره تعلق لرم. زه د پوليسو په ډیپارټمنټ کې کار کول غواړم. ما له مخکې نه ۲-۳ ځله افلايي کړې ده، خو زما قسمت کار ونه کړو. زه په ريښتيا د پوليسو د يونيفارم سره مينه لرم.

ځواب