تجزيه

افریقایان د منځګړیتوب له ناکامۍ وروسته د روسیې د جګړې له پايلو سره مخ دي

د مصطفی عمر لخوا

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د جنوبي افریقې صدر سیریل رامافوسا (ښي اړخ ته) سره د کوموروس صدر ازالي اسوماني خبرو ته غوږ نيولی دی کله چې دوی د جون په ۱۶مه په کییف کې د خپلو خبرو اترو وروسته رسنیو ته وینا کوي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د جنوبي افریقې صدر سیریل رامافوسا (ښي اړخ ته) سره د کوموروس صدر ازالي اسوماني خبرو ته غوږ نيولی دی کله چې دوی د جون په ۱۶مه په کییف کې د خپلو خبرو اترو وروسته رسنیو ته وینا کوي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

نواکچوت، موریتانیا -- شنونکو او څارونکو وویل چې په اوکراین کې د سولې د منځګړیتوب لپاره د افریقایي ماموریت څه د پام وړ پایلې یا امتیازات ترلاسه نه کړل چې د افریقې په وچه کې د اوکراین پروړاندې د روسیې د جګړې اغیز راکم کړي.

دوی د جون په نیمایي کې د اوکراین په مرکزي ښار کیيف او د روسیې په سېنټ پیټرزبورګ ښار کې د خبرو ناکامي د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین د ټولو هغو وړاندیزونو په اړه دوامداره بې پروايۍ ته منسوب کړه چې موخه يې د جګړې پای ته رسول و.

لوړ پوړي پلاوي -- چې پکې د جنوبي افریقې، سینیګال، کوموروس او زامبیا صدران او همدارنګه د یوګانډا، مصر او کانګو-برازاویل لوړپوړي چارواکي شامل وو -- د جون په ۱۶مه د اوکراین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل.

دوی د جون په ۱۷مه د پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته الوتنه وکړه.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۱۷مه د روسیې د سینټ پیټرزبورګ څخه بهر په سټریلنا کې د قسطنطین (کونسنټینوفسکي) په ماڼۍ کې د افریقایي مشرانو له یو پلاوي سره د لیدنې نه مخکې د سویلي افریقې له صدر سیریل رامافوسا سره مصافحه کوي. [رامیل سیتدیکوف/ريا نووستی/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۱۷مه د روسیې د سینټ پیټرزبورګ څخه بهر په سټریلنا کې د قسطنطین (کونسنټینوفسکي) په ماڼۍ کې د افریقایي مشرانو له یو پلاوي سره د لیدنې نه مخکې د سویلي افریقې له صدر سیریل رامافوسا سره مصافحه کوي. [رامیل سیتدیکوف/ريا نووستی/ای اېف پي]

د مصر وزیر اعظم مصطفی مدبولي (ګس اړخ ته)، د کوموروس صدر ازالي اسوماني، د سینیګال صدر ماکي سال، د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي او د سویلي افریقا صدر سیریل رامافوسا د جون په ۱۶مه په کییف کې رسنیو ته له وینا وروسته روان دي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د مصر وزیر اعظم مصطفی مدبولي (ګس اړخ ته)، د کوموروس صدر ازالي اسوماني، د سینیګال صدر ماکي سال، د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي او د سویلي افریقا صدر سیریل رامافوسا د جون په ۱۶مه په کییف کې رسنیو ته له وینا وروسته روان دي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

افریقایي هېوادونه د غلې دانې او سرې د لوړې بیې له امله د ډېر زیان سره مخ دي ځکه چې دوی د دې توکو لویه برخه له روسیې او اوکراین څخه واردوي.

ماسکو هڅه کوي چې د افریقایي هېوادونو په قانع کولو سره د خوراک بحران لپاره ملامتي لرې کړي چې په روسیه باندې د لویدیځ بندیزونه د غلو او سرې په صادراتو کې يو خنډ دی.

او دا هڅه کوي چې د افریقایي مشرانو ملاتړ ترلاسه کړي او ځان د لویدیځ امپریالیزم په وړاندې د خنډ په توګه انځور کړي.

د نایجریا خبریال موسی میګا المشارق ته وویل، "دا څرګنده ده چې د روسیې صدر د دې ناحقه جګړې په پایله کې د غنمو د بیو د لوړیدو له امله د افریقایي هېوادونو کړاوونو ته پام نه کوي."

هغه وویل، "پوتین لیواله دی چې د افریقې د زیرمو څخه ګټه پورته کړي، چې پکې د یورانیمو او سرو زرو، او همدارنګه د پېسو یوه برخه شامله ده چې واګنر ګروپ په ځینو افریقایي هېوادونو کې د راپور شويو امنیتي خدماتو په بدل کې ترلاسه کړي."

میګا وويل چې افریقایي هېوادونه چې له ماسکو سره په معاملو کې ښکېل دي د اوکراین د جګړې له امله د هغه پايلو د پام وړ مسؤلیت لري چې اتباع يې ورسره مخ دي.

هغه وویل، "تر هغه چې ځینې افریقایي مشران د بې طرفۍ ساتلو په پلمه د اوکراین پروړاندې د پوتین د جګړې له غندلو څخه ډډه وکړي، او تر هغه چې دوی د واګنر ګروپ له لارې د هغه په ​​ساتنه تکیه کوي او دې ډلې ته د یورانیمو او سرو زرو کانونو د استخراج اجازه ورکوي، نو د دوی خلک به په دوامداره توګه وځوریږي."

په ورته وخت کې، د واګنر ګروپ او د روسیې د دولت تر منځ وروستي دریځ په افریقایي هېوادونو کې، چې د دغه اجير ګروپ سره ملګرتيا لري، د دې اړیکو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړي.

'د افریقایي مشرانو لپاره د شرم وړ وضعيت'

د سویلي افریقې صدر سیریل رامافوسا، چې د افریقایي منځګړو د پلاوي مشري یې کوله، د جون په ۱۸مه له پوتین سره په لیدنه کې وویل، افریقایي هېوادونه د جګړې له امله د منفي اغېز سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، "دا زموږ د ګډو ګټو په حق کې ده چې دا جګړه پای ته ورسېږي."

ای اېف پي راپور ورکړو چې رامافوسا پوتین ته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او د بیارغونې د پېل لپاره د لسو نقطو وړاندیز ورکړو.

دې د "دواړو خواو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو"، د هېوادونو د حاکمیت په رسمیت د پیژندلو، ټولو خواوو ته د "امنیتي تضمین" د چمتو کولو، د تور سمندر له لارې د غلې په صادراتو کې د خنډونو د لرې کولو، او د "جګړې بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه".

افریقایي پلاوي وویل چې رغنده خبرې اترې ترسره شوې، خو شنونکو وويل چې د منځګړیتوب هڅه په پایله کې ناکامه شوه ځکه چې د پام وړ پایلې یې ترلاسه نه کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف له غونډو وروسته وویل، "د افریقې پلان پلي کول خورا ستونزمن دي".

سینیګالي څیړونکي او شنونکي باکري جان وویل چې د افریقایي منځګړیتوب د ناکامۍ هیله لرل کیده او دا چې "دا تمه کول بې بنسټه دي چې پوتین به د افریقایي منځګړیتوب پراساس په اوکراین کې خپله جګړه ودروي".

جان وویل چې هغه د هغه هیوادونو هڅې تسلیموي چې د منځګړیتوب مشري کوي، مګر د هغه تحلیل د پیښو او شرایطو په هدف لوستلو باندې ولاړ دی.

هغه وویل، ترڅو چې د افریقایي هېوادونو د نفوذ خبره ده، "د دې باید په سفارتي لحاظ سره څېړنه وشي ترڅو معلومه شي چې ایا پوتین لاهم په نړۍ کې د روسیې انځور ته پاملرنه کوي".

هغه وويل، "د افريقې د منځګړيتوب ناکامي د افريقې د مشرانو لپاره خورا د شرم خبره ده، ځکه چې دوی نور نه شي کولی د نړېوالې ټولنې په وړاندې د پوتين کړنې توجيه کړي."

"دا به یقیناً پوتین په نړېواله توګه د ژورې انزوا سره مخ کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500