سياست

کارپوهان د ایران د سپاه پاسداران په دې غوښتنه نيوکه کوي چې په هرمز تنګي کې دې له فارسۍ څخه کار واخلي

د پاکستان فارورډ لخوا

ایران د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د ځورولو تاریخ لري. [کوجارو]

ایران د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د ځورولو تاریخ لري. [کوجارو]

کارپوهان وايي، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) په خلیج کې د نړېوالو سمندري قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي، او په دې وروستیو کې يې د سمندري ځواکونو څخه نوې غوښتنې کړي چې داسې ښکاري چې د ستونزو لامل شي.

ایراني رسنیو د جون په ۲۳ مه راپور ورکړو چې د فساد په وروستي پړاو کې، د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان علي رضا تنګسیري اعلان وکړو چې "ټولې کښتۍ چې د هرمز تنګي څخه تېرېږي باید په فارسۍ ځان معرفي کړي."

هغه وویل، "نن ورځ، اسلامي جمهوریت د هرمز تنګي ته د کښتیو د ننوتلو د لارې د کنټرول مسولیت لري او زموږ ګاونډي هېواد عمان د وتلو د لارې د کنټرول مسولیت لري."

د بي بي سي د راپور له مخې، تر ټولو تنګ ځای کې، د هرمز تنګی او د هغې د لېږد لارې په بشپړه توګه د ایران او عمان په ځمکنیو اوبو کې پرتې دي.

د سپاه پاسداران د بحري ځواک قوماندان علي رضا تنګسیري ویلي دي چې هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي څخه تېرېږي "باید په فارسۍ کې ځان معرفي کړي". [فارس]

د سپاه پاسداران د بحري ځواک قوماندان علي رضا تنګسیري ویلي دي چې هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي څخه تېرېږي "باید په فارسۍ کې ځان معرفي کړي". [فارس]

د فجیره اماراتي بندر دلته د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲مه لیدل کیږي. د سپاه پاسداران د بحري ځواک لخوا د نړېوال سمندري قانون څخه سرغړونې د هرمز ستراتیژیک تنګي ته نږدې په خلیج کې تګ راتګ اغیزمن کړی. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د فجیره اماراتي بندر دلته د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲مه لیدل کیږي. د سپاه پاسداران د بحري ځواک لخوا د نړېوال سمندري قانون څخه سرغړونې د هرمز ستراتیژیک تنګي ته نږدې په خلیج کې تګ راتګ اغیزمن کړی. [کریم صاحب/ای اېف پي]

خو نړېوال کنوانسیونونه کښتیو ته د یو هېواد د ځمکنیو اوبو له لارې د تېرېدو حق ورکوي، او دا یادونه کوي چې "ایران ته اجازه ورکړل شوې چې په خپلو ځمکنیو اوبو کې عمل وکړي -- خو بهرنۍ کښتۍ بايد د تګ راتګ له خپل حق څخه محرومه نشي".

په ۱۹۹۸ کال کې، نړېوال سمندري سازمان (آی اېم او) د انګلیسي ژبې -- چې په هغه وخت کې په سمندر او ملکي هوايي چلند کې ترټولو عامه ژبه وه -- پر بنسټ "Seaspeak" ژبه جوړه کړه -- چې د سمندر رسمي ژبه ده او د ټولو هېوادونو کښتۍ يې د خبرو اترو لپاره کاروي.

خوندیتوب د Seaspeak کارولو اصلي لامل دی، چې په راتلونکو کلونو کې نوره هم پراخه شوې او ښه شوې.

د دې په ویب پاڼه کې ويل شوي، د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې، د آی اېم او ۲۲م مجلس د آی اېم او معیاري سمندري ارتباط جملې (اېس اېم سي پي) تصویب کړې او ټولو احتمالي کاروونکو او د سمندري تعلیم ټولو چارواکو ته یې د پراخه خپریدو وړاندیز وکړو.

اېس اېم سي پي په ۱۹۷۷ کال کې د آی اېم او لخوا د غوره شوي معیاري سمندري سفر لغت (اېس اېم اېن وي) ځای واخيستو (او په ۱۹۸۵ کې ترميم شو)، او له هغه وخت راهیسې د نړېوالو سمندري اړیکو ژبه ده.

دا د انګلیسي ژبې په بنيادي پوهې باندې جوړه شوې او په ساده سمندري انګلیسي ژبه کې ليکل شوې. پدې کې په عادي حالاتو کې د کارولو لپاره جملې او همدارنګه په بیړني حالاتو کې د کارولو لپاره معیاري جملې او ځوابونه شامل دي.

د سپاه پاسداران 'بې خبره' چارواکي

ایراني رسنیو د تنګسيري وروستي بيانونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل، چې پکې دوی د ایرانیانو له نیوکو او خندا سره مخ شول.

یو کارونکي ولیکل، "د سپاه پاسداران چارواکي بې خبره دي." "داسې ښکاري چې دوی له نړېوالو قوانینو څخه خبر نه دي."

بل کارونکي په طنز سره تبصره وکړه، "ډېر ښه! اوس دا لږه انګلیسي ژبه چې د سپاه پاسداران ځواکونو د اړتیا په صورت کې ويله، هم به له منځه ولاړه شي!" یو بل کارونکي ځواب ورکړو، "نه دا به داسې کار ونه کړي، دوی باید انګلیسي ژبه وکاروي. دا یوازې د ملت لپاره د شرم خبره ده."

په ایران کې ځینې خلک د هرمز په تنګي کې په فارسۍ ژبې تازه اصرار منافقت ګڼي، ځکه چې رژیم د ياده ژبې سره علاقه نه لري.

په تهران کې مېشت د فارسۍ ژبې ادبیاتو پروفيسرې، چې پخوا یې د سکولونو په درسي کتابونو باندې د کار کولو لپاره د يو ټيم سره کار کوو، د فارسۍ ژبې په اړه د رژیم بې پامۍ ته اشاره وکړه.

هغې د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "زما همکاران او زه له کلونو راهیسې هڅه کوو چې د فارسۍ ژبې اهمیت ته د ایراني چارواکو پام راواړوو.

هغې وویل، "موږ په ځانګړې توګه د ابراهیم رئیسي د صدرۍ پر مهال مایوسه شوي یو.

هغې زیاته کړه، "رژیم عربي ژبې ته ترجیح ورکوي، ځکه چې دا د اسلام ژبه ده." "که چارواکي کولی شي، دوی به په بشپړه توګه فارسي ژبه او ایراني کلتور له منځه یوسي. اوس دوی ناڅاپه د فارسۍ ژبې پلويان جوړ شول؟"

دا لومړی ځل نه دی

د ۲۰۲۰ کال په مرکه کې، د سپاه پاسداران نايب کمانډر او د سپاه پاسداران د سمندري ځواک پخوانی قوماندان علي فداوي ادعا وکړه چې د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې، د هرمز تنګي څخه تیریدونکو امریکایي کښتیو کپتانانو ته ویل شوي و چې په فارسۍ ژبه خبرې وکړي.

"په ۹۰ لسیزه کې یوه ورځ، زما د دورې په جریان کې، موږ وویل چې دا د فارس خلیج دی، تاسو باید په فارسۍ ژبه خبرې وکړئ." له هغه وخته، امریکايي -- او وروسته غیر امریکايي -- پرسونلو په خپلو کښتیو کې د فارسۍ ژبې خلک لرل."

هغه د خپلو بيانونو د روښانه کولو په هڅه کې وویل، "د فارسۍ ژبې ویونکي ایراني نه دي -- دوی امریکایان دي، خو روانه فارسي وايي."

او په خندا سره، هغه وویل، "البته موږ دا قانون ٪۱۰۰ نه و پلي کړی، ځکه چې دا به زموږ خپل کارمندان په انګلیسي ژبه کې د خبرو کولو څخه منع کړي."

کارپوهانو دغه بيانونه د "ناوړه غوښتنې" وبللې.

د سمندري چارو يو ايراني کارپوه المشارق ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "دا به د آی اېم او له مقرراتو څخه په بشپړه توګه سرغړونه وي." "سربېره پردې، دا به د دې دلیل لپاره د تطبیق وړ نه وي."

"کله چې فداوي درې کاله مخکې دا بيانونه ورکړل، هر هغه کس چې لږه سمندري پوهه يې لرله، د هغه پورې يې ملنډې وکړې."

د ځورونې تاریخ

سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د کښتیو د ځورولو اوږد تاریخ لري.

د نړېوال کړکیچ ګروپ وویل، د جون په ۱۴مه، د رسنیو راپورونو ته اشاره وکړه چې ایران "په خلیج کې د مشق کولو کښتۍ په وړاندې د یو ځانمرګي ډرون تجربه وکړه او په سیمه کې یې کښتيو ته د خبر ورکولو پرته یو بل توغندی وتوغولو یا ډرون يې وکارولو".

د یو نامعلومه امریکایي چارواکي په وینا، ایران "په اصل کې د سوداګریزو کښتیو د ویشتلو مشق کولو. دا یوازینی دلیل دی چې تاسو به د عمان په خلیج کې دا کار وکړئ".

د نړېوال کړکیچ ګروپ زیاته کړه، د جون په ۴مه، د متحده ایالاتو او انګلستان کښتیو، د ګشت کونکي الوتکې په ملاتړ، په هرمز تنګي کې د سفر کونکي سوداګریزې کښتۍ څخه د مصیبت غږ ته غبرګون وښودلو، ځکه چې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک چټک بریدګرو کښتیو دغه سوداګریزه کښتۍ وځوروله.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د مۍ په ۳مه په هرمز تنګي کې د پاناما بیرغ لرونکی د تېل وړلو ټېنکر ونیولو، چې د یوې هفتې څخه په کمه موده کې دویمه پېښه ده.

د امریکې سمندري ځواکونو وویل، دغه ټېنکر، نيووي، له دوبۍ څخه د اماراتو د فجیره بندر په لور روان و چې د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو په ځايي وخت نږدې د سهار په ۶.۲۰ بجې ودرولو.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍ چې په بحرین کې مېشته ده په یو بیان کې وویل، دا د متحدینو او شریکانو سره په خلیج کې د تنګې لارې د ساتنې لپاره کار کوي.

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، "موږ د هغو سوداګریزو کښتیو په وړاندې پرله پسې ایراني ګواښونه، د وسلو نیول او بریدونه لیدلي دي کوم چې په نړېوالو اوبو او د سیمې په ستراتیژیکو اوبو کې د خپل سمندري حق او ازادۍ څخه کار اخلي."

هغه وویل، "متحده ایالات به بهرنیو یا سیمه ییزو قدرتونو ته اجازه ورنکړي چې د هرمز تنګي په ګډون د منځني ختیځ د اوبو د لارې د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخ کړي."

د اپرېل په ۲۷مه، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د متحده ایالاتو په لور روان مارشال ټاپو بیرغ لرونکی ټېنکر هغه وخت ونیولو کله چې یې د عمان په خلیج کې په نړېوالو اوبو کې سفر کولو.

پنځمې بېړۍ وويل، "د ایران کړنې د نړېوالو قوانینو خلاف دي او د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500