امنیت

د متحده ایالاتو پوځ ژمنه لري چې د افغانستان څخه له وتلو وروسته القاعده او داعش تر فشار لاندې وساتي

د پاکستان فارورډ له خوا

د داعش وسله والو یوه ډله په دې تصوير کې په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې ښودل شوې ده. [فايل]

د داعش وسله والو یوه ډله په دې تصوير کې په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې ښودل شوې ده. [فايل]

کابل -- په منځني ختیځ کې د متحده آيالاتو لوړپوړي قوماندان تیره هفته وویل، د متحده آيالاتو پوځ به تروریستي ډلو لکه القاعدې او داعش ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان او سوریه کې بيرته منظم شي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانې (سینټکام) قوماندان جنرال فرانک مک کینزي د جمعې په ورځ (د جون په ۱۱ مه) مليټري ټایمز ته وویل، په داسې حال کې چې متحده آیالات او ناتو ځواکونه به د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې پورې له افغانستان څخه ټول عسکر وباسي، د متحده ایالاتو پوځ پلان لري چې د هيواد څخه بهر داعش او القاعده تر فشار لاندې وساتي.

هغه وويل، "په داسې حال کې چې دوی خوندې پاتې شول ... دوی به په حقیقت کې بیا منظم شي، او خپل ځان به بيرته پياوړی کړي."

مک کینزي وویل، "همدا اوس چې موږ له وتلو وروسته کوم پلان لرو هغه دا دی چې القاعده او داعش تر فشار لاندې وساتو."

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي د غوایي په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي د غوایي په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

"موږ یقیناً پوهیږو چې القاعده او داعش …. دواړه په متحده ایالاتو د برید کولو خواهش لري."

"هغه څه چې په دې څو کلونو کې يې د افغانستان او سوريې دواړو څخه د دې بریدونو د ترسره کولو مخه نیولي ده، هغه په دې ډلو اچول شوی فشار دی."

هغه وویل، د سوریې جمهوري ځواکونه (اېس ډي اېف) او د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه (ای اېن ډي اېس اېف) د دغه فشار د ساتلو لپاره کار کوي.

که چيرې -- او یوازې که -- دغه عناصر "د متحده ایالاتو پروړاندې د عمل وړ ګواښونه" وړاندې کوي، د متحده ایالاتو پوځ چمتو دی چې "دننه ورشي" او "اقدام وکړي" که چیرې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په یوازې د دغه کار کولو وړتيا ونلري.

هغه وویل، "دا به په افغانستان کې زموږ د خوځنده اقداماتو حد وي."

له افق څخه

مک کینزي وویل که څه هم د متحده ایالاتو پوځ به په افغانستان کې شتون ونه لري، خو دا به "له افق څخه د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي."

"موږ لا هم د تمویل سره د دوی ملاتړ کوو. موږ په کلکه هڅه کوو چې له افق څخه د افغان هوایي ځواک ملاتړ وکړو."

هغه وويل، "د افغانانو لپاره یوه ستره ګټه د دوی هوایي ځواک دی ... چې د تیرو څو میاشتو راهيسې د دوی لپاره ډیر ښه کار کوي."

مک کینزي وویل چې د متحده ایالاتو ځواکونه به د "لرې مشورې" له لارې د افغانستان د ملي دفاع او امنيت ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه چې په سیمه کې په بل ځای کې د افغان ځواکونو روزل "د پام لاندې دي" لکه څنګه چې د الوتکو د مرمت کولو لپاره له هیواد څخه بهر راوړل تر پام لاندې دي.

مک کینزي وویل، په پای کې، دا د افغانستان د ملي دفاع او امنيتي ځواکونو دنده ده چې د طالب د یاغیتوب او نورو تروریستي ګواښونو څخه د دغه هیواد دفاع وکړي.

هغه وويل، "[دا] اوس د دوی دنده ده چې ودریږي یا له ماتې سره مخ شي، او زه فکر کوم چې دوی د دې کولو لپاره د مبارزې موقعه لري."

هغه وویل، د افغانستان د ملي دفاع او امنيتي ځواکونو "ازموینه" به په راتلونکي موده کې وشي، خو دوی له ننګونو سره مخ دي.

مک کینزي وویل، "د تیر کال یا ډير کلونو راهيسې، او حتی د کورونا ويروس څخه مخکې، زموږ شمیر په افغانستان کې د تیرو په پرتله د پام وړ کم و."

"نو، په حقیقت کې افغانان زمونږ نه بغير پخپله زياتره جګړې کوي، نو همدا وجه ده چې په دې برخه کې به ډیر بدلون مخې ته رانشي."

هغه زیاته کړه، "موږ به د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو، داسې نه لکه څنګه چې موږ اوس د دوی ملاتړ کوو."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټین هم تیره هفته د متحده ایالاتو د کانګرس کمیټۍ ته وویل چې د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو له مخکې نه د هیواد څخه بهر یا په پوځي طريقې سره د "افق" څخه په افغانستان باندې د نظارت ماموریتونه پیل کړي دي.

هغه وويل، "زموږ ډیرې جنګي الوتکې یا زموږ ماموریتونه په خلیج کې له پلیټ فارمونو څخه کار کوي" "نو، موږ وړتیا لرو."

هغه زیاته کړه، "موږ د دې په لټه کې يو چې په ګاونډیو هیوادونو کې د ځواکونو په ځای کولو سره د فاصلې کمولو وړتیا ترلاسه کړو." "په دې لا اوس هم کار روان دی."

راتلونکي ګواښونه

مک کینزي وویل، چین او روسیه په افغانستان کې هڅې ګړندۍ کوي او د یوې داسې لارې په لټه کې دي چې د ناتو تر وتلو وروسته هغه خلا ډکه کړي چې دوی ورته په دغه هیواد کې د ځواک د خلا په توګه ګوري.

خو دواړه رژیمونه د خپلو جغرافيايي او سياسي ګټو لپاره افغانستان ته ګوري.

بیجینګ په دغه هيواد کې بډایه معدني زیرمو ته د لاسرسي موندلو لپاره په افغانستان کې خپل شتون غواړي. په عين حال کې، کرملین د مرکزي آسیا له لارې د شمال څخه د ترهګرۍ د خپریدو په اړه اندیښنې لري.

مک کینزي وویل، "په داسې حال کې چې موږ [په افغانستان کې] یو، په دوی کې يو هم زمونږ ملاتړ نه کوي، او که چيرې مونږ لاړ شو، نو زه فکر کوم چې دوی به هڅه وکړي چې هغه خلا ډکه کړي چې دوی يې د خلا په توګه ګڼي."

" البته کیدی شي داسې کول د دوی د سوچ نه زيات مشکل کار وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500