امنیت

د باجوړ د لوبو ميدان د اورپکۍ له امله د ۱۲ کالو ځنډ وروسته بیا پرانستل شو

د حنيف الله لخوا

په خار کې د سپتبمر په ۶ مه په فضل شهيد سټيډيم باجوړ کې د باجوړ سکاوټس الیون او باجوړ يوت اليون ترمینځ د کرکټ يوه لوبه روانه ده. دا سټيډيم ۱۲ کالو وروسته بیا پرانستل شو. [حنیف الله]

په خار کې د سپتبمر په ۶ مه په فضل شهيد سټيډيم باجوړ کې د باجوړ سکاوټس الیون او باجوړ يوت اليون ترمینځ د کرکټ يوه لوبه روانه ده. دا سټيډيم ۱۲ کالو وروسته بیا پرانستل شو. [حنیف الله]

خار -- په خار کې د فضل شهيد سټيديم باجوړ، چې په سيمه کې د بغاوت له امله د ۱۲ کلونو لپاره د لوبو د سياليو لپاره بند شوی و، بيا پرانيستل د قبايلي ضلعې له اوسيدونکو څخه ستاينه ترلاسه کوي.

چارواکو دغه سټيډيم وروسته له هغې بند کړو کله چې پوځ په اګست ۲۰۰۸ کال کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو ويستلو لپاره عملیات پیل کړل، او دوی هلته کې د یاغیانو پرضد د استعمال لپاره د توپخانې تجهیزات ذخیره کړل.

اوس چې امنیت بيرته بحال شوی دی او عسکرو ترهګرې ډلې له باجوړ څخه شړلي دي، د لوبو فعالیتونه بیا پیل شوي دي.

د کرکټ دوه سیمه ایز ټیمونه -- باجوړ سکاوټس الیون او باجوړ يوت الیون -- د سپتمبر په ۶ مه په دغه سټيډيم کې يوه نمايشي لوبه ترسره کړه.

د کرکټ لوبغاړي د سپتمبر په ۶ مه د باجوړ په خار کې په فضل شهید سټيډيم کې د یوې لوبې نه مخکې ولاړ دي. [حنیف الله]

د کرکټ لوبغاړي د سپتمبر په ۶ مه د باجوړ په خار کې په فضل شهید سټيډيم کې د یوې لوبې نه مخکې ولاړ دي. [حنیف الله]

چارواکي د سپتمبر په ۶ مه د باجوړ په خار کې د کرکټ يوه لوبه ګوري. [حنیف الله]

چارواکي د سپتمبر په ۶ مه د باجوړ په خار کې د کرکټ يوه لوبه ګوري. [حنیف الله]

فضل اکبر خلجي، چې د باجوړ ضلعې د لوبو منيجر دی، د اکتوبر په ۱۵ مه وویل، "دا په باجوړ کې په پخوانيو سټيډيمونو کې دی، او په تیر وختونو کې يې د صوبې په کچه د ډیرو لوبو کوربه توب کړی دی، چې په دې کې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کال کې د ټولو ضم شويو ضلعو لپاره د آی جي اېف سي [انسپکټر جنرل فرنټیر کور] د کرکټ ټورنمنټونه شامل دي."

"د سټيډيم بيرته خلاصیدل به زموږ سره د ډیرو پیښو په ترسره کولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاته کړه، "ما په دې سټيډيم کې څو لوبې ترسره کړې وې، او زه خوشحاله يم چې لوبې بيرته پیل کیږي."

ځایي خلک راټولول

عبد الرحمان، چې د باجوړ سکاوټ کرکټ ټیم پخوانې لوبغاړی او کپتان او د فرنټیر کور (اېف سي) ريټايرډ غړی دی، هغه ورځې رایادې کړې چې د سيمې نامتو لوبغاړې به يې په سټيډيم کې په لوبو ليدل.

هغه وويل، "د باجوړ سکاوټس آل راونډر مرحوم راحت [شهید] د کرکټ په مشهورو لوبغاړو کې و کله چې د ۲۰۰۸ کال نه مخکې دلته کې لوبې ترسره کيدې او هغه ګڼ شمير د 'لوبې غوره لوبغاړې' او نور انعامونه ترلاسه کړې ول."

راحت، چې د اېف سي يو غړی و، د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۱۰ مه د تحريک طالبان پاکستان له وسله والو سره په جګړه کې په باجوړ کې وژل شوی و.

هغه زیاته کړه چې په سټيډيم کې د سپورټ فعالیتونو بیا پیل د هغه ځایي سرتیرو د قربانیو یادونه کوي کوم چې د ترهګرۍ په وړاندې په جنګ کې وژل شوي وو.

هغه وویل، "زه له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې د باجوړ سکاوټس ټیم لوبغاړی پاتې شوی وم، خو ما د وسله والو د ګواښونو او په سټيډيم کې د لوبو فعالیتونو د بندولو له امله کرکټ پریښودو."

رحمان وویل، "دا زموږ د لوبو د فعالیتونو لپاره یوازینی ځای و، خو د وسله والو د ګواښونو او بیا د پوځي عملیاتو له امله، دا بند شو."

نورو ځایي لوبغاړو او د لوبو مینه والو د سټيډيم د بيرته پرانستلو هرکلی وکړو.

د کرکټ ټیم باجوړ يوت اليون کپتان اظهار الحق وویل، "دا د سوله ايز او سوکاله باجوړ لپاره يو ښه ګام دی، او د دې ستيډيم پرانیستل به خلک يو ځای کړي."

"دا زما یو خوب و چې پدې لوبغالي کې لوبې وکړم. ما خپله وروستۍ لوبه دلته په ۲۰۰۶ کال کې ترسره کړې وه. اوس زه خوشحاله یم چې د سپتمبر په ۶ مه مې په لوبه کې بيرته برخه واخیستله.

يو ځايي قومي مشر ملک ظاهر وويل، "اوس موږ د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په دوران کې د امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو او ملکي وګړو د قربانیو ورکولو له امله په یو سوله ییز چاپیریال کې ژوند کوو".

"تحريک طالبان پاکستان نه یوازې زموږ کاروبارونه او زموږ عادي ژوند تباه کړو، بلکې زموږ لوبې يې هم تباه کړې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500