امنیت

د باجوړ په سيوۍ بازار کې سوداګري بيرته پیل شوي، چې د تحريک طالبان پاکستان د اورپکۍ پخوانی مرکز و

د حنیف الله لخوا

د باجوړ اوسیدونکي د اګست په ۲۶مه په سيوۍ بازار کې په يو ریستورانت کې خوراک کوي. [حنیف الله]

د باجوړ اوسیدونکي د اګست په ۲۶مه په سيوۍ بازار کې په يو ریستورانت کې خوراک کوي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- د باجوړ ضلعې سيوۍ بازار، چې په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغې بند شوی و کله چې ترهګرو دا د خپلو فعالیتونو لپاره د مرکز په توګه کارول پیل کړل، په سیمه کې د سولې له راتګ وروسته د سوداګرۍ لپاره بیا پرانيستل شو..

د پاکستان حکومت د تیر نومبر په میاشت کې د بازار د بیا پرانیستلو اجازه ورکړه، کله چې ځایي خلکو او امنیتي چارواکو په دې کې د بیا رغونې کار پيل کړو.

دغه بازار، چې د باجوړ په مهمند تحصیل کې موقعیت لري، يوه عشره مخکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو لخوا ویجاړ شوی وو.

اوس، ګڼ شمیر کاروبارونو په دغه جوړ شوي ځای کې فعالیت بيرته پیل کړی دی.

د دوکان یو کارکونکی د اګست په ۲۶مه د باجوړ په سيوۍ بازار کې د پیرودونکو انتظار کوي. [حنیف الله]

د دوکان یو کارکونکی د اګست په ۲۶مه د باجوړ په سيوۍ بازار کې د پیرودونکو انتظار کوي. [حنیف الله]

د باجوړ ضلعې په سيوۍ بازار کې د رستورانت يو کارکونکی د اګست په ۲۴مه وريجي چمتو کوي. [حنيف الله]

د باجوړ ضلعې په سيوۍ بازار کې د رستورانت يو کارکونکی د اګست په ۲۴مه وريجي چمتو کوي. [حنيف الله]

په باجوړ ضلعه کې د سيوۍ بازار د اګست په ۲۶مه ښودل شوی دی. [حنیف الله]

په باجوړ ضلعه کې د سيوۍ بازار د اګست په ۲۶مه ښودل شوی دی. [حنیف الله]

نجیب الله هلال، چې د پاکستان د تحریک انصاف د سیاسي ګوند مشر او د سیوۍ د سوداګرو د اتحادیې صدر دی، د اګست په ۲۴مه وويل، "تحریک طالبان پاکستان دغه سیمه د فعالیتونو لپاره د خپل مرکز په توګه کاروله او مرکزي جومات یې اصلي دفتر و."

هغه زیاته کړه، "د هغې ټول فعالیتونه له همدې بازار څخه ترسره کيدل، کوم چې په ۲۰۰۸ کال کې د ټي ټي پي او پوځ تر منځ د جګړې اصلي ډګر و."

هلال وویل، "دا بازار د ۶ اګست ۲۰۰۸ کال راهیسې فعال نه و." "وسله والو د سوداګرۍ فعالیت او عادي ژوند ته خورا زیان رسولی و، خو اوس ژوند یو ځل بیا عادي شوی او خلک د سولې له راتګ څخه خوشحاله دي."

هلال وویل، مخکې له دې چې وسله والو سیمه کنټرول کړه، ۸۰ کاروبارونه په بازار کې فعال وو، چې په دې کې هغه کوچني کاروبارونه شامل دي چې د غنمو اوړه کولو او د شړشمو د تیلو ماشینونه يې جوړول.

"موږ له چارواکو او مرسته کونکو څخه غوښتنه کړې چې د هغو دوکانونو په بیارغولو کې مرسته وکړي چې لاهم ويجاړ شوي دي، او هيله لرو چې دوی به له موږ سره ژر مرسته وکړي."

هغه وویل چې په دې وروستیو کې درې رستورانتونو، د حجام دوکان، د غاښونو کلينيک، یو جنرل سټور، دوه د میوو پلورونکيو او د موټرسایکل مستري بیرته خپل کار پیل کړی دی.

محمد ګل خان، چې په باجوړ کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ویاند دی، وویل، "موږ خوشحاله یو چېزموږ سیمه اوس مهال د امنیتي ځواکونو له امله په امن کې ده، او د سیوۍ بازار بيرته خلاصیدل به سیمه ایز کاروبار ته وده ورکړي."

هغه وويل، "د مارکيټ بيرته پرانيستل به د سيمي بې روزګاره اوسيدونکو ته د کار فرصتونه برابر کړي."

د ځوانانو لپاره د راټولیدو ځای

يو ځايي اوسيدونکي بلال خان وویل، "د سیوۍ بازار یو وخت په ځوانانو کې د دې لپاره مشهور و چې دوی به دا په ماښام کې د تفريحي فعالیتونو لپاره کارولو، خو کله چې ټي ټي پي په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کې دا په خپل کنټرول کې واخيست، نو طالبان دا بند کړو."

هغه وويل، "د سولې له بيرته بحاليدو وروسته، دا یوځل بیا د ځوانانو د تفریحي فعالیتونو لپاره يو مرکز دی."

د باجوړ د ځوانانو فلاحي سازمان، چې د ځایي ځوانانو يوه ډله ده، يو غړي یونس خان وویل، "ځوانان او نورې ډلې په نوي جوړ شوي رستورانت باغبان کې د ټولنیزو فعالیتونو لپاره راټولیږي." "دا ځای یوځل د ټي ټي پي فعالیتونو لپاره کارول کیدو، خو اوس ځوانان دا د ټولنیزو او ښه فعالیتونو لپاره کاروي."

هغه وویل، د ځوانانو ډلې د شپې تر ناوخته پورې په مشهور رستورانت کې راټولیږي.

فضل خان، چې د جنرل سټور مالک او ځایي اوسیدونکی دی، وویل چې هغه د بازار د بیا خلاصیدو او د خپلې سوداګرۍ په هکله خوشحاله دی.

"زه له ۲۰۰۸ کال څخه وړاندې په سيوۍ بازار کې پلورونکی وم او په دې وروستیو کې مې خپل کاروبار بیا پیل کړو." "زه خوشحاله یم چې اوس مې خپله سوداګري بيرته پیل کړې ده. زه له ۲۰۰۸ کال راهیسې وزګار وم، خو اوس بیا کار کوم."

اصغر خان، چې په بازار کې د کراچي بریاني رستورانت مالک دی، وویل چې "حکومت باید په مرکز کې د سوداګرۍ د ودې لپاره کوچنۍ مرستې چمتو کړي، ځکه چې زموږ سوداګرۍ مالي ملاتړ ته اړتیا لري."

"زه هره ورځ له ۱۰۰ څخه زيات پیرودونکي لرم او غواړم چې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړم، خو دا ملاتړ ته اړتیا لري."

مهتاب خان، چې په دغه بازار کې يو بل سوداګر دی، د حکومت له خوا په مرسته باندې ټينګار وکړو.

هغه وويل، "د اقتصاد بيرته بحالي اړینه ده او حکومت او نورې مرستندويه موسسې بايد د بازار د سوداګرو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کړي." "موږ باید لومړی د اغیزمن شویو دوکاندارانو اقتصاد پياوړی کړو ځکه چې د دوی کاروبارونه د يوې عشرې لپاره بند شوي وو."

هغه زیاته کړه، "پکار ده چې معاوضه هغه سوداګرو ته سمدستي ورکړل شي د کومو چې دوکانونه ويجاړ شوي دي." "ټاکل شوي استازي باید د مرستې په چمتو کولو کې خپل رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر

ځواب

ښه خبر. هو دا سیمه یو وخت د ټي ټي پي مرکز و خو اوس خلک د سولې د بحالۍ وروسته له خپل ژوند څخه خوند اخلي.

ځواب