ټولنه

د خېبرپښتونخواه پولیس د مخدره توکو غیرقانوني سوداګرۍ مخه نیولو لپاره د کوکنارو پټي ويجاړ کړل

د جاويد خان لخوا

پولیس افسران د مارچ په ۲۰ مه د عملیاتو په جريان کې په صوابۍ ضلعه کې د ګدون په ځینو برخو کې د کوکنارو پټي ویجاړ کړل. [د خېبرپختونخواه پولیس]

پولیس افسران د مارچ په ۲۰ مه د عملیاتو په جريان کې په صوابۍ ضلعه کې د ګدون په ځینو برخو کې د کوکنارو پټي ویجاړ کړل. [د خېبرپختونخواه پولیس]

پېښور -- پولیسو د غیرقانوني نشه يي توکو تولید د مخنيوي لپارهد خېبر پښتونخواه په څو ضلعو کې په دې وروستیو کې په لویه سیمه کې کرل شوي د کوکنارو فصلونه تباه کړل.

د صوابۍ ضلعې د پولیسو افسر عمران شاهد وویل، "موږ د صوابۍ ضلعې د ګدون او رازار په سب ډويژنونو کې عملیات ترسره کړل او تقريباََ په ۲۰۰ کناله (۲۵ جریبه) ځمکه باندې کرل شوي کوکنار مو تباه کړل"، چې ځایي بزګرانو په خپلو ځمکو باندې کرلي ول.

هغه وویل، "پولیسو فصلونه تباه کړل او ځایي مشران یې په دې کې ښکېل کړل څو ډاډ ترلاسه کړي چې په راتلونکي کې په دغه ضلعه کې کوکنار ونه کرل شي."

هغه زیاته کړه چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره عملیات د خلکو د اندیښنو له کبله ترسره شول چې مجرمان د دغه بوټو نه غیرقانوني نشه يي توکي جوړوي.

پوليس افسرن د مارچ په ۲۰ مه په صوابۍ ضلعه کې د کوکنارو فصلونه ويجاړوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پوليس افسرن د مارچ په ۲۰ مه په صوابۍ ضلعه کې د کوکنارو فصلونه ويجاړوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

افراطي ډلې د غير قانوني مخدره توکو لکه هیرویین او "آیس" یا کرسټل میت د قاچاق څخه ترلاسه شوي پیسې د خپلو تاوتریخوالي د فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.

د رازار یو اوسیدونکي اعجاز احمد وویل، "د ضلعو په لرو پرتو کلیو کې ځینې بزګران هرکال کوکنار کري چې ډیر عاید ترلاسه کړي."

مهمند عملیات

د پوليسو په وينا، د خېبرپښتونخواه پولیس د مخدره توکو قاچاق کونکو پر ضد دوامداره کمپاین لري او ډیر یې د هیرویینو، آيس، چرسو او اپینو د پلور، قاچاق او تولید له کبله نیولي دي.

د صوابۍ سربیره، د خېبرپښتونخواه پولیس د مهمند ضلعې په لرې پرتو سیمو کې کرل شوي کوکنار په نښه کړل او تر خپل واک لاندې سيمو کې يې فصلونه تباه کړل.

د مهمند ډي پي او فضل احمد جان وویل، "د پولیسو یوې دستې، چې تقريباََ په ۷۵ کسانو باندې مشتمله وه، د مارچ په ۲۲ مه د مهمند په پړانګ غر سیمه کې په ۱۱۵ کناله (۱۴ ايکړه) ځمکه باندې د کوکنارو فصلونه ویجاړ کړل."

هغه وویل چې دا کمپاین په سیمه کې دوام لري او تر دې دمه یې د ۲۵۰ کنال نه په زياته ځمکه باندې فصلونه ویجاړ کړي دي.

جان وویل، پولیس چهاپې وهي چې معلومه کړي چې ايا نورو سیمه ایزو کروندګرو په پټه کوکنار کرلي دي.

سټېشن هاوس افسر شمشاد افریدي وویل، "د خېبر ضلعې په اکا خیل سیمه کې د عملیاتو په دوران کې، موږ په څو کناله ځمکه باندې کرل شوي کوکنار تباه کړل."

هغه وويل، دغه فصلونه په لرې پرتو سیمو کې کرل شوي ول، خو پولیس هغه وخت عمل کوي کله چې دوی د کوکنارو کروندګرو په اړه خفيه معلومات ترلاسه کړي.

هغه وویل، د مخدره توکو کروندګرو په تیرو وختونو کې د پېښور په لرې پرتو سیمو کې د کوکنارو فصلونه کرلې ول.

په پېښور کې میشت خبریال قیصر خان وویل، "پولیسو په تیرو کلونو کې د پېښور په څنډو کې د حسن خېلو او سربند په سیمو کې عملیات ترسره کړل او په ځینو پټو کې کرل شوي کوکنار یې ويجاړ کړل."

هغه وويل، پوليس هغه وخت عمل کوي کله چې دوی د کوکنارو د کښت په اړه خبر ترلاسه کړي.

هغه د تیرو کلونو سره توپیر ته په اشارې د کوکنارو په اړه وویل، "اوس دا په مشکله سره موندل کیدی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500