جرم او انصاف

د خېبرپښتونخواه پولیس په ټول هیواد کې د نشه يي توکو د کاروباریانو پروړاندې عملیات ګړندي کوي

د جاويد خان لخوا

د پېښور پولیس افسران د جون په میاشت کې د غير قانوني نشه يي توکو او نورو موادو کڅوړۍ رسنیو ته ښکاره کوي. [د پېښور پولیس]

د پېښور پولیس افسران د جون په میاشت کې د غير قانوني نشه يي توکو او نورو موادو کڅوړۍ رسنیو ته ښکاره کوي. [د پېښور پولیس]

پېښور -- چارواکي وايي چې د خېبر پښتونخواه پولیسو سږ کال په ټول پاکستان کې د غير قانوني نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې د هڅو د يوې برخې په توګه د ۱۰،۰۰۰ نه زيات د نشه يي توکو شکمن قاچاقبران نیولي دي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جي پي) ثناءالله عباسي د جولای په ۸ مه وویل، "موږ په روان کال کې په خېبر پښتونخواه کې د نشه يې توکو ۱۰،۷۴۱ سوداګر نیولي دي."

هغه وویل چې سږکال په خېبرپښتونخواه کې په نيول شويو غير قانوني نشه يي توکو کې ۴۲۳ کلو ګرامه هیرویین، ۸،۱۰۴ کلو ګرامه چرس، ۶۴ کلوګرامه کریسټل میت یا "آيس" او ۶۴۰ کلوګرامه اپین شامل دي.

عباسي وویل، "سربیره پردې، موږ د دې صوبې په مختلفو برخو کې د کوکنارو فصلونه تباه کړل، چې په ۱۰۴ کناله ځمکه باندې کرل شوي وو."

د خېبرپښتونخواه پولیسو اټکل وکړ چې تباه شوي فصلونه به په نړیوال بازار کې تقريباََ په ۴۱ ملیونه ډالره (۶.۸ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) خرڅ شوي وو. دې پیسو به له افراطي ډلو سره د دوی د تاوتریخوالي د فعالیتونو په تمویل کې مرستې کولې.

عباسي وویل، چې د پوليسو ځواکونو په دې عملیاتو کې د نويو ضم شويو ضلعو په ګډون په ټولو ضلعو کې برخه واخیسته. هغه زیاته کړه چې د نشه يي توکو له کاروباریانو سره ګڼ شمیر نښتې وروسته له هغې رامينځته شوې کله چې دوی د تسلیمیدو نه انکار وکړو او په پولیسو یې بریدونه وکړل.

په پېښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ اپريشنز (اېس اېس پي) منصور امان روان کال ته په اشارې سره وويل، "په پېښور کې، پولیسو د نشه يي توکو ۷۲۱ سوداګر نیولي دي."

هغه وویل، پولیس د نشه يي توکو قاچاقبرانو د مخنيوي لپاره د پخوانیو قبایلي ضلعو څخه د هیواد په نورو برخو کې چيک پوسټونه لري.

په ورته وخت کې، دوی د نشه يي توکو کاروباريانو د پلورلو په مرکزونو باندې بریدونه کوي.

د پېښور د کلیوالو سیمو د پوليسو سپرنټنډنټ وقار احمد وويل، "د چاپو وهلو او قاچاقبرانو د نیولو سربیره، پوليسو په پېښور او د هیواد په نورو برخو کې په عامو خلکو کې -- په ځانګړي ډول په ځوانانو کې -- د هیرویینو، آيس، چرسو او نورو نشه يي توکو کارولو په اړه پوهاوی رامينځته کړی دی."

هغه زیاته کړه چې پولیس افسرانو ته لارښوونه شوې چې د تعليمي ادارو او هاسټلونو په شاوخوا او په عامه ځایونو کې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعالیتونو څارنه وکړي.

د مردان ضلعې د پوليسو افسر زاهدالله جان د جولای په ۹مه وویل، د مردان ضلعې پولیسو په تیرو څو میاشتو کې سخت عمليات او په عامو خلکو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي دي.

جان وویل، "د نشه يي توکو د کارولو د زيان په اړه د والدېنو او ماشومانو د خبرولو نه علاوه، د يونيورسټو او کالجونو د زده کونکو او ښوونکو سره سمینارونه او پيدل تګونه ترسره شوي دي."

هغه وویل چې پولیس به نه يوازې په نږدې راتلونکي کې دغه فعالیتونو ته دوام ورکړي بلکې د نشه يي توکو د کاروباريانو په وړاندې به مبارزه هم وکړي.

هغه وويل، "مونږ په ګډه کولی شو چې خپله ټولنه د نشه يي توکو نه پاکه کړو."

غير قانوني نشه يي توکې له منځه وړل

دا هڅې په خېبرپښتونخواه کې هغه وخت کيږي کله چې چارواکي په ټول پاکستان کې د غير قانوني نشه يي توکو د افت له منځه وړلو لپاره کار کوي.

يو وياند د جون په ۱۹مه په راولپنډی کې د نشه يي توکو پر وړاندې د عملیاتو په اړه د ارقامو په خپرولو سره وویل، د جون د میاشتې په نیمايۍ کې په ټول هیواد کې په مختلفو عملیاتو کې، د نشه يي توکو پر ضد ځواک (ای اېن اېف) ۲۶۸۱ کلوګرامه غیرقانوني نشه يي توکي نیولي چې ۵۷ ملیونه ډالره (۹.۵ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) قيمت يې لرلو.

دغه ویاند وويل، د جون په نيمايۍ کې په ټول هیواد کې په ۳۱ عملیاتو کې د پنځو ښځو په شمول دوه دېرش شکمن کسان نیول شوي، چې په دې کې بلوچستان، پنجاب، خېبرپښتونخواه او سیند شامل دي.

په دغو عملیاتو کې په نیول شويو غير قانوني نشه يي توکو کې ۲۳۵۷ کلوګرامه چرس، ۲۹۶ کلوګرامه اپین، ۱۲ کلوګرامه هیرویین او ۱۵ کلو ګرامه کریسټل ميت شامل دي.

دغه وياند وویل، په کويټه کې د نشه يي توکو پر ضد ځواک په قلعه عبدالله ضلعه کې په عملیاتو کې ۱۹۱۵ کلو ګرامه چرس ترلاسه کړل.

په پېښور کې د ټي وي یو سينير خبریال عدنان طارق وویل، پولیسو، ای اېن اېف او ايکسايز ډپارټمنټ په روان کال کې تر دې دمه د نشه يي توکو يو لوی مقدار ضبط کړی دی.

هغه وویل، "د نشه يي توکو ځينې لوی پلورونکي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې هاسټلونو او تعليمي ادارو ته نشه يي توکي رسوي، په وروستیو میاشتو کې نیول شوي دي."

طارق وویل، په راتلونکو ورځو کې ډیرو عملیاتو ته اړتیا ده چې له قبایلي ضلعو څخه پېښور او د هیواد نورو برخو ته د رسد لارې بندې شي.

هغه د تولیدونکو او لویو چمتوکونکو پروړاندې د اقداماتو په اړتیا ټینګار وکړو او ويې وويل، "د دې خطر له منځه وړلو لپاره ډیرو کلکو هڅو ته اړتیا ده چې په هیواد کې يې په سلګونو زره خلک ځپلي دي."

د پېښور يونيورسټۍ يو زده کونکي شهریار علي د غیرقانوني نشه يي توکو په وړاندې د سختې مبارزې غوښتنه وکړه.

علي وویل، "حکومت، پولیس او نورې ادارې د دې خطر څخه د خلاصې لپاره زياتو سختو عملیاتو او د پوهاوي کمپاینونو ته اړتیا لري."

علي زیاته کړه چې چارواکو له پکارده چې هغه کسانو ته سزا ورکړي کوم چې ځوانانو او نورو پاکستانيانو، په ځانګړې توګه هغه کسان کوم چې په تعليمي ادارو کې دي، ته نشه یې توکي رسوي او د رسد لارې يې بندې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500