جرم او انصاف

په انځورونو کې: د مهمند ایجنسۍ چارواکي د کوکنارو فصل له منځه وړي

د عالمګير خان لخوا

د پړانګ غر تحصيلدار جمشید خان د اپریل په ۲۱ مه د کوکنارو د فصلونو له منځه وړلو څارنه کوي. [عالمګیرخان]

د پړانګ غر تحصيلدار جمشید خان د اپریل په ۲۱ مه د کوکنارو د فصلونو له منځه وړلو څارنه کوي. [عالمګیرخان]

په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو فصل د اپریل په لومړۍ نیټه په نظر راځي. [عالمګیرخان]

په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو فصل د اپریل په لومړۍ نیټه په نظر راځي. [عالمګیرخان]

امنیتي کارکوونکي د اپرېل په ۲۱ مه د مهمند ايجنسۍ په لرې یوسف بابا سیمه کې د کوکنارو فصل له منځه وړي. [عالمګیر خان]

امنیتي کارکوونکي د اپرېل په ۲۱ مه د مهمند ايجنسۍ په لرې یوسف بابا سیمه کې د کوکنارو فصل له منځه وړي. [عالمګیر خان]

په مهمند ایجنسۍ کې د اپریل په لومړۍ نيټه د کوکنارو غوټۍ او ګلونه لیدل کیدی شي. [عالمګیرخان]

په مهمند ایجنسۍ کې د اپریل په لومړۍ نيټه د کوکنارو غوټۍ او ګلونه لیدل کیدی شي. [عالمګیرخان]

د مهمند ایجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې چارواکي د اپریل په ۲۱ مه د هغه افیونو معاينه کوي کوم چې د کوکنارو له منځه وړلو په عملیاتو کې ترلاسه شوې ول. [د مهمند ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه]

د مهمند ایجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې چارواکي د اپریل په ۲۱ مه د هغه افیونو معاينه کوي کوم چې د کوکنارو له منځه وړلو په عملیاتو کې ترلاسه شوې ول. [د مهمند ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه]

غلنۍ، مهمند ایجنسۍ -- چارواکي په ټوله مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو د فصل له منځه وړلو لپاره عمليات ترسره کوي.

د مهمند ايجنسۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ توصيف خالد پاکستان فارورډ ته وويل، دا عملیات د اپرېل په ۲ مه پيل شول او د اپريل په ۸ مه پای ته ورسيدل. دا د لټون او له منځه وړلو په نامه لومړی پړاو و.

هغه وويل، دویم پړاو روان دی او د می په لومړۍ هفته کې به پای ته ورسیږي. "دا مرحله زياتره په معلوماتو باندې منحصره ده -- څنګه چې موږ د کوکنارو د فصلونو په اړه معلومات ترلاسه کوو، نو موږ ځو او دغه فصلونه له منځه وړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د سیمې پنځمه نوي سلنه سیمه پاکه شوې ده."

امنیتي کارکوونکي د اپریل په ۲۱ مه په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو غوټۍ تباه کوي. [عالمګیرخان]

امنیتي کارکوونکي د اپریل په ۲۱ مه په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو غوټۍ تباه کوي. [عالمګیرخان]

هغه وويل، چارواکي د کوکنارو د کښت په وړاندې د پوهاوي کمپاين پيل کړی دی، او د بزګرانو نه غوښتنه کوي چې نور فصلونه وکري.

د پړانګ غر تحصيلدار جمشيد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ غواړو چې په خپله سيمه کې د مخدره موادو تجارت پای ته ورسوو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ نه شو کولی چې په سيمه کې د غريبۍ د بهانې په توګه د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړو."

د پوليټيکل انتظاميې د یو بيان له مخې، امنیتي ځواکونو د مهمند ایجنسۍ په مختلفو سیمو کې ۱۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو د فصلونو نه پاکه کړې ده.

مولانا عبدالحق، چې په مهمند ایجنسۍ کې قومي مشر او دیني عالم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د کوکنارو فصل د ختمولو له امله د پوليټيکل انتظاميې شکر ګزار يو."

هغه وويل، د کوکنارو فصلونه په اسلام کې منع دي، ځکه چې د دې نه افیون او هيروين جوړيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې دا غلطه خبره ده، موږ لپاره پکار ده چې سمه لاره اختيار کړو لکه دوايانې او نور شيان چې پاکستان ګټه رسوي

ځواب