ټولنه

په عکسونو کې: په خېبرپښتونخواه کې د امنیت له ښه کيدو سره د رباب دوديزه موسيقي راژوندۍ شوې ده

ای اېف پي

په دې تصوير کې چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې چې د دسمبر په ۱۰ مه اخسيتل شوی، اختر ګل (په منځ کې ګس اړخ ته) په پېښور کې د روايتي موسيقۍ رباب غږوي. [عبد المجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې چې د دسمبر په ۱۰ مه اخسيتل شوی، اختر ګل (په منځ کې ګس اړخ ته) په پېښور کې د روايتي موسيقۍ رباب غږوي. [عبد المجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۳ مه اخيستل شوی دی، کارګران د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۳ مه اخيستل شوی دی، کارګران د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۳ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۳ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۳ مه اخيستل شوی دی، يو کارګر د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب ګوري. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، کارګران د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د دسمبر په ۱۰ مه اخيستل شوی دی، کارګران د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پېښور -- د کلونو راهيسې، د پښتنو د موسيقۍ ځانګړی غږ د ډزو او غټو چاودنو له امله تباه شوی و ځکه چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې ساز غږوونکي د وسله والو لخوا په نښه شوې وو.

خو، لکه څنګه چې امنیت ښه کيږي، د پیړیو زوړ قبایلي رسم بیرته راژوندی کيږي.

هغه فعالیتونه چې یوځل به په پټه ترسره کيدل بیرته راژوندې کيږي. هغه دوکانونه خلاص دي او وده کوي کوم چې دا الات خرڅوي، په داسې حال کې چې ځايي خپرونکي په وار وار په خپلو پروګرامونو کې د پښتو مشهور پاپ سندر غاړې وړاندې کوي.

او د پېښور خماریانو په څیر نوي، اوسني او راتلونکي، بینډونو د کوک سټوډیوز په مشهورې خپرونې باندې د څرګندیدو وروسته په ملي کچه ستاينه ترلاسه کړې، چیرې چې دوی د عصري خوندونو سره دودیز غږونه يو ځای کړل -- چې د پښتنو اصلي موسيقي يې د خپل اصلي ټاټوبي څخه لرې خپره کړه.

کارګران د دسمبر په ۳ مه د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

کارګران د دسمبر په ۳ مه د پېښور په څنډه کې د کار په ځای کې د روايتي موسيقۍ رباب جوړوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

د پښتو ژبې یو شاعر او د پاکستان په خېبر پښتونخواه کې قبايلي سيمو ته نژدې د ورسک کلي يو مشر فرمان علي شاه وویل، "موسيقي د ژوند خوند دی ... دا له ډير وخت راهیسې زموږ د کلتور يوه برخه پاتې شوې ده."

رباب، چې د مرکزي آسیا د تارونو يوه آله ده، د پښتنو موسیقۍ يو ځانګړی خاصيت دی، چې د تبلې وهلو او له هغه سندرو سره يو ځای غږول کیږي چې ښايسته شاعري لري او د نيمګړې مينې درد بيانوي او يا د سیاسي انقلاب غوښتنه کوي.

حیدر علي خان، چې رباب غږونکی دی او د سوات درې څخه د ملي شورا غړی دی، وويل، "د پېړيو راهيسې موږ يوه آزاده ټولنه لرو."

"موږ له خپل دین سره مینه لرو، خو په ورته وخت کې موږ له خپلې دودیزې موسيقۍ سره هم مینه لرو."

افراطیت د موسيقۍ دود ته ګواښ وکړو

خو د عشرو راهيسې، افراطیت په تدريجي ډول دا دود له ګواښ سره مخ کړی دی.

په ۱۹۷۰ عشره کې له پيل سره، سخت دریځه اسلامپالو تحريکونو د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د پښتنو په سیمو کې خپل نفوذ ترلاسه کول پيل کړل او د دین سخت تفسیرونو ته یې وده ورکړه چې په دې کې د موسيقۍ په اړه د کرکې نه ډک دريځونه شامل ول.

د تاوتریخوالي افراطیت په لور بدلون په ۱۹۷۹ کال کې په افغانستان د شوروي یرغل او په ۱۹۹۰ عشره کې د طالبانو رژیم سره زور واخيستو.

وروسته له هغې چې متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت ختم کړو، په پاکستان کې اورپکۍ هم د پولې په اوږدو کې راوټوکېدله. د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تحریک جوړ شو او د دغه هیواد د قبایلي سیمو او د خېبر پښتونخواه د برخو کنټرول يې په خپل لاس کې واخیستو.

سندرغاړي ګلزار عالم، چې درې ځله تر برید لاندې راغلی و او وروسته یې د خپل ژوند له وېرې له کبله پاکستان پریښودو، وویل، " افراطیانو په ټولنه کې د ويرې د رامنځته کولو لپاره فنکاران او سندرغاړي ووژل."

"که چيرې تاسو کلتور له یوې ټولنې، قوم یا توکميزې ډلې نه لرې کړئ، نو ټولنه به ختم شي."

عامه اداکاري ټوله ودريده ځکه چې د ځانمرګي برید کونکو څپو تباهي رامنځته کړه.

وسله والو د سي ډي په بازارونه باندې بريدونه وکړل، د آلاتو دوکانونه یې ویجاړ کړل، او ساز غږونکي يې ويرول او يا يې په بشپړول ډول په نښه کړل.

سندرغاړي او ساز غږونکي په ډله ییزه توګه وتښتیدل، په داسې حال کې چې نور په ډزو ووژل شول.

یو څو زړورو کسانو ساز غږونکو ته په دوامداره توګه بلنه ورکړه چې په حجرو او ودونو کې په خصوصي نندارو کې سازونه وغږوي، که څه هم، د لویو غږیز سیسټمونو پرته چې احتمالاََ يې وسله وال راجلب کولی شول.

نور شير، چې د سفيد سنګ کلي اوسيدونکی دی، چيرې چې د هغه کورنۍ د ۲۵ کالو راهيسې ربابونه جوړوي، وويل، "هغوی به له خلکو څخه غوښتل چې موسيقي بنده کړي، خو کليوالو د هغوی هيڅکله ونه منله."

د ګډوډۍ په دوران کې، د دې هنر شکل د هغه ډیرو ساز غږونکو له کبله وساتلی شو کوم چې په خپل هیواد کې له تاوتریخوالي څخه تښتیدلي وو او د پېښور په څیر په ځایونو کې میشت شول او د موسيقۍ سکولونه يې خلاص کړل چې دغه دود ژوندی وساتي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو د شړلو لپاره هڅې زياتې کړې، او له هغه وخت راهيسې په دې کلونو کې امنیت په ډرامايي توګه ښه شوی دی.

د رباب لوبغاړی اختر ګل په يوې حجره کې -- چې د پښتنو د ټولنې دودیز ځای دی -- په يو پروګرام کې وويل، "کله چې خلک موږ ته بلنه راکوي، نو موږ هر چیرته رباب غږولی شو."

لکه څنګه چې د هیواد په شمال لویدیز کې موسيقۍ خپل دودیز ترتیباتو ته راستنه شوې، د کوک سټوډیو په څیر ښه خپرونکو په جنوبي آسیا کې د موسيقۍ په ملیونونو مینه والو ته د پښتنو اداکارۍ په معرفي کولو کې مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500