تفريح

رباب اکاډمۍ په پېښور کې د امن يو سمبول جوړیږي

سيد انصار عباس لخوا

ګلاب خيل افريدي (په منځ کې) د دسمبر په ۱۶مه په خپله اکاډمۍ کې شاګردانو ته تدريس ورکوي. [سيد انصار عباس]

ګلاب خيل افريدي (په منځ کې) د دسمبر په ۱۶مه په خپله اکاډمۍ کې شاګردانو ته تدريس ورکوي. [سيد انصار عباس]

پېښور - سندرغاړي او د موسيقۍ مينه وال وايي چې په پېښور ښار کې د لومړي رباب اکاډمۍ پرانيستل د اورپکۍ کلونو وروسته د امن او د معمول حالاتو بیرته د راتللو يوه نښه ده.

رباب د يو لوت په شان آله ده چې د لرګي يوې ټوټې نه جوړه شوې ده. دا يو لنډه غاړه او يو شمير تارونه لري چې دغه ترنګولی شي او يا د لیندۍ سره غږولې شي.

ګلاب خيل افريدي، د رباب يو استاد دی، د پيښور ښار په کينټ سيمه کې یې د ګلاب رباب اکاډمۍ کې د نومبر په ۱۳مه پرانسته وکړه.

وسله والو د ۲۰۱۱ کال په می او جون کې په دغه سيمه باندې د بمونو حمله کړې وه.

ګلاب خيل افريدي د دسمبر په ۲۲مه يو رباب، د لوټ په شان يوه آله، په خپل اکاډمۍ کې غږوي. [سيد انصار عباس]

ګلاب خيل افريدي د دسمبر په ۲۲مه يو رباب، د لوټ په شان يوه آله، په خپل اکاډمۍ کې غږوي. [سيد انصار عباس]

ګلاب پاکستان فارورډ ته وويل، "ما غوښتل چې د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې د موسيقۍ اکاډمۍ پرانسته وکړم خو [په هغه وخت کې] د ترهګرۍ د څپو له امله ناکامه شوم." "اوس د انتهاپسندۍ نه پاک چاپیريال ماته اجازه راکړه چې د رباب مينه والو لپاره د اکاډمۍ پرانسته وکړم."

په ملي کچه د امنیتي عملیاتو، په شمول د ضرب عضب عملياتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې شروع شول او د نن ورځې پورې دوام لري، په امنيت کې دا ډول پرمختګ لپاره لاره هواره کړه.

دا اکاډمۍ به زده کوونکو ته د رباب او د هارمونيم، یو لاسی پمپ ريډ ارګان، غږولو او په روایتي پښتو کې د سندرو تکنيکونه وښيي.

په پېښور کې يو کمپوزر، نذير ګل استاد، پاکستان فارورډ ته وويل، "رباب د روايتي موسيقۍ آلاتو باچا دی."

ګلاب، چې د پرانیستې په پروګرام کې يې رباب وغږوو، به د هارمونيم او سندرو درس ورکوي.

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه او په اورپکۍ باندې د درې کتابونو لیکوال، خادم حسین، وويل، په قبایلي سیمو کې پوځي عملیاتو د وسله والو ملا ماته کړه، چې د دغې اکاډمۍ د پرانستلو سبب جوړ شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موسيقي، ښکلا او فنون لطیفه د یو متوازن ژوند او د یو نورمال انسان سمبول دی چې هغه په انسانيت، دوستۍ او له هر چا سره په تعلق باندې يقين لري."

هغه وويل، فنون لطيفه او کلتور خلک په طبيعي توګه ځان طرفته متوجې کوي، په داسې حال کې چې افراطیان "خلک مجبوروي چې د هغوی پیروي وکړي."

حسين وويل: "که څه هم امنیتي ځواکونو وسله والو ته ماتې ورکړی دی او د هغوی نيټ ورکونه يې له منځه وړي دي خو موږ بايد د پايداره سولې لپاره د انتها پسندۍ ذهنيت په وړاندې جګړه کوو."

د موسيقۍ خپرول په پاکستان کې د فخر خبره ده

ګلاب، چې په پېښور کې په ۱۹۷۷ کال کې زیږیدلی دی، د موسيقۍ پيشه د هارمونيم د زده کړې سره د ۱۲ کالو په عمر کې شروع کړه، خو د هغه روحانی لارښود هغه ته د رباب غږولو مشوره ورکړه.

هغه په خیبر پښتونخوا او فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو) او په لاهور، کراچۍ، کوټه، اسلام اباد او ملتان کې د مشهور اردو او پښتو سندرغاړو سره پروګرامونه ترسره کړي دي.

ګلاب وويل: "ما د پخواني ولسمشر پروېز مشرف او اصف علي زرداري او پخواني لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په مخ کې پروګرمونه ترسره کړي دي." "تېر کال، ما په ترکمنستان کې د اسلامي هېوادونو ۱۴ ولسمشرانو په مخ کې پروګرامونه ترسره کړي وو."

ګلاب وويل، د۲۰ نه زیات هیوادونو کې د پاکستان استازيتوب کولو سره، هغه غواړي چې په نړیواله کچه د امن پيغام ورسوي.

هغه وويل: "د يو پاکستاني په توګه، زه فخر محسوسوم کله چې زه په نورو هېوادونو کې د موسيقۍ له لارې د خپل ګران هیواد استازیتوب کوم." "موږ يو پر امن قوم يو او د تروریزم نه کرکه کوو."

ګلاب وويل: هغه د ۱۰۰ نه زيات زده کوونکو ته د رباب درس ورکوي، چې په هغوی کې ځايي اوسيدونکي، يو شمېر ښځې او بهرنيان شامل دي.

هغه په بهر او يا لرې پرتو سيمو کې د رباب مينه والو ته آن لاين درس ورکوي.

۳۲ کلن چن بادشاه، چې په پېښور کې يو جنرل سټور لري، په دې وروستيو کې په ګلاب رباب اکاډمۍ کې داخله واخيسته.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موسيقي د هغه وخت راهیسې زما مينه ده کله چې زه یو طالب علم وم." "اوس، د ګلاب رباب اکاډمۍ نه په مننه، زه يوه موقع لرم چې په سمه توګه د رباب غږولو لپاره په کلاس کې ګډون وکړم."

هغه وويل: "موسيقي نه يوازې زړونه نرموي او د بدې کمپنۍ مخنيوی کوي، بلکې دا اطمينان او خوشحالې هم ورکوي."

۲۶ کلن مقدم علي، چې په نوښار ډسټرکټ کې د ساينس استاذ دی، هم د رباب غږول زده کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه د نوښار نه په هفته کې يو ځل راځم چې د رباب په کلاس کې ګډون وکړم." "زه د خپل کلتور سره مينه کوم، او رباب د دی یوه برخه ده؛ له همدې کبله زه د رباب غږولو تکنيکونو زده کوم."

امن طرف ته راتګ

د پښتو سندرغاړی ګلزار عالم د رباب اکاډمۍ جوړیدو ته هرکلۍ وويل. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د ګلاب لومړی کوشش هم ياد کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "لږه موده وروسته، ځايي افراطي مذهبي تنظيمونو هغه په دې مجبوره کړو چې دغه اکاډمي بنده کړي."

ګلزار وويل، هغه هم د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۵ ترمنځ په خپله د وسله والو د يرې ترهې او د نشتر هال، چې په پېښور کې يو کلتوري او د فنون لطيفه مرکز دی، بنديدو له کبله په مسلکي توګه ډير زيان ترلاسه کړی وو.

په ۲۰۰۸ کال کې، حتی طالبانو په سوات کې د ګلزار په دوو موسيقارانو، رباب غږونکی محابت خان او د هارمونيم غږونکی انور ګل ګلزار، باندې حمله وکړه. محابت په ځای ووژل شو؛ ګل له خپلو زخمونو وروسته مړ شو.

هغه وويل، ګلزار د ګواښ خطونه تر لاسه کړل، چې هغه يې د څه مودې لپاره کوټې او کابل ته په تښتيدو مجبوره کړو.

ګلزار وويل، "اوس، د وسله والو په وړاندې د کامياب عملیاتو له امله، د قانون او نظم حالت ښه دی." ګلزار زياته کړه، هغه هيله لري چې د موسيقۍ څیړنې او د موسيقۍ کلتور ساتنې لپاره د يوې اکاډمۍ پرانسته وکړي.

هغه وويل: "موسيقي د امن، ښکلا، مينه او بډایه کلتور سمبول دی او دا نرمي، خوشحالي او مثبت سوچ رامنځته کوي."

په پېښور کې يو شاعر او عالم، ناصر علي سيد، وويل، چې پاکستان د امن، ميلمستيا او د سلګونو کلونو راهیسې د بډایه کلتور ځای دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ په سيمه کې تروريزم په زوره مسلط کړی شو، چې په زرګونو بې ګناه خلک په کې ووژل شول او زمونږ د ټولنې هره برخه يې متاثره کړه، چې په دې کې موسيقي او کلتور شامل دي." "اوس زمونږ په سیمه کې امن بېرته راځي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 26

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ ستاسو اکيډمي چيرته ده

ځواب

دا زما خوښ شو

ځواب

د اړيکو شميره، مهرباني وکړئ؟؟؟

ځواب

مهرباني وکړئ د خپلې اړيکې شميره راوليږئ ...

ځواب

رباب زده کول

ځواب

دا اکيډمي چيرته ده؟

ځواب

دا اکيډمي چيرته ده؟

ځواب

په پېښور کې په ورسک سړک باندې

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم، ستاسو اکيډمي کوم ځای ده مهرباني وکړئ ما ته د رابطې نمبر راکړئ

ځواب

مهرباني وکړئ د اړیکو شمیره ولیږئ

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم. زه په ريښتيا د دې سره مينه لرم.

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم. مهرباني وکړئ ما ته د رابطې نمبر راکړئ

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم. مهرباني وکړئ ماته د رابطې نمبر راکړئ.

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم. دا اکيډمي چيرته ده. مهرباني وکړئ ماته د رابطې نمبر راکړئ

ځواب

زه د رباب يو ښه مينه وال يم او غواړم چې رباب وهل زده کړم او زما دا آرمان پوره شي.

ځواب

زه د کويټه سره تعلق لرم او ما ته د رباب ضرورت دی او زه دا زده کول هم غواړم...

ځواب

زه له کراچۍ سره تعلق لرم ... د آنلاين کلاسونو موقع شته او که نه... ستاسو د غوره ځواب انتظار کوم. مننه

ځواب

اسلام عليکم ګرانه ګلاب صيب، زه غواړم چې په دې اکيډمۍ کې ګډون وکړم. مهرباني وکړئ ما ته د ګډون کولو کړنلاره او پته راولیږئ .. زه به ستاسو ډيره شکريه ادا کړم. له طرفه منصور احمد

ځواب

جناب، زه غواړم چې د رباب په اکيډمۍ کې شامل شم. مهرباني وکړئ ماته د دې پته او معلومات راکړئ. آداب ارشاد

ځواب

زه غواړم چې رباب غږول زده کړم. ما ته د دې د اکادمۍ ځای وښایئ. ستاسو مننه

ځواب

زه غواړم چې رباب زده کړم. ما ته د دې د پتې او په دې کې د داخلې د اخيستلو د طريقه کار ضرورت دی.

ځواب

زه غواړم چې د رباب په اړه نوره زده کړه ترلاسه کړم. ما تر ټولو لومړني سټيجونه زده کړي دي. زه په رباب سندري ويلی شم. لکه: ۱) بي بي شيريني ۲) خيبر زلمې ۳) او صنمه ۴) تازه تازه ګلونه ۵) ہم تیرے بن اب رہ نہیں سکتے زه په لندن کې ژوند کوم او کوشش کوم چې ډېر څه زده کړم ځکه چې پريکټس ضروري دی.

ځواب

رباب يوه ډېره کلاسیکي آله ده. زه رباب خوښوم او رباب زما ژوند دی. زه ستا ډير فین يم. ښه، مننه.

ځواب

رباب او منګې د موسيقۍ تاريخي او روايتي آلات دي او په ټوله نړۍ کې هم پيژندلې شي! دا مقاله ډېره معلوماتي او تعليمي ده. دا به د سیمې د خلکو د هم آهنګۍ او سوله ايز چاپيريال په لور حوصله افزايي وکړي.

ځواب

په پېښور کينټ کې د دې ځای صحیح پته څه ده؟ زه غواړم چې په دې کې شامل شم.

ځواب

ډیر ښه دا زما خوښ شو زه له دې سره مینه کوم

ځواب