ټولنه

په انځورونو کې: د موسیقۍ د آلاتو هنرمندان په پېښور کې پياوړي پاتې کیږي

د عديل سعيد لخوا

یو هنرمند، احمد علي، د دسمبر په ۲۰ مه په پېښور کې په خپله هټۍ کې موسیقۍ د لاسي ډول په مرمت کولو کې بوخت دی. [عدیل سعید]

یو هنرمند، احمد علي، د دسمبر په ۲۰ مه په پېښور کې په خپله هټۍ کې موسیقۍ د لاسي ډول په مرمت کولو کې بوخت دی. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ د لاسي ډول مرمت کوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ د لاسي ډول مرمت کوي. [عدیل سعید]

یو لیدونکی د دسمبر په ۲۰ مه په پېښور کې د موسیقۍ د لاسي ډول مرمت کولو ته ګوري. [عدیل سعید]

یو لیدونکی د دسمبر په ۲۰ مه په پېښور کې د موسیقۍ د لاسي ډول مرمت کولو ته ګوري. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ په یو ډول باندې د څاروي څرمن اچوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ په یو ډول باندې د څاروي څرمن اچوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه يو رباب جوړوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه يو رباب جوړوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه يو رباب سموي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه يو رباب سموي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ آلات سموي. [عدیل سعید]

په پېښور کې د موسيقۍ د دوکان مالک د دسمبر په ۲۰ مه یو پیرودونکي ته رباب ښیي. [عدیل سعید]

يو پيرودونکی په پېښور کې د موسيقۍ په دوکان کې د دسمبر په ۲۰ مه رباب غږوي. [عدیل سعید]

يو پيرودونکی په پېښور کې د موسيقۍ په دوکان کې د دسمبر په ۲۰ مه رباب غږوي. [عدیل سعید]

پیښور -- په پېښور ښار کې دننه په کوچني دوکانونو کې ناست هنرمندان لیدل کیدی شي چې د موسیقۍ د لاسي ډولونو لپاره د بزې غځول شوي څرمن په وهلو او د رباب لپاره د مزيو په تاوهلو کې بوخت دي.

پیاده کسان کولی شي چې په اسانۍ سره د دودیزو موسیقۍ آلاتو غږونو په اوریدو سره د ورته دوکانونو شتون ومومي.

دا ډول پلورونکي د یوې لسیزې اوږدې مودې په اورپکۍ کې ژوندي پاتې شوي دي،کله چې به وسله والو د موسيقۍ مرکزونه لکه د سي ډي دوکانونه او تهیټرونه په نښه کول.

په دې وروستیو کې، دوی په دوامداره توګه د يو نوي ګواښ -- ډير مشهور پاپ ډي جېز -- پروړاندې کلک ودريږي.

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ آلات جوړوي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو هنرمند د دسمبر په ۲۰ مه د موسیقۍ آلات جوړوي. [عدیل سعید]

یو هنرمند احمد علي وویل، "زموږ کورنۍ د تیرې پیړۍ راهيسې لاسي ډولونه او ربابونه جوړوي ځکه چې موږ دا هنر له خپلو پلرونو څخه په میراث کې ترلاسه کړی دی."

هغه وویل، د هغه پلار خپل مهارتونه له خپل پلار څخه په میراث کې ترلاسه کړل، چې د ۱۰۰ کلونو نه زیات يې په کورنۍ کې د لاسي ډولونو په جوړولو کې تیر کړې دي.

علي وویل، په پېښور کې یوازې درې هټۍ داسې مالکان لري چې د موسيقۍ آلات -- په ځانګړي توګه لاسي ډولونه -- جوړوي او مرمت کوي. هغه زیاته کړه چې د درېواړه دوکانونو مالکان د یو بل سره د وينې خپلوي لري.

هغه وویل، "په ټوله خېبرپښتونخواه [کی پي] او حتی په ګاونډي افغانستان کې، د لاسي ډولونو جوړولو مسلکي هنرمندان په پېښور کې د دې يو څو دوکانونو نه علاوه بل ځای نه شي موندل کیدی."

هغه وویل، هنرمندان اوس هم د هغې اورپکۍ د اغیزو له کبله له ستونزو سره مخ دي، چې خېبر پښتونخواه يې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په خپل موټې کې نيولي وه.

علي يادونه وکړه، "موږ مجبوره وو چې خپل کاري وخت کم کړو یا کاري ورځې پريږدو، چې زموږ پر عوايدو یې ناوړه اغیزه وکړه ... د وسله والو د بریدونو ویره هغه وخت تل زموږ په ذهنونونو کې موجود وه."

د احمد علي مشر ورور رحیم مجتبی وویل، "موږ په هغه ورځو کې خپل کار ته دوام ورکړو، خو د افراطیانو د برید د ویرې له امله په منظم ډول نه، چې لومړی هدف یې هغه کسان ول چې د موسيقۍ سره يې تړاو لرلو." مجتبی له تیرو ۴۵ کلونو راهیسې د دې مسلک سره تړاو لري.

مجتبی وویل، که څه هم کلاسیکي موسيقي نوره نه کارول کيږي، "خو موږ پریکړه کړې چې دغه مهارت ته دوام ورکړو چې موږ له خپلو پلرونو څخه په میراث کې ترلاسه کړی دی."

هغه وویل، "د دې هنر سره اوږدې اړیکې په موږ کې يوه جذبه رامنځته کړې ده، او د افراطیانو ګواښ یا اقتصادي بحران موږ نه شي اړ کولی چې یو بل روزګار غوره کړو."

زرتاج خان، چې د لاسي ډول غږونکی دی، وویل، هغه د دې کورنۍ ستاینه کوي چې د موسيقۍ مینه والو ته خپل خدمات وړاندې کوي.

د چارسدې ضلعې یو اوسیدونکي، چې په خپل کلې کې د داسې هنرمندانو د نه شتون له کبله د خپلو آلاتو د مرمت کولو لپاره پېښور ته راغلی و، وویل، "که دوی نه و ای نو د نویو توکو موندل یا د خراب شويو آلاتو مرمت کول خورا ګران وو."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د لاسي ډولونو د ساتنې په برخه کې د کسبګرو لخوا وړاندې شوي خدمات ومني او د هغوی لپاره د میاشتې وظیفه برابره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایا تاسو د دغه 3 دوکانونونه لینکونه یا نومونه ورکولی شئ؟ ډیره مننه.

ځواب