تروريزم

امنیتي ځواکونو په کویټه کې د مرګوني ځانمرګي بمي برید وروسته ګرفتارۍ کړي دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

یو ژوبل شوی کس د فبرورۍ په ۱۷ مه په کویټه کې له یو ځانمرګي بمي برید وروسته په سټریچر کې منتقل کيږي. [بنارس خان/ ای اېف پي]

یو ژوبل شوی کس د فبرورۍ په ۱۷ مه په کویټه کې له یو ځانمرګي بمي برید وروسته په سټریچر کې منتقل کيږي. [بنارس خان/ ای اېف پي]

کویټه -- امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۷ شکمن کسان د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸ مه) وروسته له هغې ونيول کله چې يوه ورځ مخکې يو ځانمرګي بمي برید په کويټه کې يوه مذهبي غونډه په نښه کړه او د دوو پوليسانو په شمول يې لږ تر لږه اته کسان ووژل.

چارواکو وويل، امنیتي ځواکونه د ښار په مختلفو سیمو کې د لټون عملیات ترسره کوي. چارواکو د مشکوکو کسانو د تفتيش لپاره يو ځانګړی ټيم جوړ کړی چې په مختلفو قانون پلي کونکو ادارو باندې مشتمل دی.

امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید کونکي پاتې شونې راټول کړي، چې دوی به یې په لاهور کې فورنزېک ليبارټرۍ ته واستوي.

په کویټه کې د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي محمد جاوید وویل، کله چې د پولیسو پرسونلو د هغه د لټون لپاره هغه ودرولو او د پیژندلو غوښتنه یې وکړه، نو هغه چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

امنيتي کارکونکو د فبرورۍ په ۱۷ مه په کویټه کې د یو ځانمرګي بمي برید وروسته، چې لږ تر لږه اته کسان په کې ووژل شو، د سیمې محاصره وکړه. [عبدل غني کاکړ]

امنيتي کارکونکو د فبرورۍ په ۱۷ مه په کویټه کې د یو ځانمرګي بمي برید وروسته، چې لږ تر لږه اته کسان په کې ووژل شو، د سیمې محاصره وکړه. [عبدل غني کاکړ]

د فبرورۍ په ۱۷ مه يوې ځان وژونکي چاودنې د موټر په شمول، چې دلته يې تصوير اخيستل شوی، نږدې ملکيت ته زیان ورسولو. [عبدل غني کاکړ]

د فبرورۍ په ۱۷ مه يوې ځان وژونکي چاودنې د موټر په شمول، چې دلته يې تصوير اخيستل شوی، نږدې ملکيت ته زیان ورسولو. [عبدل غني کاکړ]

هغه وویل، "په دغه برید کې ۲۴ نور کسان ژوبل شول، چې د بیړني طبي مرستو لپاره ملکي هسپتال ته منتقل شوي دي." "تر دې دمه، اته مريضان په سخت حالت کې دي."

جاوید وویل، د قانون پلي کونکي پرسونلو د پیښې د ځای نه ټول شته شواهد راټول کړي او د ځینو عیني شاهدانو بیانونه یې ثبت کړي دي.

هغه وویل، "د صوبې په مرکز کې امنیت خورا لوړ دی، او د اضافي پولیسو او د نورو قانون پلي کونکو ادارو غړي د ښار په ټولو حساسو سیمو کې ځای په ځای شوي دي."

'ناوړه ارادې'

په کویټه کې د پولیسو انسپکټر جنرل عبدالرزاق چیما وویل "د عدالت روډ په دروازه کې ځای په ځای شوي پولیس پرسونلو د خپل ځانونو په قرباني کولو سره د ځان وژونکي برید [د ننوتلو] مخه ونیوله." "که دغه بريد کونکی خپل هدف ته په رسيدو کې بریالی شوی وې، نو زیانونه به خورا زيات شوي وو."

هغه وویل، "تحقیقات روان دي، او موږ هره ممکنه هڅه کوو چې د سولې د ګډوډولو لپاره د دښمن پلانونه ناکامه کړو."

چيما وويل،د سولې ضد عناصر هڅه کوي چې دلته فرقه ییز تاوتریخوالی خپور کړي،هغه زیاته کړه چې مذهبي غونډه د وسله والو لپاره یو آسان هدف دی.

هغه وویل، "موږ د وضعیت په کلکه څارنه کوو، او د قانون پلي کونکي ټولې ادارې خورا چمتو دي."

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال دغه برید په کلکه غندلی او د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې یو تفصيلي راپور وړاندې کړي.

هغه له کویټې څخه په يو خپور شوې بيان کې وویل، "هغه ترهګر به هيڅکله په خپلو ناوړه ارادو کې کامياب نه شي کوم چې د بې ګناه خلکو له ژوند سره لوبې کوي."

په دغه بيان کې راغلې،"په صوبه کې د تلپاتې سولې ساتل زموږ لومړیتوب دی او حکومت به هیڅکله هم د سولې لپاره خپل هدف سره جوړجاړی ونه کړي."

د بلوچستان سیاسي پارټو او سوداګریزو اتحادیو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸ مه) په ګډه په کویټه کې په بشپړه توګه د هړتال اعلان وکړو چې د دې بريد پر ضد احتجاج وکړي.

الله داد ترين، چې په کويټه کې د پاکستان د سوداګرو اتحادیې مشر دی، وویل، "ترهګر په بلوچستان کې د سولې لپاره هڅو ته زيان رسوي." "صوبايي حکومت باید زموږ د ژوند او ملکیت د امنیت لپاره خورا کوټلي ګامونه واخلي."

هغه وویل، "موږ د هړتال اعلان کړی چې په صوبه کې د قانون او نظم قانون ناوړه وضعیت پروړاندې احتجاج وکړو."

هيڅ يوې ډلې سمدلاسې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، خو په تیرو وختونو کې داعش په سیمه کې د ډیرو حملو مسؤلیت منلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش، تحریک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي ټولې تروریستي ډلې دي. دوی باید له منځه ویوړل شي.

ځواب