امنیت

په کویټه کې د میوو په بازار کې د طالبانو په يو ځانمرګی برید کې لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول

د عبدل غني کاکړ او ای ايف پي لخوا

په کویټه کې د میوو په بازار کې د اپريل په ۱۲ مه په یو ځانمرګی برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شول. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- چارواکو وويل، د جمعې په ورځ (د اپريل په ۱۲ مه) په يوې سختې ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ژوبل شول چې په ظاهره توګه يې په کویټه کې د ميوو په بازار کې د هزاره شيعه ګانو اقليت په نښه کړو.

د بدن برخې د چاودنې په ځای کې خپرې پرتې دي، او ژوبل بچ پاتې شوي کسان د مرستې لپاره چيغې وهي، په داسې حال کې چې د چاودنې نه وروسته تور لوګي بازار پټ کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يوې ډلې د دې بريد مسؤلیت پر غاړه واخيستو.

دې ډلې وویل چې دې د لشکر جهنګوي (ايل اي جی) سره همکاري وکړه، چې په پاکستان کې په شيعه مسلمانانو باندې په ډیرو بریدونو کې لاس لري. لشکر جهنګوي په فوري توګه د دې تایید ونه کړو.

امنیتي کارکوونکي د اپریل په ۱۲ مه په کویټه کې د مېوو په بازار کې د ځان وژونکي چاودنې د ځای معاينه کوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

امنیتي کارکوونکي د اپریل په ۱۲ مه په کویټه کې د مېوو په بازار کې د ځان وژونکي چاودنې د ځای معاينه کوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

د ژغورنې کارمندان په کویټه کې د ځان وژونکي چاودنې د ځای نه ناروغان منتقل کوي. [عبدل غني کاکړ]

د ژغورنې کارمندان په کویټه کې د ځان وژونکي چاودنې د ځای نه ناروغان منتقل کوي. [عبدل غني کاکړ]

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل او تاييد یې وکړ چې دا یو ځانمرګی برید وو. هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې دوه ماشومان ول.

د صوبې د پولیسو مشر محسن حسن بټ وویل، اته هزاره ګان په قربانیانو کې شامل و.

غندنې

چارواکو په چټکۍ سره د دغه قتل عام غندنه وکړه.

وزيراعظم عمران خان ټويټ وکړو، "زه ډير زيات خفه شوم او د کویټې په هزارګنجي بازار سيمه کې د تروريستي بريد په کلکه غندنه کوم چې زموږ بې ګناه خلک يې په نښه کړي دي." "ما د فوري تحقیقاتو او د خلکو لپاره د زيات امنيت غوښتنه کړې ده."

لانګو پاکستان فارورډ ته وویل، "زه غواړم چې خپلو خلکو ته ډاډ ورکړم چې هغه کسان، چې په دې بزدلانه برید کې ښکیل دي، به په خپلو پلانونو کې بریالي نه شي."

هغه زياته کړه، "یو ځانګړی تحقیقاتي ټیم ... به په ۲۴ ګهنټو کې صوبايي حکومت ته یو جامع راپور وړاندې کړي."

د بلوچستان د روغتیا وزیر، نصیب الله ماري، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ دا بزدلانه او بې رحمه برید غندو." "وسله وال هڅه کوي چې په دې صوبه کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ مخه ونیسي."

هغه ژمنه وکړه، "انصاف به وشي."

حساس اقلیت

هزاروال د سني جنګیالیو لپاره یو حساس هدف دی، چې هغوی کافران ګڼي. هزاروال په ښار کې په ۲.۳ میلیونو اوسیدونکو کې تقريباََ ۵۰۰،۰۰۰ کسان دي.

ځکه چې دوی پرله پسې په نښه کيږي، دوی مجبور دي چې په ښار کې په دوو محدودو سیمو کې ژوند وکړي. کله چې دوی په بازار کې سودا کوي، پولیس روزانه دوی ته امنيت چمتو کوي.

عبدالرزاق چيمه، چې د پوليسو يو سينير چارواکی دی، وویل، دغه چاودنې د کویټې هزارګنجي نيبرهوډ په نښه کړو.

بم هغه ځای ته نژدې وچاديدو چېرته چې محصولات په بازار کې د ویش لپاره ګاډو ته لوډ کيدل.

عرفان خان، چې يو مزدور دی، په هسپتال کې د خپل بستر نه وويل، "ما یو کوچنۍ لارۍ د سامان نه ډکوله، او ما یو لوی غږ واورېد، او داسې ښکاريده چې زما لاندې ځمکه ولړزېدله او زه راولويدم."

هغه وويل، "فضا د تور لوګي نه ډکه وه، او ما څه نه ليدل." "ما اوريدل چې خلک د مرستې لپاره چيغي وهي، او ما هم د مرستې لپاره چيغې وهلې."

هغه وويل، "هوا د انسانانو د سوځېدلي غوښې د تيز بوی نه ډکه وه."

د زیات خونديتوب لپاره غوښتنو ته غبرګون ښودل

د بخښنې نړیوال سازمان په یو بيان کې وویل، دا چاودنه د هغه بریدونو يوه "دردناکه یادونه" ده چې په کویټه کې هزاروال ورسره د څو کلونو راهیسې مخ شوي دي.

په بلوچستان کې چارواکي غبرګون ښيي.

په کویټه کې يو امنیتي چارواکي، نبیل یوسف، پاکستان فارورډ ته وویل، "د صوبو په نورو برخو کې کې امنیت زيات کړی شوی دی." "اضافي ځواکونه د بلوچستان په ټولو حساسو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي."

هغه وويل، "نن ورځ د بلوچستان وزير اعلی [جام کمال] په سکریټریټ کې د قانون او نظم د لوړې کچې يوه غونډه وشوه." هغه زیاته کړه چې ګډونوالو د صوبې د ټول امنیتي وضعیت بیاکتنه وکړه."

پاکستان فارورډ په کویټه کې په یو مطبوعاتي کانفرنس کې معلومات ترلاسه کړل، کمال امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د هغه ممنوع وسله والو ډلو په وړاندې هدفي بريدونه ترسره کړي چې په صوبه کې پټ شوي دي.

په ورته کانفرنس کې صوبايي وزيرانو وويل، چارواکي په کویټه کې د امنيتي ترتيباتو بياکتنه کوي او د خوندي ښار پروژه، چې په کویټه کې په ۲۰۱۸ کال کې پلي کيدل پیل شوي ول، به په ښار کې د ښه امنیت بنسټ وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500