تروريزم

داعش د کرسمس نه يوه هفته مخکې په کويټه کې په چرچ باندې بريد وکړو

د عبدل غني کاکړ لخوا

د داعش ځانمرګي برید کوونکو د دسمبر په ۱۷ مه په کویټه کې په بیتهل میتهوډيست ميموريل چرچ باندې برید وکړو، چې لږ تر لږه نهه عبادت کوونکي یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. د سي سي ټي وي فوټیج برید کوونکي په ګوته کوي. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

کويټه -- د پاکستان چارواکي د دوو سترو شکمنو کسانو په لټه کې دي چې کيدی شې هغوی د کویټې په زرغون سړک په چرچ باندې د ترهګريز بریدونو د ترسره کولو نه وروسته تښتیدلې وي.

داعش د يکشنې په وروځ ( د دسمبر په ۱۷ مه) په بیتهل میتهوډیسټ میموریل چرچ باندې د برید مسولیت پر غاړه واخیستو.

ډاکټر وسيم احمد، چې په کويټه کې د سول هسپتال وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، ۹ کسان په دغه بريد کې مړه شول او ۴۴ نور ټپيان شول.

د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې ښځې هم شاملې وې.

تحقیق کونکي وروسته له هغې د پاکستان په کويټه کې په يو چرچ کې شواهد راټولوي کله چې يو ځانمرګي برید، چې داعش يې ادعا کړې ده، د کرسمس نه يوازې يوه هفته مخکې ترسره شو او لږ تر لږه ۹ کسان په کې ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول. [سید علی / ای ايف پي ټي وي / ای ايف پي]

یو تحقیق کوونکی د دسمبر په ۱۸ مه وروسته له هغې شواهد راټولوي کله چې د داعش ځانمرګي بريد په کويټه کې بیتهل میموریل میتهوډیسټ چرچ په نښه کړو. [بنارس خان / ای ايف پي]

یو تحقیق کوونکی د دسمبر په ۱۸ مه وروسته له هغې شواهد راټولوي کله چې د داعش ځانمرګي بريد په کويټه کې بیتهل میموریل میتهوډیسټ چرچ په نښه کړو. [بنارس خان / ای ايف پي]

يو پوليس د دسمبر په ۱۸ مه وروسته له هغې په کويټه کې د بیتهل میموریل میتهوډیسټ چرچ په چهت چمتو ولاړ دی کله چې د داعش ځانمرګي برید چرچ په نښه کړو. [بنارس خان / ای ايف پي]

يو پوليس د دسمبر په ۱۸ مه وروسته له هغې په کويټه کې د بیتهل میموریل میتهوډیسټ چرچ په چهت چمتو ولاړ دی کله چې د داعش ځانمرګي برید چرچ په نښه کړو. [بنارس خان / ای ايف پي]

د ژغورنې کارکونکي د دسمبر په ۱۷ مه په کویټه کې په چرچ باندې په ځانمرګي برید کې يو ژوبل شوی کس وړي. د چارواکو په وینا، لږ تر لږه نهه کسان په دغه بريد کې ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول. [عبدل غني کاکړ]

د ژغورنې کارکونکي د دسمبر په ۱۷ مه په کویټه کې په چرچ باندې په ځانمرګي برید کې يو ژوبل شوی کس وړي. د چارواکو په وینا، لږ تر لږه نهه کسان په دغه بريد کې ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول. [عبدل غني کاکړ]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د دسمبر په ۱۷ مه په کويټه کې په بیتهل میتهوډيسټ میموریل چرچ باندې د برید د ځای محاصره کوي. داعش د دغه بريد ادعا کړې ده. [عبدل غني کاکړ]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د دسمبر په ۱۷ مه په کويټه کې په بیتهل میتهوډيسټ میموریل چرچ باندې د برید د ځای محاصره کوي. داعش د دغه بريد ادعا کړې ده. [عبدل غني کاکړ]

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير میر سرفراز بګتي پاکستان فارورډ ته وویل: "د ۴۰۰ نه زیات عبادت کونکي په چرچ کې موجود ول ... چې دوه ځانمرګي برید کوونکو په چرچ برید وکړو."

امنیتي ځواکونو لومړی برید کونکی د چرچ اصلي دروازې ته د رسیدو نه مخکې ووژلو.

بګتي وويل، "بل دوهم ځانمرګی برید کوونکی، چې د ډزو په تبادله کې ټپي شوی و، د چرچ په دروازه باندې یې ځان ته چاودنه ورکړه."

د برید نه يو څو ګهنټې وروسته، راپورونه مخې ته راغلل چې کيدی شې په دې بريد کې څلور برید کونکي ښکيل ول، چې دوه به په کې تښتیدلي وي.

ای ايف پي راپور ورکړو، د کويټې د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل عبدالرزاق چیما وویل چې تحقیق کونکي د دې ادعا د پلټنې لپاره د سي سي ټي وي فوټيجونه معاينه کوي او د نورو شکمنو کسانو لپاره یې لټون پیل کړی دی.

د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري د بريد په ځای کې وویل چې "موږ د تښتيدلي شکمنو د نیولو لپاره ټولې موجودې سرچینې استعمالوو."

په عبادت کونکو باندې يو 'بزدلانه بريد'

د بلوچستان وزير اعلی نواب ثناء الله زهري ژمنه وکړه، سخت دريځي افراطیان به هیڅکله د سولې پر ضد په خپله اجنډا کې بریالي نه شي.

هغه په يو مطبوعاتي بيان کې وویل: "موږ د جګړې په حالت کې یو، او وسله وال د خپلو ناوړه پلانونو لپاره نرم اهداف په نښه کوي."

په عبادت کونکو کې ۲۵ کلن لیاقت مسیح شامل و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د چرچ په بند هال کې په عبادت کوونکو ګولۍ ورريدلې."

هغه زياته کړه چې دوهم ژوبل شوي ځانمرګي برید کوونکي ناکامه هڅه وکړه چې "د عبادت کونکو په مینځ کې ځان ته چاودنه ورکړي." هغه ځواکونو ته کريډټ ورکړو چې د بريد کوونکي دغه اراده يې ناکامه کړه.

انوشا برکت، چې د ۳۰ کالو نه کم عمر لري او په دغه عبادت کوونکو کې شامله وه، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په دې بزدلانه برید کې خپل څو ملګري عبادت کوونکي له لاسه ورکړل."

هغې وويل: "د ډزو په تبادله کې، کله چې يو شمېر امنيتي پرسونل د وسله والو سره په جګړه کې ښکيل ول، نورو پرسونلو مونږ وژغورلو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500