کراچۍ - چارواکو د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) وویل پاکستان په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې د ټایفایډ نوی واکسین یې معرفي کړی دی، په داسې حال کې چې دا هیواد د احتمالي وژونکي ناروغۍ، چې د درملو په وړاندې مقاومت لري، په دوامداره توګه د خپريدو سره مخ دی.
دا واکسین، چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو ايچ او) لخوا تصویب شوې دي، به د سیند صوبې په جنوبې سيمه کې د واکسینو د دوو هفتو په کمپاین کې وکارول شي.
سیند هغه ځای دی چیرې چې د ۲۰۱۷ راهيسې په پاکستان کې د ټایفایډ تر ټولو زيات ۱۰،۰۰۰ کيسونه ثبت شوي دي.
د سیند صوبې د روغتیا وزیرې عذرا پیچوهو وویل، "د دوو هفتو کمپاين، چې نن به پيل شي، د نهو میاشتو نه تر ۱۵ کلونو پورې د ۱۰ ملیونو نه زيات ماشومان په نښه کوي."
نوي واکسین د ګاوي، د واکسینو اتحاديې، لخوا د پاکستان حکومت ته وړیا چمتو شوي دي.
د دوو هفتو کمپاین وروسته، دا واکسین به په راتلونکو کلونو کې په سیند او د پاکستان په نورو سیمو کې د معمول په واکسینونو کې معرفي شي.
د پاکستان حکومت، ډبلیو ایچ او او ګاوي د ګډ مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې، د ټایفایډ ۶۳٪ کيسونه ثبت شوې ول او د مړه شويو کسانو ۷۰٪ برخه ماشومان وو.
پاکستان د خپلو ملي سرچینو لږه برخه د عامې روغتیا په برخه کې لګوي او د دغه هیواد زياتره وګړي د ټایفایډ په څير د ساري ناروغیو سره مخامخ دي.
هغه وسله وال چې ماشومانو ته د رسيدو لپاره د واکسين ورکوونکو مخه نیسي او د طالبانو لخوا آن لاين يا په بل ډول غلط معلومات خپریدل او د واکسينو پر ضد ډلې،هغه خنډونه دي چې د پاکستان واکسين ورکوونکي ورسره مخامخ دي.
شاباش پاکستاني ډاکټرانو او نيم طبي کارکونکو.
ځوابتبصرې 1