روغتیا

پاکستاني والدین د پوليو واکسینو پر ضد سخت دريځ ردوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د اګست په ۳۱ د روغتیا کارکوونکی په بنو ضلعه کې يو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. سږ کال په پاکستان کې په بنو کې تر ټولو زيات کيسونه ثبت شوي دي. [د خېبرپښتونخواه حکومت]

د اګست په ۳۱ د روغتیا کارکوونکی په بنو ضلعه کې يو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. سږ کال په پاکستان کې په بنو کې تر ټولو زيات کيسونه ثبت شوي دي. [د خېبرپښتونخواه حکومت]

پېښور -- والدین د وسله والو او ویره خپرونکو دا ادعاګانې ردوي چې د پوليو واکسین د ماشومانو لپاره خوندي نه دي، ځکه چې په دې ووړي کې په زرګونو نورو ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي دي.

محمد شکور، چې د خېبر پښتونخواه په ماشوخېل کلي کې سبزي خرڅوي، وویل، "زه په خپله پخوانۍ پريکړې باندې پښيمانه يم چې ما دواړو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه دي ورکړي ځکه چې ما دا فکر کولو چې دا د غیر مسلم هیوادونو لخوا زموږ د نفوس کمولو لپاره یو چال دی."

ماشوخېل د واکسینو پر ضد هغه مرکز وو چې د اپریل په میاشت کې یې په خلکو کې ويره رامنځته کړه، کله چې د ماشومانو يوه ویډیو خپره شوه چې ماشومان د پولیو واکسین د ترلاسه کولو وروسته ناروغه شول.

چارواکو لږ تر لږه یو سړی د ویډیو د خپرولو په تور ونیولو.

ډاکټرانو تر ۲۵۰۰۰ نه د زياتو ماشومانو معاینه وکړه او دې پایلې ته ورسیدل چې هيڅ يو ماشوم د واکسین له کلبه ناوړه غبرګون نه دی ترلاسه کړی.

د دې پیښې نه وروسته، حکومت د پوليو واکسین د خوندیتوب او اغیزمنتوب په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه زیات کړل چې نه يوازې په انټرنټ باندې خپاره شوي غلط معلومات رد کړي بلکې د پوليو واکسينو خلاف د طالبانو هڅې هم له منځه يوسي.

شکور وویل، "اوس زه پوهیږم چې د معذورۍ په وړاندې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د او پي وي څاڅکي ډير مهم دي."

د پوهاوي لوړول

رفيق احمد، چې په هم دغه سیمه کې د سکول ښوونکی دی، د واکسینو پر ضد پروپيګنډه رد کړه او د اګست په ۲۶ مه د پيل شوي کمپاين په دوران کې يې د واکسينو لپاره خپل څلور ماشومان راوستل.

د دې کمپاین هدف د خېبر پښتونخواه په ۲۹ ضلعو کې ۶ ملیونه ماشومان ول.

هغه وويل، "د دې پیښې وروسته په عامو خلکو کې پوهاوی شتون لري، چې ماشومانو ته په کې ويلې شوي ول چې ځانونه ناروغه کړي او هسپتالونو ته ځان ورسوي." "اوس، هیڅ ابهام شتون نه لري چې واکسین د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دي."

هغه وویل، "زموږ امام موږ ته وايي چې دا زموږ دیني دنده ده چې مونږ ماشومانو ته واکسین ورکول يقيني کړو، چې دا نه یوازې د پوليو خلاف کار کوي بلکې د ماشومانو د ټولو ناروغیو پر وړاندې هم کار کوي."

محمد سليم، چې د خېبر پښتونخواه د واکسینو ورکولو په اړه د پراخه پروګرام ډايريکټر دی، وويل، د عامه پوهاوي کمپاینونه پایلې رامنځته کوي.

هغه وويل، "موږ د انکار کولو کيسونو شمير د اپریل په مياشت کې د ۸۰۰۰۰۰ نه د اګست په مياشت کې ۲۰۰۰۰۰ ته راوستی دی، چې دا روښانه نښه ده چې والدینو د واکسینو پر ضد د پروپاګنډې رد کول پیل کړي دي."

سلیم وویل، د پوهاوي پروګرامونو د یوې برخې په توګه، چارواکو دیني مشرانو او د ټولنې غړو سره د خبرو اترو غونډې وکړې، روغتیایي کارمندانو د مواصلاتو روزنه ترلاسه کړه او ميډيا د عامو خلکو ترمنځ د غلط فهمیو په لرې کولو کې برخه واخيستله.

هغه وویل، "د پوليو نه د انکار کولو د مسلې د حل کولو لپاره زموږ په تګلاره کې په بشپړه توګه بدلون راغلی، چې پايلې رامنځته کوي."

"موږ هيله لرو چې ډیر والدېن به د واکسینو پر ضد پروپيګنډه رد کړي او موافقه به وکړي چې د نومبر په میاشت کې په ټاکل شوي راتلونکي کمپاين کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي."

پوليو له منځه وړل

پاکستان او افغانستان يوازې دوه هېوادونه دي چېرته چې پوليو شتون لري.

د خېبر پښتونخواه د روغتیا د خدماتو ډايريکټر جنرل ارشد احمد خان له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې تر اوسه پورې په ۷۲ ثبت شويو کيسونو کې ۵۳ په خېبرپښتونخواه کې کې دي، په سیند کې اته، په بلوچستان کې شپږ او په پنجاب کې پنځه کيسونه ثبت شوي دي. په افغانستان کې سږکال ۱۶ کېسونه ثبت شوي دي.

هغه وویل، ٪۹۰ نه زیاتو ماشومانو چې د پوليو په ناروغۍ کې اخته شول د واکسینو پر ضد د پروپيګنډې او یا د وسله والو طالبانو د ویرې له امله واکسین نه وو ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې طالب وسله والو له ۲۰۱۲ کال راهیسې د پولیو اړوند پیښو کې ۷۰ روغتیايي کارمندان او پولیس وژلي دي.

رياست بي بي، چې په بنو ضلع کې واکسین ورکونکي ده، وویل چې هغه د وسله والو د ګواښونو څخه نه ويريږي او په خپلې سیمه کې به ماشومانو ته د واکسين ورکولو لپاره کار ته دوام ورکړي.

هغې وویل، "موږ نه شو کولی چې خپل ماشومان ترهګرو ته پریږدو چې غواړي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان ورسوي."

هغې وویل، د پولیسو لخوا په پراخه کچه امنیتي ترتیباتو د واکسین ورکولو کمپاینونه کامياب کړل. "د پولیسو د ویري له امله، ترهګر جرت نه شي کولی چې زموږ کارکوونکي په نښه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500