ټولنه

خېبر پښتونخواه له سخت امنیت سره د ملي لوبو کوربه توب کوي

د جاويد خان او شهباز بټ لخوا

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان (په منځ کې) د نومبر په ۱۰ مه په پیښور کې د ۳۳ مې ملي لوبو په افتتاحي مراسمو کې ګډون کوي. [شهباز بټ]

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان (په منځ کې) د نومبر په ۱۰ مه په پیښور کې د ۳۳ مې ملي لوبو په افتتاحي مراسمو کې ګډون کوي. [شهباز بټ]

لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

ټیمونه د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

ټیمونه د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه د ملي لوبو د برخې په توګه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه د ملي لوبو د برخې په توګه پېښور سپورټس کمپلیکس ته ننوځي. [شهباز بټ]

ښځینه لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته د ننوتلو په دوران کې لاسونه هسکوي. [شهباز بټ]

ښځینه لوبغاړي د نومبر په ۱۰ مه پېښور سپورټس کمپلیکس ته د ننوتلو په دوران کې لاسونه هسکوي. [شهباز بټ]

پاراګلیډران د نومبر په ۱۰ په پېښور کې د ملي لوبو په افتتاح کې د خپل هنر مظاهره کوي. [شهباز بټ]

پاراګلیډران د نومبر په ۱۰ په پېښور کې د ملي لوبو په افتتاح کې د خپل هنر مظاهره کوي. [شهباز بټ]

د ښځینه هاکۍ ټیمونه د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې مقابله کوي. [شهباز بټ]

د ښځینه هاکۍ ټیمونه د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې مقابله کوي. [شهباز بټ]

پاکستانی سندرغاړی سلمان احمد د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې د خپل هنر مظاهره کوي. [شهباز بټ]

پاکستانی سندرغاړی سلمان احمد د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې د خپل هنر مظاهره کوي. [شهباز بټ]

جينکۍ د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې د ۳۳ مې ملي لوبو نه مخکې د ملي نغمې په دوران کې ګډا کوي کوي. [شهباز بټ]

جينکۍ د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې د ۳۳ مې ملي لوبو نه مخکې د ملي نغمې په دوران کې ګډا کوي کوي. [شهباز بټ]

ښځینه ټوپ وهونکي د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې مقابله کوي. [شهباز بټ]

ښځینه ټوپ وهونکي د نومبر په ۱۰ مه په پېښور کې مقابله کوي. [شهباز بټ]

پهلوانان په پېښور کې د نومبر په ۱۰ مه مقابله کوي. [شهباز بټ]

پهلوانان په پېښور کې د نومبر په ۱۰ مه مقابله کوي. [شهباز بټ]

پېښور -- د پاکستان ۳۳ مې ملي لوبې د یکشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۰ مه) په سخت امنیت کې په پېښور کې پیل شوې.

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان په پېښور سپورټس کمپلیکس کې د رنګارنګ مراسمو په ترڅ کې د لوبو، چې د ۱۶ نومبر پورې به جاري وي، افتتاح وکړه.

خان یادونه وکړه چې دا لوبې په پیښور کې د ۲۰۱۰ کال نه وروسته په لومړي ځل ترسره کیږي.

پولیسو د نورو ادارو سره د لوبو لپاره يو جامع امنیتي پلان جوړ کړی دی.

په پېښور کې د نومبر په ۱۰ مه د ۳۳مې ملي لوبو په افتتاح کې آتش بازي ترسره کيږي. [شهباز بټ]

په پېښور کې د نومبر په ۱۰ مه د ۳۳مې ملي لوبو په افتتاح کې آتش بازي ترسره کيږي. [شهباز بټ]

د مرکزي ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) کریم خان وویل، "له ډیرې مودې وروسته، دلته په پېښور کې لوبې ترسره کیږي ځکه چې د نظم او قانون وضعیت تر ډير حده پورې ښه شوی دی."

هغه زیاته کړه چې نږدې ۴،۷۰۰ پولیس په پنځو مختلفو سټيډيمونو کې دننه او بهر دندې ترسره کوي.

پراخه تيارۍ

خان وویل، "د ملي لوبو نه مخکې، موږ د لوبو لپاره امنیتي پلټنې بشپړې کړې او د ملي لوبو لپاره مو يو جامع پلان جوړ کړو." هغه زیاته کړه، پولیسو د امنیت د يقيني کولو لپاره سټيډيمونو ته نژدې د لټون او بريد عملیات ترسره کړل.

هغه وویل، "د پولیسو او ښځینه پولیسو سربیره، د ځانګړي جنګي يونټ کمانډوز د قانون او نظم ساتلو لپاره د لوبو په دوران کې ځای پر ځای کيږي." د ټريفک پولیس وارډنان به د سټيډيمونو په شاوخوا سړکونو باندې د ټريفک جریان یقیني کړي."

د خېبرپښتونخواه د پولیسو سينير سپرنټنډنټ افسر (ایس ایس پي) ظهور بابر افریدي وویل، "موږ د ملي لوبو په دوران کې د صوبې په مرکز کې د ننوتلو په ۴۰ ځایونو کې امنیت پیاوړی کړی دی."

هغه وویل، پولیسو په هوټلونو او نورو سټيډيمونو کې امنیت زيات کړو، او زیاته یې کړه چې دوی په پېښور سپورټس کمپلیکس کې ځانګړی کنټرول روم لري.

د خېبر پښتونخواه د کابینې غړي کامران خان بنګش د مشعلونو په مراسمو کې له ګډون وروسته ټویټ وکړو، "ملت د جشن په حال کې دی ځکه چې خېبر پښتونخواه د نهو کالو نه وروسته د ملي لوبو کوربه توب کوي او ژمن دی چې دا به تر ټولو يادګاري لوبې جوړې کړي."

د لوبو ویاند کاشف الدین وویل، "ملي لوبې په هیواد کې د لوبو ترټولو لوی پروګرام دی، چې نږدې ۱۰،۰۰۰ نارینه او ښځینه لوبغاړي په کې په ۳۲ مختلفو لوبو کې برخه اخلي."

هغه وویل، ګڼ شمير نارينه او ښځينه لوبغاړي له مخکې نه د هیواد د مختلفو ښارونو نه پېښور ته رارسیدلي دي.

کاشف الدين وويل، "پېښور د قانون او نظم د وضعیت له امله په تیرو نهو کلونو کې د دې لوبو کوربه توب نه وو کړی، خو اوس سوله بیرته راغلې او په خېبر پښتونخواه کې د لوبو فعالیتونه بیرته فعال شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500