ديپلوماسي

د دوستۍ نه علاوه بله لاره نشته: غني پاکستان ته د دوه ورځو سفر پای ته ورسوو

د عبدل ناصر خان لخوا

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۷ مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [د پاکستان حکومت]

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۷ مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [د پاکستان حکومت]

لاهور -- افغان صدر اشرف غني د جمعې په ورځ (د جون په ۲۸ مه) پاکستان ته د دوو ورځو سفر پای ته ورسوو، له دې موافقې سره چې دواړه هیوادونه به په ګډه د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په سیمه کې به د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي.

غني د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۷ مه) سهار اسلام اباد ته راورسېدو، چې له دې وروسته هغه د وزير اعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په مختلفو سکټورونو او په سيمه کې د امنيت د همکارۍ په اړه جلا جلا خبرې اترې وکړې.

د ګډې اعلامیې له مخې چې د غونډې وروسته خپره شوه، خان او غني نيغ په نيغه يوه غونډه وکړه، چې په دې کې د سولې بهیر، په پوله باندې د امنیتي وضعیت او سوداګرۍ په مسلو باندې خبرې اترې وشوې.

په بيان کې راغلي چې دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوستۍ او همکارۍ يو نوی باب پرانیزي، چې د دې بنياد به دوه اړخيزه اعتماد او هم آهنګي، په سیمه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره ليوالتيا وي.

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۸ مه په لاهور کې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره لیدنه کوي. [د پاکستان راډيو]

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۸ مه په لاهور کې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره لیدنه کوي. [د پاکستان راډيو]

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۸ مه په لاهور کې د جمعې مونځ کوي. [د پاکستان راډيو]

افغان صدر اشرف غني د جون په ۲۸ مه په لاهور کې د جمعې مونځ کوي. [د پاکستان راډيو]

خان په دې اعلامیه کې وویل، "پاکستان په سوله ایز ګاونډي باور لري او غواړي چې له افغانستان سره معیاري اړیکې ولري."

هغه وويل، "پاکستان تل د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي ځکه چې سوله ايزې خبرې اترې په افغانستان کې د عشرو راهيسې اوږد مهاله جګړه پای ته د رسيدو لپاره يوازينۍ لار ده." هغه زياته کړه، "پاکستان به له ښه نيت سره په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ولوبوي."

غني په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د صدر ډاکټر عارف علوي او د اپوزیسیون مشرانو مياں شهباز شریف، بلاول بھټو او مولانا فضل الرحمان او نورو کسانو سره وليدل.

د جماعت اسلامي پاکستان مشر، سراج الحق، د اشرف غني سره د ليدلو نه وروسته يو ټويټ وکړو، "د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوستۍ نه علاوه بله لاره نشته."

په سوله کې د پاکستان رول

غني په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه او هلته کې يې خطاب وکړو چې په هغې کې هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې د سولې خبرو لپاره د طالبانو په راوستلو کې خپل رول ولوبوي.

غني وويل، "د وزير اعظم خان سره زما ملاقات ډېر ښه وو ... ما خان ته وويل چې دا د مخ پر وړاندې تلو لپاره اسانه لار نه ده، خو پاکستان بايد داسې وکړي چې د ترهګرۍ او افراطيت سره په ګډه مبارزه وکړي."

هغه زياته کړه، "موږ موافقه وکړه چې د بهرنيو چارو وزارتونو يو کاري ځواک جوړ کړو چې د دې موضوع په اړه پلټنه وکړي."

غني وویل، "خان دا هم موافقه وکړه چې پاکستان به له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره خپل رول ولوبوي."

قريشي رسنيو ته وويل، "موږ د افغان صدر او د هغه پلاوي سره ښه غونډې ترسره کړې او مونږ موافقه وکړه چې، د تیر وخت برعکس، دواړه هېوادونه به د تور لګولو په لوبه بوخت نه شي او په ګډه به د پولې دواړو غاړو ته د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره کار وکړي."

قريشي وويل، "د صدر غني د سفر د پايلې په توګه، موږ پرېکړه کړې ده چې د تورخم لارهشپه او ورځ د تګ راتګ لپاره پرانيزو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پياوړي کولو لپاره د ويزې پاليسي نرمه کړو."

هغه زياته کړه، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې هيڅ يو کس ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هغوی خاوره د بل په وړاندې وکاروي.

قريشي وويل، "د ګاونډي هېوادونو تر منځ د باور نشتوالی وو، خو د افغان صدر ليدنه به د دې خلا په ختمولو کې مرسته وکړي."

یو مهم سفر

نجم سيټهي، چې په لاهور کې يو سينير ژورنالسټ او تبصره کوونکی دی، وویل، د غني سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اعتماد او باور رامنځته کولو لپاره يوه هڅه وه.

سيټهي د پنجشنبې په ورځ په ټې وي باندې په خپله شو کې وويل، "د دې سفر موخه یوازې دا وه چې صدر غني ته ډاډ ورکړي چې پاکستان په افغانستان کې هیڅ د خوښي کسان نه لري او پاکستان په صادقانه توګه غواړي چې د افغانستان سره مخ په وړاندې لاړ شي."

"پاکستان د صدر غني څخه وغوښتل چې په دې باور وکړي ... چې پاکستان د افغانستان خلاف نه دی او خپل رول لوبوي چې طالبان د معني خيز خبرو اترو لپاره راضي کړي."

رفعت الله اورکزۍ، چې په پيښور کې يو ژورنالسټ دی، وويل، د قطر په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې وروستۍ خبرو اترو په اړه د غني سفر خورا مهم دی.

اورکزۍ وویل، "د دوحې خبرو اترو راتلونکی پړاو خورا مهم دی ځکه چې متحده ایالاتونه یو تل پاتې اوربند غواړي او له طالبانو څخه غواړي چې د افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي. په دې صورت کې د پاکستان رول ډیر مهم دی."

هغه زياته کړه، "پاکستان لا مخکې نه د متحده ایالاتو سره د طالبانو د خبرو اترو لپاره خپل رول لوبولی دی، او اوس راتلونکی کار دا دی چې هغوی مجبوره کړي چې د افغانستان حکومت سره خبرې اترې وکړي... دا د غني د سفر اصلي موخه وه."

اورکزۍ وویل، "د سوداګرۍ، سرحدونو مدیریت او د افغان مهاجرینو راستنیدل نورې مهمې مسلې وې چې په اړه یې خبرې وشوې، او افغان حکومت ډیر زيات هیله مند دی چې دا سفر به د افغانستان لپاره ښې پایلې رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نيازي يو غل دی

ځواب

که چیرې افغان ولسمشر په افغانستان او پاکستان کې د سولې په اړه اندیښمن وي، نو پکار ده چې هندي وګړي د لومړي ګام په توګه بیرته وليږل شي، چې دا د دوی لپاره يوه ستونزمنه دنده ده، او پاکستان د موافقې کولو نه علاوه هيڅ نه شي کولې ترڅو چې افغانستان د هند د خلکو نه پاک شوې نه وي، ځکه چې د پاکستان امنيت تر هغه وخت پورې په خطر کې دی ترڅو چې په افغانستان کې هند شتون لري. که افغان ولسمشر اشرف غني افغانستان سوله ايز او خوشحال غواري، نو هغه باید له هندوستان څخه خلاصی ترلاسه کړي او یوازې د پاکستان سره په همکارۍ کار وکړي. د الله په فضل سره، افغانستان به واقعي ګټه پورته کړي. افغانستان باید پخپله فکر وکړي چې په دې وخت کې د هندوستان حکومت د خپلو مسلمان وګړو سره څنګه چلند کوي. دا د خپلو مسلمان اتباعو سره ښه چلند نه شي کولې، چې هلته کې د پیړیو راهيسې ژوند کوي، دا څنګه ممکنه ده چې دوی به د افغانستان رښتیني ملګري وي. نن ورځ، که هند له افغانستان سره ښې اړیکې لري، نو یوازینی هدف يې دا دی چې پاکستان ته زیان ورسوي، ګنې، هند هیڅکله هڅه نه ده کړې چې له افغانستان سره اړیکې ښه کړي.

ځواب