زغم

پاکستان سټرنګ پپټری فسټیول په کراچۍ کې د زغم او هم آهنګۍ پیغام ورکوي

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان ځوانان د فبرورۍ په ۲ مه په کراچۍ کې د پاکستان سټرنګ پپیټ فسټیول په سلسله کې ترسره شوي یوه شو ګوري. [جاوید محمود]

د پاکستان ځوانان د فبرورۍ په ۲ مه په کراچۍ کې د پاکستان سټرنګ پپیټ فسټیول په سلسله کې ترسره شوي یوه شو ګوري. [جاوید محمود]

کراچۍ -- په کراچۍ کې تهسپيانز تهيټر په دويم ځل د پاکستان سټرنګ پپټری فيسټيول پيل کړي چې همغږۍ، زغم او سولې ته وده ورکړي.

دا فسټیول به د ۱۴ جنورۍ او ۳۱ جولای ترمنځ په مختلفو نيبرهوډونو کې ترسره شي.

د تهسپيانز تهيټر صدر فیصل ملک پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د کراچۍ په مختلفو برخو کې د ګوډاګۍ شوګاني ترسره کوو چې موخه یې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان، هڅول دي چې په ټولنه کې زغم او هم آهنګي رامنځته کړي."

په ۲۰۱۸ کال کې، نږدې ۴۰،۰۰۰ ليدونکو په پاکستان سټرنګ پپټری فيسټيول کې برخه اخیستې وه، او سږکال منتظمين تمه لري چې د ګډونوالانو شمیر به زيات شي.

يوه لايو شو، چې په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۲ مه د سيند ګورنر هاوس په تالار کې د سيند باد پپټس لخوا ترسره شوه، چې دیني او کلتوري زغم وهڅوي او په ټولنه کې، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې، سولې ته وده ورکړي. [جاويد محمود]

يوه لايو شو، چې په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۲ مه د سيند ګورنر هاوس په تالار کې د سيند باد پپټس لخوا ترسره شوه، چې دیني او کلتوري زغم وهڅوي او په ټولنه کې، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې، سولې ته وده ورکړي. [جاويد محمود]

د سکولونو ماشومان او د هغوی والدين د ګوډاګي شو ګوري، چې د کراچۍ په سخي حسن سيمه کې د فبرورۍ په ۱۱ مه د پاکستان سټرنګ پپټ فسټیول په سلسله کې ترسره شوه. [جاوید محمود]

د سکولونو ماشومان او د هغوی والدين د ګوډاګي شو ګوري، چې د کراچۍ په سخي حسن سيمه کې د فبرورۍ په ۱۱ مه د پاکستان سټرنګ پپټ فسټیول په سلسله کې ترسره شوه. [جاوید محمود]

ملک وویل، "د فبرورۍ په ۸ مه، موږ په کراچۍ کې د يو نيوز کانفرنس انتظام وکړو چې د دې فسټیول موخې د ميډيا سره شریکې کړو او د دې سترې پيښې د رسمي افتتاح اعلان وکړو."

هغه وويل، "موږ به په کراچۍ کې د ۳۱ جولای پورې په ۱۱ ځايونو کې ۳۳۰ شوګانې ترسره کړو چې په ټولنو کې د تنوع او په ګډه سره ژوند منلو ته وده ورکړي او د هغو کسانو ترمنځ بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي چې د مختلف مذهبونو او کلتوری ارزښتونو پيروي کوي."

هغه وويل، په دې شوګانو کې به د پاکستان له ټولو سيمو څخه روايتي ګډاګانې هم شامل وي.

د ګډونوالانو شمير زیاتولو لپاره وړیا ګډون

ملک وويل، په ټولو ۳۳۰ شوګانو کې ګډون وړیا دی، په ځانګړې توګه د هغه ځوانانو لپاره، چې د لږ عاید سیمو سره تعلق لري او په ټولنیزو ستونزو لکه د افراطیت، عدم برداشت او د مذهبي هم آهنګۍ نشتوالي، سره مخامخ کيدی شي.

نعمان محمود، چې د تهسپيانز تهيټر اسوشييټ ډايريکټر او سکرپټ ليکوال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د دویم پاکستان سټرنګ پپټری فسټیول له لارې د پاکستان اصلي کلتور وړاندې کوو."

زياتره شوګانې به د کراچۍ په سخي حسن، ګلزار هجري، شیري جناح کالوني، ماړي پور، پهلوان ګوټ، چکواړه ګوت، کهډا ميمن، سعيد آباد، ابراهیم حیدري او پاپوش نګر کې ترسره شي.

محمود وويل، "موږ په سکولونو او عامه ځايونو کې شوګانې ترسره کوو ... هر څوک زموږ په شوګانو کې ګډون کولی شي چې زموږ هنر وګوری او هغه پيغام ترلاسه کړي چې موږ يې د پاکستان او ټولنې د هوساينې لپاره خلکو ته رسوو."

هغه وويل، د زده کوونکو پشمول د زرګونو ځوانانو ګډون ښيي چې خلک ليوال دي چې په هېواد کې ټولنيزه هم آهنګي او سوله ويني.

د تهسپيانز تهيټر بورډ غړي، عاصمه ابراهیم د فبرورۍ په ۸ مه په يو نيوز کانفرنس کې وویل، د ګډاګيو هنر ۳،۰۰۰ کلنه زوړ هنر دی چې په یونان کې رامنځته شوی و، چیرته چې دا د مذهبي هم آهنګۍ ته د ودې لپاره کارول کيدو.

هغې وويل، د شلمې پيړۍ راهيسې، فنکارانو په ټوله نړۍ کې د تار ګوډاګيتوب راژوندی کړې چې په ټولنه کې زغم او سولې ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500