ټولنه

تهيسپينز فاونډيشن هيله لري چې د آمريکې فنډ ورکوونکي به په پاکستان کې اداکارۍ ته وده ورکړي

د جاويد محمود لخوا

تهيسپينز فاونډيشن د اپریل په ۱۱ مه د کراچۍ په ښار کې د "کلا کار" (فنکار) په نوم يوه ډرامه ترسره کوي چې مذهبې هم آهنګۍ، سولې او زغم ته وده ورکړي. [جاويد محمود]

تهيسپينز فاونډيشن د اپریل په ۱۱ مه د کراچۍ په ښار کې د "کلا کار" (فنکار) په نوم يوه ډرامه ترسره کوي چې مذهبې هم آهنګۍ، سولې او زغم ته وده ورکړي. [جاويد محمود]

کراچۍ -- تهيسپينز فاونډيشن، چې په پاکستان کې يوه غیر انتفاعي موسسه ده او په آمريکا کې هم راجسټر شوې ده، هڅه کوي چې اداکارۍ ته وده ورکړي. دا فاونډيشن د سماجي مسلو په اړه د پوهاوې رامنځته کولو او د پاکستانیانو د ژوند د ښه کولو لپاره اداکاري کاروي.

فيصل ملک، چې په کراچۍ کې د دغه موسسې باني دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا فاونډيشن پلان لري چې په آمريکا کې فنډونه راجمع کړي او خپل مشن مخ پر وړاندې بوځي.

په دې مشن کې په ټول پاکستان کې د اداکارۍ فعاليتونه شامل دي.

ملک، چې په ۲۰۰۸ کال کې په کراچۍ کې د اداکارۍ د ملي اکيډمۍ نه فارغ شوی و او په آمريکا کې یې کار کولو، په ۲۰۰۵ کال کې په کراچۍ کې د تهيسپينز فاونډيشن پرانيسته په آزمايشي بنيادونو وکړه.

په کراچۍ کې د اپريل په ۲۳ مه د تهيسپينز فاوانډيشن د یوې پپټ شو موخه په ماشومانو کې د زغم په اړه پوهه رامنځته کول دي. [جاويد محمود]

په کراچۍ کې د اپريل په ۲۳ مه د تهيسپينز فاوانډيشن د یوې پپټ شو موخه په ماشومانو کې د زغم په اړه پوهه رامنځته کول دي. [جاويد محمود]

هغه په ۲۰۱۰ کال کې خپله غير انتفاعي موسسه تهيسپينز فاونډيشن رجسټر کړه او په ۲۰۱۴ کال کې يې په ایلي نای کې د يوې موسسې په توګه رجسټر کړو.

هغه وويل، "د سپتمبر په میاشت کې په پيل کې، موږ به د آمريکې په بیلابیلو ښارونو کې د پيسو د راټولولو او خپل مشن ته د ودې ورکولو لپاره د خوراک او نور پروګرامونه ترسره کول."

ملک زياته کړه: "موږ په تير وخت کې د آمريکې او جرمني نه فنډونه تر لاسه کړي، خو دا دومره نه و چې په پاکستان کې د اداکارۍ کچه زياته کړي."

د ملک هدف دا دی چې په آمريکا کې په ۲۰۱۸ کال کې لږ تر لږه ۱۰۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره (۱۱ ميلیون پاکستانۍ روپۍ) جمع کړي، چې په دې کې به د پاکستاني بشر دوست خلکو نه چنده ترلاسه کول شامل دي. هغه زياته کړه چې دا فاونډيشن به د پيسو د راټولولو لپاره د خوراک او نور پروګرامونه ترسره کړي او دا به به د لايو اداکارۍ برابرتیا جوړه کړي کله چې دا د پيسو راټولولو خپل هدف ترلاسه کړي. هغه وویل، چې د آمریکې خلک او خیراتي ادارې د اداکارۍ ډير کلک ملاتړي دي.

نعمان محمود، د دغه فاونډيشن ايسوسييټ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په څلورو ژبو کې -- انګریزي، اردو، پنجابي او سندهي -- په پاکستان کې، په ځانګړي توګه په کراچۍ کې د شوګانو انتظام کوو."

محمود وویل چې دا فاونډيشن به د پاکستان او امریکې د ځوانانو یو ګډ ټیم جوړ کړي چې په آمريکا کې د شوګانو انتظام وکړي او اداکارۍ ته وده ورکړي.

محمود زياته کړه، دا فاونډيشن په پاکستان کې اداکارۍ ته د ودې ورکولو له کبله ډير مشهور دی او له ۲۰۰۵ کال راهيسې يې په پاکستان کې د ۶،۰۰۰ نه زيات ځوانانو ته په اداکارۍ کې ټريننګ ورکړی دی. هغه وويل، چې دا فاونډيشن به په آمريکا کې د خپلو فعاليتونو له لارې خپل نوم مشهور کړي.

په ټولنه کې پوهاوی رامنځته کول

په تیرو کې، دغه فاونډيشن د فن او کرپشن خلاف د پوهاوی له لارې ټولنیز مسایل، لکه د اوبو کمی، غربت، بې سوادي، نابرابري، خرابه حکومتدارياو د ښځو او د هيجړاګانو د حقونو څخه سرغړونه په ګوته کړي دي.

د ملک له مخې، د یو مثال په توګه،، دغه فاونډيشن په ۲۰۰۹ کال کې یوه ډرامه ترسره کړه، چې په پاکستان کې يې په راتلونکې کې د اوبو د کمي مسلې په ګوته کړې. ملک وويل، په کراچۍ کې د آمريکې د قونسلګرۍ په مرسته، په کراچۍ کې د آمریکې د بهرنیو چارو د ډیپارټمنټ کلتوري استازي، ډاکټر کنتا کوچهر- لینډګرين، په ۲۰۰۹ کال کې ښار ته سفر وکړو او د دغه فاونډيشن سره یې په ګډه دغه ډرامه ترسره کړه.

په ۲۰۱۶ کال کې، په کراچۍ کې د دغه فاونډيشن تهيټر په ټول ښار کې په سلګونو پپټ شوګانې ترسره کړې چې ليدونکي د افراطیت نه لرې کړي.

ملک وويل، دغه فاونډيشن د سيند صوبې په لرې سيمو، لکه په کنډکوټ او جان محمد جمالي ګوټ کې ګڼ شمير ډرامې او پپټ شوګانې او نور پروګرامونه ترسره کړي دي.

عزرا منصور، چې په لاهور کې د ټي وي او فلم سينير اداکاره ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "اداکاري په ټولنه کې د پوهاوي رامنځته کولو او د خلکو په ذهنونو باندې د اثر کولو لپاره يوه پياوړي وسيله ده."

هغې وويل، د ډرامې او د ګوډاګي شوګانو ليدونکي خپل پيغامونه د اوږدې مودې لپاره نه هېروي.

منصور، چې د شوګانو په کاروبار کې د ۵۰ کلونو نه زیاته تجربه لري، وويل، تهيسپينز فاونډيشن په پاکستان کې فن ته په وده ورکولو کې خورا ښه کار کوي.

هغې زياته کړه چې نوي کسانو له پکار ده چې په ګڼ شمير سره په اداکارۍ کې برخه واخلي او پکار ده چې دا مسلک د خالص تجارتي مقاصدو لپاره ونه کارول شي.

هغې وويل، د اداکارۍ يوه مهمه موخه بايد ټولنه ښه کول او مهمې مسلې لکه جنسي تيري، د ماشومانو استحصال او د هغوی سره بد چلند او د ښځو سره نا انصافي په ګوته کول دي. هغې نورو اندیښنو، لکه په عمومي توګه ځايي سیاست او د استحصال سره د مبارزې ضرورت، بې پرواهۍ او په ټولنیزو سکتورونو کې، لکه د تعلیم او روغتیا په برخه کې نابرابرۍ ته هم اشاره وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د نوي کسانو لپاره يو غوره پلیټ فارم دی او خلک د دې ډول تهيټرونو له لارې په آسانۍ سره خپل خيالات شریکولی شي. موږ په آسانۍ سره د ټولنیزو مسلو په اړه خبرې کولی شو. موږ باید د خپلو تهيټرو او ډرامو ملاتړ وکړو.

ځواب

ډير ښه کار تهيسپينز. زه د دې ستاينه کوم! نیکې هیلې درته غواړم!

ځواب

زبردست. تاسو چې د مقابلې کوم ماحول برابر کړو، هر يو کس ته ښه چاپيريال ورکوي. دا زموږ د ټولنې سره يوه لويه مرسته ده. دې ډول سوچ او فکر ته دوام ورکړئ.

ځواب

تهيسپينز فاونډيشن يو غوره کار کوي چې د اداکارۍ له لارې سولې ته وده ورکړي او د مختلفو مسلو په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

ځواب

زه د ۵ یا ۶ کلونو راهیسې د تهيسپينز کار ګورم. او د دوی کار ترټولو ښه دی .. دوی چې د اداکارۍ له لارې کوم پیغام خلکو ته ورکوي، په بشپړ ډول مثبت دي .. الله دې د تهيسپينز قسمت ښه کړي. زه غواړم چې تهيسپينز يو غوره مقام ترلاسه کړي.

ځواب

زه فکر کوم چې دا يوه ښه مفکوره ده .. او زه به د شو د کاميابۍ لپاره دعا کوم..

ځواب

د تهيسپينز غړي د پاکستان په قابل کسانو کې دي او تهيسپينز فاونډيشن له هغو سره همکاري کوي. ما د دوی کار ليدلی دی او د دوی کار ډير زيات ښه دی. الله دې د تهيسپينز قسمت ښه کړي. او تاسو دې په دې برخه کې الله کامياب کړي.

ځواب

ډير ښه کار! د هيجړاګانو ټولنې حقوقو ته وده ورکول آسان کار نه دی، خو تهيسپينز په حقیقت کې یو لوی کار ترسره کوي! دوی په ټولنه کې یو داسې بدلون راولي چې مخکې يې خلکو ستاينه نه کوله. زه تهيسپينز فاونډیشن ته ډيره مبارکي ورکوم.

ځواب

زه ستا د هڅو ستاينه کوم

ځواب