اقتصاد

د پاکستان د کورونو جوړولو ستر پروګرام هڅه کوي چې ۵ میلیونه کورونه جوړ کړي

د امداد حسين لخوا

کارګران د اپریل په ۱۸ مه په سلام آباد کې د کار په ځای کې خښتي ليرې کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

کارګران د اپریل په ۱۸ مه په سلام آباد کې د کار په ځای کې خښتي ليرې کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- سجاد، ۵۰ کلن، چې په اسلام آباد کې د ټیټې رتبې حکومتي چارواکی دی او يو نوم لري، له هغه سلګونو پاکستانيانو څخه دی، چې د وزیر اعظم عمران خان د نيا پاکستان هاوسنګ پروګرام لپاره یې درخواست جمع کړی دی.

سجاد او د هغه ملګري، چې ټول په اسلام آباد کې د کرایې په کور کې اوسيدل، هیله من دي چې دا پروګرام به د دوی سره د کورونو په اخیستلو کې مرسته وکړي.

خان په خپل کمپاین کې ژمنه کړي وه چې په پاکستان کې د کورونو د زيات کمي ختمولو لپاره به په میلیونونو کورونه جوړوي. اوسمهال، نړیوال بينک اټکل کوي چې د پاکستان د آبادۍ دریمه برخه خلک کورونه نه لري او د آبادۍ فشار زياتيږي.

د اکتوبر په میاشت کې، حکومت نیا پاکستان هاوسنګ پروګرام پیل کړو، چې موخه یې په ټول هیواد کې ارزان ۵ ميليونه کورونه جوړ کړي.

نوي ودان شوي کورونه د اپریل په ۲۷ مه په اسلام آباد کې ښکاري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

نوي ودان شوي کورونه د اپریل په ۲۷ مه په اسلام آباد کې ښکاري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې په لومړي پړاو کې، هغه پاکستانيان، چې غواړي چې په اوو ضلعو-- سکهر، کويټه، ګلګت، مظفر آباد، سوات، اسلام آباد او فیصل آباد -- کې کورونه ولري، کولی شي چې د دې پروګرام لپاره درخواستونه جمع کړي چې د کورونو ډيمانډ او وړتیا په ګوته کړو.

د دې پروګرام لاندې، د کورنۍ یو تن حق لري چې درخواست جمع کړي، او هغه کسانو ته به ترجيح ورکول کيږي کوم چې له مخکې نه په پاکستان کې کور نه لري. دا کورونه به هغو کسانو ته ورکړل شي کوم چې د ۱۰،۰۰۰ او ۲۵،۰۰۰ (۷۱ او ۱۸۰ آمريکايي ډالره) ترمنځ تنخواګاني لري.

بهار علي، چې په اسلام آباد کې په خیبر پښتونخواخواه هاوس کې هر کلی ویونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې ستر پروجيکټ د اعلان نه وروسته، ما وغوښتل چې د دې سکيم لپاره خپل درخواست جمع کړم." "زه هيله من يم چې دا به ژر تر ژره ومنل شي."

يو ستر پروجيکټ

د چارواکو په وینا، حکومت به د دې پروګرام لپاره ځمکه، اسانتیاوې او مواد چمتو کړي، په داسې حال کې چې خصوصي شرکتونه به د ودانولو چارې پرمخ بوځي. هغه کسان، چې په دې پروګرام کې منل شوي، هغوی به د کور لپاره نسبتاََ په کوچنیو قسطونو او په ټاکل شوي موده کې پيسې ورکړي.

د ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې (نادرا) ویاند، فایک علی چاچار وویل، د درخواستونو آخرنۍ نیټه د شنبې ورځ (د دسمبر ۲۲ مه) ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا پروګرام به نور هم پراخه شي که چيرې نور کسان په دې کې دلچسپي ولري، لکه څنګه چې حکومت پلان لري چې دا پروګرام نورو ضلعو ته هم وغځوي.

چاچار وويل، "د ۳۰۰،۰۰۰ نه زيات د نوم ليکنې فارمونه تر اوسه پورې د دې سکيم تر لاندې د کورونو لپاره جمع شوي دي." "زیات شمیر خلک په دې کې دلچسپي لري، او په آخرنۍ ورځ به دا شمیر ډیر زيات شي."

د کورونو او کارونو د وزارت د چارواکو له مخې، دا پروجيکټ به ژر د اسلام آباد په شمول د هيواد نور برخو ته ورسیږي.

په اصل کې دا ټاکل شوې وه چې د ودانولو کار به په جنوري ۲۰۱۹ کال کې د پنجاب صوبې په فیصل آباد کې پیل شي. خو د نومبر په میاشت کې، د کورونو او د ښار د پراختیا وزارت وزیر میاں محمود الرشيد په سيالکوټ، لودهراں، چینوټ، بهاولنګر او مظفر ګهړ کې د کورونو جوړولو د پلان اعلان وکړو.

ډاکټر فرخ سليم، چې د اقتصادي او انرژۍ د چارو حکومتي ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، وفاقي حکومت له مخکې نه ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د دې پروګرام لپاره د حکومت ځمکه خوندي کړي.

سلیم وویل، "مختلف چینايي او نړیوالو شرکتونو د کورونو جوړولو په سکيم کې دلچسپي ښودلې، او نړیوال بينک د دې حوصله افزايي کوي."

اميد رامنځته کول

هغه چا چې د کور لپاره يې درخواس جمع کړې يوازې د دې پروګرام لخوا نه دي هڅول شوي. شنونکي د اقتصاد د پیاوړتيا لپاره دې سکيم ته د يوې وسيلې په نظر ګوري، په ځانګړې توګه که چېرې دا په سمه توګه پلي شي.

ډاکټر وقار مسعود، چې د ماليې په وزارت کې پخوانی وفاقي سيکريټري دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د کورونو دا سکيم به ضرور نه يوازې اقتصاد ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي بلکې په لنډ او اوږد مهاله وخت کې د روزګار په رامنځته کولو کې به هم مرسته وکړي.

هغه وويل، "د ګڼ شمير کورونو جوړول اقتصاد ته د ملياردونو ډالرو وده ورکولی شي. دا به په مستقيمه توګه له ۱۷۰ څخه زيات صنعتونو ته ګټه ورکړي."

ډاکټر ظفر محمود، چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په ملي يونيورسټۍ (نسټ) کې اقتصادپوه دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د شک پرته، دا ډول سکيم اقتصاد ته وده ورکولی شي.

که څه هم، په دومره لویه پیمانه انفراسټرکچر او نور تاسیسات چمتو کول آسان کار نه دی.

په پاکستان کې ساختماني شرکتونه د کورونو د پروګرام د ګټو په اړه هيله مند دي. حبيب کهوکر، چې د پاکستان د ودانوونکو او جوړونکو ټولنې (ای بي ای ډي) ویاند دی، وویل چې د هغه سازمان د دې پروجيکټ په اړه موافقه لري.

هغه وويل، "د ای بي ای ډي دوه چارواکي د دې ځواک برخه ده چې نيا پاکستان هاوسنګ اتهارټي جوړه کړي. دا اداره به يو مرکز وي چې ژر به خپل کار پيل کړي."

هغه زياته کړه، دا پروجيکټ به په غير مستقيم ډول په زرګونو سوداګریو ته هم ګټه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوه ستره مقاله. خوشحاله شوم چې دا مې وليدل چې په ښار کې ډیر نوي کورونه جوړيږي. زه هم د کور په اخيستلو کې دلچسپي لرم خو نړیوال هوایي ډګر ته نږدې یو کور ته اړتیا لرم. ایا تاسو څه وړاندیزونه لرئ؟ مننه

ځواب