ځوانان

خیبر پښتونخواه د قبايلي ځوانانو سره د مرستې لپاره د سود نه بغير د قرضې پلان پيلوي

د عديل سعيد لخوا

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د ''انصاف روزګار سکيم'' (جسټس لايولي هوډ سکيم)، چې د جون په ۲۰ مه پيل شو، د يوې برخې په توګه د قرضې ورکولو یو لیک ورکوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د ''انصاف روزګار سکيم'' (جسټس لايولي هوډ سکيم)، چې د جون په ۲۰ مه پيل شو، د يوې برخې په توګه د قرضې ورکولو یو لیک ورکوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت (کی پي) د هغه ځوانانو لپاره د سود نه بغير د قرضې پروګرام پیل کړې چې غواړي سوداګري پيل کړي او يا يې پراخه کړي، چې دا د هغې هڅې يوه برخه ده چې په ځپل شويو قبايلي ضلعو کې اقتصادي فعالیتونه پیل کړي.

د خیبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان د جون په ۲۰ مه د "انصاف روزګار سکیم" (جسټس ايمپلايمنټ سکیم) په رسمي ډول هغه وخت پيل کړو کله چې هغه د نویو ضم شویو قبایلي ضلعو څخه مستحق ځوانانو ته قرضې لیکونه ورکړل.

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر، شوکت یوسفزۍ، وویل، "د دې پروګرام موخه دا ده چې په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې د بې وزلۍ او ترهګرۍ لخوا ځپل شوي ځوانانو ته د عوایدو ښه او دوامدار سرچینه چمتو کړو."

یوسفزۍ وویل، "د دې پروګرام لاندې، ۱ ملیارده ډالره (۶۶ ملیونه آمريکايي ډالره) به د قبايلي ضلعو ۵،۵۰۰ مستحق ځوانانو ته د سود نه بغير د قرضې په توګه ورکړل شي."

هغه زياته کړه، دا سکيم به په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ لخوا ځپل شويو ځوانانو ته يوه موقع ورکړي چې خپل کاروبارونه پیل کړي او یا د حکومت په ملاتړ موجوده کاروبار پراخه کړي.

يوسفزۍ وويل، د دې قرضې پروګرام لاندې، هغه اوسيدونکي چې د ۱۸ او ۵۰ کالو ترمنځ عمر لري او د ضم شويو ضلعو سره تعلق لري د ۵۰،۰۰۰ روپو (۳۳۵ آمريکايي ډالره) نه تر ۱ مليونه روپو (۶،۶۰۰ آمريکايي ډالره) پورې د قرضې لپاره درخواست ورکولی شي.

یوسفزۍ وویل، وزیر اعلی خان له مخکې نه ۲۷ بریالي غوښتونکو -- د ښځو په ګډون -- ته د قرضې ليکونه ورکړي دي چې د کاروبار د پيلولو لپاره يې د قرضې لپاره درخواستونه ورکړي ول. په دغه کاروبارونو کې عمومي دوکانونه او نور ځانګړي سټورونه شامل ول چې د لمر انرژۍ شيشې او بیټرۍ، د سينګار توکې، کپړې، پيزار او د لوبو توکي خرڅوي.

خان په مراسمو کې وويل، "په ۲۰۱۸ کال کې د خيبر پښتونخواه سره د فاټا ضم کيدل د صوبايي حکومت لپاره يو مشکل کار وو، کوم چې موږ په بریالیتوب سره بشپړ کړی دی." "اوس موږ په دې تمرکز کوو چې قبايلي سيمې په قامي بهير کې راولو، چې د دې لپاره د انصاف روزګار سکيم یوه لویه لاسته راوړنه ده."

هغه وويل، د دې قرضې پروګرام لپاره به اضافي فنډونه د ضرورتونو په بنياد چمتو کړې شي، کله چې چارواکي د دې سکيم د برياليتوب ارزونه وکړي.

د ترهګرۍ اغیز

د پخوانۍ فاټا اقتصاد د اوږدې مودې راهیسې کمزوری پاتې شوی دی چې د اورپکۍ، ترهګرۍ او د خلکو د بې ځایه کیدو له امله ځپل شوی دی.

دا سیمه د ۲۰۱۴ کال پورې د وسله والو شخړو مرکز وو، کله چې امنیتي ځواکونوضرب عضب عمليات او نور عمليات پیل کړل چې وسله وال د خپلو اډو نه وباسي.

په داسې حال کې چې اورپکي او ترهګري د قبايلي ضلعو لپاره يوه ویجاړونکي صدمه پاتې شوې ده، سیمه ایز حکومت په بشپړ ډول د ضم شویو ضلعو په پرمختيا تمرکز کوي چې دوی د نورو ميشتو سیمو په څير جوړ کړي.

د قبايلي سيمو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې صدر، شاکرین شاکر، وویل، "دا پلان به په هغه قبايلي سيمو مثبت اغیز ولري، چې د اورپکۍ له امله خورا ځپل شوي دي."

شاکر وویل، د قبایلي سیمو سوداګرۍ د ترهګرۍ او د قانون او نظم د کمزوري وضعیت له امله په پراخه کچه زیانونه ترلاسه کړي دي.

شاکر وویل، په ځينو ضلعو کې، د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډون، سوداګریز فعالیتونه د اورپکۍ له امله نږدې ودريدلي ول،او د قرضې پروګرام باید په سیمه کې د ډیرو اقتصادي فعالیتونو په پيلولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، وړې قرضې به د قرضې اخیستونکو سره د وړو او منځنیو کاروبارونو په پيلولو کې مرسته وکړي، چې په سیمه کې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خورا لوی امکان لري.

بهادر وزير خان، چې د فاټا د طالب علمانو تنظيم پخوانې صدر او د قبایلي ځوانانو د پرمختیا ټولنې جنرل سيکريټري دی، د دې نوښت ستاینه وکړه.

خان، چې خپل تعليم يې په دې وروستيو کې پای ته روسولی دی او اوس د روزګار په لټه کې دی، وويل، هغه ډاډمن دی چې دا پلان به نه یوازې هغه ته بلکې په زرګونو نورو ځوانانو ته هم ګټه ورکړي.

هغه وويل دا د حکومت یو ښه ګام دی او دا به هغه قبايلي ځوانانو ته ګټه ورسوي چې زیاتره بې روزګاره دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې به څه طريقه کار وي

ځواب

ما ته قرضه پکار ده

ځواب

زه د سوات په تحصيل کبل کې د کلي ټل، ډاکخانه ديولۍ، سره تعلق لرم. زمونږ په سوات کې د عملياتو سره، زما کاروبار ختم شوی دی، زه اوس غواړم چې خپل کاروبار بيرته پيل کړم، زه به ستاسو ډيره شکريه ادا کړم که چيرې تاسو ما ته قرضه راکړئ.

ځواب

زه د سوات په تحصيل کبل کې د کلي ټل، ډاکخانه ديولۍ، سره تعلق لرم. په سوات کې د عملياتو سره، زما کاروبار ختم شوی دی. که چيرې ما ته قرضه راکړل شي، نو زه به خپل کاروبار بيا پيل کړم.

ځواب

جناب ما ته ډير ژر د قرضې ضرورت دی مهرباني وکړئ د دې څه طريقه کار دی

ځواب

غوره پاليسي

ځواب

زه موافقه کوم!

ځواب

قرضې ته اړتيا لرم

ځواب

دا به کله پيل کيږي؟

ځواب

زه وقارالله د کوز دير د ميدان تحصيل سره تعلق لرم چې په ۲۰۰۹ کې هلته کې پوځي عمليات ترسره شوي ول. آيا مونږ موقع لرو چې د دې سکيم نه قرضې ترلاسه کړو.

ځواب