اقتصاد

پاکستاني ځوانان په ټول هيواد کې د روزګار د نوښت هرکلی کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د اقليم د بدلون لپاره د بهرنیو چارو وزیرې زرتاج ګل د دسمبر په ۵ مه د پنجاب په ملتان کې د وزير اعظم عمران خان د کامياب جوان پروګرام په افتتاحي مراسمو کې خبرې کوي. [د پاکستان د مطبوعاتي اطلاعاتو وزارت]

د اقليم د بدلون لپاره د بهرنیو چارو وزیرې زرتاج ګل د دسمبر په ۵ مه د پنجاب په ملتان کې د وزير اعظم عمران خان د کامياب جوان پروګرام په افتتاحي مراسمو کې خبرې کوي. [د پاکستان د مطبوعاتي اطلاعاتو وزارت]

پېښور -- په ټول پاکستان، په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې تعليم يافته ځوانان هيله لري چې د وزیر اعظم د روزګار د نوي نوښت څخه ګټه ترلاسه کړي.

د ځوانانو د کاروبار پيلولو سکیم، چې د وزير اعظم عمران خان د کامياب جوان (بریالي ځوانان) پروګرام يوه برخه ده، د دسمبر په ۵ مه پيل شو.

د دې سکيم لاندې، درخواست کوونکي کاري پلانونه آنلاین سپارلی شي چې د حکومت نه مختلفې قرضې ترلاسه کړي او د خپلو نويو او کوچني کاروبارونو او همدارنګه د موجوده کاروبارونو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د پاړه چنار ضلعې شيما بي بي، چې ۲۴ کاله عمر لري، وويل، "زه به په خپل کلي کې د کشيده کارۍ مرکز جوړ کړم چې ښځو ته روزنه ورکړم او هغوی په دې وتوانوم چې له عزت سره روزي وګټي."

يوه ښځه په اسلام اباد کې د نومبر په ۶ مه په مراسمو کې د وزير اعظم عمران خان نه د قرضې چيک ترلاسه کوي. [پاکستان تحريک انصاف]

يوه ښځه په اسلام اباد کې د نومبر په ۶ مه په مراسمو کې د وزير اعظم عمران خان نه د قرضې چيک ترلاسه کوي. [پاکستان تحريک انصاف]

بي بي، چې د ۳.۵ ميليونو (۲۲،۵۸۸ امريکايي ډالره) د سود نه پاکه قرضه يې ترلاسه کړه، وويل چې هغه به دا فنډونه په هغه سيمه کې د ښځو د پياوړتيا لپاره استعمال کړي کوم چې يو ځل د اورپکۍ لخوا ځپل شوې وه.

بي بي وويل، "په لسګونو ښځې او جينکۍ شتون لري چې د ترهګرۍ په اړوندو پېښو کې يې خپل خاوندان یا والدين له لاسه ورکړي دي. له همدې امله، دا پروګرام يو رحمت دی چې له دوی سره به په دې سختو حالاتو کې مرسته وکړي."

هغې وويل، "زه به ډير ژر د ګلدوزۍ هټۍ پرانيزم ځکه چې پيسې زما اکاونټ ته انتقال شوي دي." هغې زياته کړه چې دا پروګرام يو غوره نوښت دی چې د وسله والو د هغه هڅو مخه نيسي کومې چې ښځې د کار کولو نه منع کوي.

د سوات څخه محمد رفيق هم د قرضې په ترلاسه کولو خوشحاله دی.

رفيق، چې د خېبر پښتونخواه څخه په ۹۰،۰۰۰ درخواست کوونکی دی، وویل، د هغه پلار، چې يو دوکاندار و، د طالبانو له خوا په ۲۰۰۸ کال کې وژل شوی و. هغه د خپل پلار د مرګ نه وروسته د خپل تعليم د جاري ساتلو توان نه لرلو.

هغه وويل، "ما له مخکې نه د موبايل فون سمولو روزنه ترلاسه کړې، او اوس به زه خپل کاروبار دلته جوړ کړم. حکومت زما د قرضې درخواست منظور کړی دی، او ۲ ميليونه روپۍ (۱۲،۹۰۷ امريکايي ډالره) زما اکاونټ ته انتقال شوي دي."

د کاروبار د هغه پلان لاندې چې د حکومت له خوا منظور شوی دی، رفيق غواړي چې د موبايل فونونو سمولو ورکشاپ او دوکان جوړ کړي چې د لسګونو څخه زيات ځوانان به استخدام کړي.

رفيق، ۲۱ کلن، وويل، "قرضه به د اتوو کالو په قسطونو کې واپس ورکړل شي، او زه هيله لرم چې دا د ځوانانو لپاره يوه ښه موقعه ده چې خپلواکه شي.

د باجوړ ضلعې نسيمه خان، چې ۲۳ کاله عمر لري، وويل، چې هغې په ۲۰۱۲ کال کې دولسم جماعت پاس کړی و خو کله چې د هغې پلار په ۲۰۰۹ کال کې په يوې چاودنه کې وفات شو نو هغې نور تعليم ترلاسه نه کړو. هغې د دې پر ځای په يو پرايويټ سکول کې تدريس پيل کړو.

خان وويل، "زما پلان يو پرايوېټ سکول جوړول دي، چې د هغې لپاره ما ۴ ميليونه روپۍ (۲۵،۸۱۴ امريکايي ډالره) ترلاسه کړي دي."

هغې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ ترمنځ په باجوړ کې تباهۍ ته په اشارې سره وويل، "ما د جينکو سکول پرانيستلو لپاره کار پيل کړی دی ځکه چې دوی [جينکۍ] د وسله وال طالبانو، چې د ۱۰۰ نه زيات د جینکو سکولونه يې ويجاړ کړي ول، له خوا زيات ځپل شوي ول.

خان وويل، دا سکول به نه یوازې ښځینه ښوونکو ته د کار زمينه برابره کړي، بلکې جينکو ته به توان ورکړي چې له لږ فیس سره په سکول کې داخلې شي.هغې زياته کړه چې جينکۍ تعليم ته ډيره اړتيا لري.

د بنسټ پالنې نه ډډه کول

عثمان ډار، چې د ځوانانو د چارو لپاره د وزیر اعظم عمران خان ځانګړی مرستيال دی، ووويل، چې دا نوښت غواړي چې ځوانان په ګټور فعاليتونو کې بوخت کړي او هغوی ښه وګړي جوړ کړي.

هغه وويل، "په تېرو کې، ځوانان په پخوانۍ فاټا او سوات کې د وسله والو سره یوځای شوي وو ځکه چې دوی بې روزګاره وو او دوی له خطر سره مخامخ وو چې افراطيان جوړ شي او د ځانمرګي بريدګرو په توګه وکارول شي."

ډار وويل، دا پروګرام به ځوانانو ته دا فرصت ورکړي چې خپل کاروبار جوړ کړي او مالي خپلواکي ترلاسه کړي او له وسله والو ډلو څخه لرې پاتې شي.

ډار وويل، "دا ډېره هڅونکي خبره ده چې يو میلیون درخواست کوونکو، د ۱۹۰،۰۰ ښځو په ګډون، په دغه پروګرام کې ليوالتيا ښودلي ده. موږ د ښځو لپاره ۲۵٪ ونډه لرو." هغه زياته کړه چې په لومړي پړاو کې، ۵۰،۰۰۰ ځوانانو قرضه تر لاسه کړه.

هغه وويل، دغه پروګرام به په راتلونکو دوو کالو کې ۱۰۰ ميليارده روپۍ (۶۴۵ ملیوونه ډالر) د ځوانانو لپاره مختص کړي. "د ځوانانو ښکيلتيا د وسله والو د هغې لارې مخه نيسي چې د تروریستي فعالیتونو لپاره بې کاره ځوانان استخداموي."

د پخوانۍ فاټا په سلګونو ځوانان په هغه کسانو کې شامل دي چې قرضې يې ترلاسه کړي دي، چې شنونکي وايي چې دا يو داسې ګام دی چې اورپکۍ ځپلې سیمې ته په وده ورکولو کې به مرسته وکړي.

د پېښور يو ځایي بانکدار امجد علي وویل، دا پروګرام ځانګړی او ګټور دی ځکه چې د قرضې زياتره اخیستونکي د هغوی د مهارتونو او زده کړې پراساس غوره کيږي.

هغه وويل، "موږ مثالونه لرو چې دا ډول کوچني قرضې د هیوادونو په پرمختګ کې مهمې ثابت شوي دي. دا به په کورنیو او همدارنګه په هیواد کې سوکالي راولي."

د خېبر پښتونخواه اسمبلۍ ښځینه غړي عایشه بي بي وویل، دا پروګرام د څه حده پورې موخه لري چې د ښځو سره د خپلو کاروبارانو په جوړولو کې مالي مرسته وکړي.

بي بي، چې د خېبرپښتونخواه په اسمبلۍ کې د مهمند ضلعې لپاره د پراختیایي مرستې د کمیټۍ مشره ده، وویل چې وفاقي حکومت د ښځو پرمختګ ته ترټولو زياته ترجیح ورکوي.

هغې وویل، "کوچني کاروبارونه د روزګار فرصتونو په برابرولو، ابتکار رامنځته کولو او د عایداتي نابرابریو په کمولو سره اقتصادي وده رامنځته کوي."

هغې وویل چې د رسمي سرچینو څخه د تمویل نشتوالی یوه لويه ننګونه ده چې کوچني شرکتونه او ځوانان کاروباريان ورسره په هیواد کې مخ دي.

بي بي وويل، حکومت له وضعیت څخه خبر دی او په بشپړ ډول ژمن دی چېځوانانو ته دا وړتیا ورکوي چې د نوي سوداګرۍ جوړولو لپاره یا د خپل موجوده سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره له بينکونو څخه ارزانه مالي مرسته ترلاسه کړي.

هغې وویل، دا نوښت غواړي چې بې روزګاره ځوانانو ته د روزګار فرصتونه برابر کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې دوی د قرضو ورکولو پرځای دندې نه چمتو کوي؟ د دندو چمتو کولو ادعاوې چیرې دي؟

ځواب

مونږ هغه وخت درخواست جمع کړی و کله چې کامیاب جوان پروګرام پيل شو، تر اوسه پورې نه چا کال کړې نه يې څه ويلې دي. يوازې خپلو خوښو کسانو ته قرضه ورکړل شوې او کاغذي کار ترسره شوی دی.

ځواب

ډیر ښه، زه هم دغه غواړم.

ځواب

تاسو کولی شئ دا واخلئ که تاسو غواړئ.
تاسو نه پوهیږئ ترهغې پورې چې تاسو ته درس نه يې درکړل شوی.

ځواب

دا هیڅ ګټه نلري، دوی هم خپل خلک په دې کې اخته کوي. د تطبیق وړ شرایط عام سړي ته اجازه نه ورکوي چې قرضه ترلاسه کړي. اوس د قرضې لپاره د ۱۴ درجې دولتي افسر ضمات پکار دی. دلته زموږ په هیواد کې، د ۱۶ درجې افسران اجازه نه ورکوي چې یو عام سړی د دوی سره کيني، نو ولې به هغوی د هغه لپاره ضمانت ورکړي؟

ځواب

زه هم دې ته اړتیا لرم.

ځواب