ټولنه

د پاکستان چارواکي هڅه کوي چې د آبادۍ په چټکې سره زياتيدونکي وده کمه کړي

د آمنه ناصر جمال لخوا

ماشومان په اسلام آباد کې د اپريل په ۱۷ مه په صنعتي سیمه کې د سټيل ميلز د خځلو په ځای کې وسپني راټولوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

ماشومان په اسلام آباد کې د اپريل په ۱۷ مه په صنعتي سیمه کې د سټيل ميلز د خځلو په ځای کې وسپني راټولوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

اسلام آباد - پاکستان د نړیوالو سازمانونو سره کار کوي چې د هیواد په چټکۍ سره زياتيدونکي آبادي کنټرول کړي.

د پاکستان حکومت د جون په ۲ مه د پلانونو اعلان وکړو چې د پاکستان د آبادۍ کمیشن او د آبادۍ کاري ځواک جوړ کړي چې د هیواد د آبادۍ خطرناکه شرح کنټرول کړي.

په ۲۰۱۷-۱۸ کال کې د پاکستان د اقتصادي سروې،چې د ۲۰۱۷ کال د آبادۍ او کورونو مردم شمارۍ ته اشاره وکړه، له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې، د پاکستان آبادي ۲۰۷.۷۷ ميليونه وه، چې په هره يوې کورنۍ اوسطاََ ۶.۴۵ کسان لرل.

د مردم شمارۍ له مخې، په ۱۹۹۸ کال کې، پاکستان یوازې ۱۳۲.۳۵ میلیونه خلک لرل. د ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د هيودا د آبادۍ کلنۍ شرح ۲.۴٪ وه.

ماشومان د جولای په مياشت کې په ټهټه کې د خپلو والدینو سره لوبې کوي. [آمنه ناصر جمال]

ماشومان د جولای په مياشت کې په ټهټه کې د خپلو والدینو سره لوبې کوي. [آمنه ناصر جمال]

کلتوري او ټولنیز اقتصادي عوامل

ډاکټر زيبا ستار، چې په پاکستان کې د نیویارک د آبادۍ د کونسل د نادولتي موسسې کنټري ډايريکټره ده، وويل، په پاکستان کې ۶ ميلیونه واده شوي ښځي وایي چې دوی نه غواړی چې نور ماشومان پيدا کړي او یا د ماشومانو په زيږون کې وقفه غواړي، خو ډیرې ښځې توان نه لري چې د خپل خواهش سره سم عمل وکړي.

هغې په تېرو او اوسنيو وختونو کې د دواړو ښځينه ماشومانو او جينکو د مړينې لوړې شرحې ته اشاره وکړه او ويې وويل، په پاکستان کې، "زامنو ته لا تر اوسه ترحيح ورکړل کيږي."

زيبا د زيږون د لوړې نه کمې کچې ته په اشاره وويل، "د جنس غوره والی په طبیعي زیږون کې په زيږيدلی ماشوم باندې اثرات لري، خو په هغه ټولنه کې، چې د زیږون بدلون په کې پيل کيدونکی دی، دا په دې فيصلې اثر لري چې آيا په کوم وخت کې د حمل د کنټرلولو علاج پیل کړې شي."

هغې نوټ کړه، سره له دې چې ايران، بنګله ديش او انډونيشيا د پاکستان نه يوه عشره وروسته د فيملي پلاننګ طريقې معرفي کړي وې، خو دوی د هرې ښځې لپاره د زيږون ۲.۵ شرح ترلاسه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې د نړیوال بينک لخوا د خپاره شوي معلوماتو له مخې، پاکستان د زيږون ۳.۵ شرح لري.

فريد مدهت، چې يو مشهور ډيموګرافر او د ايشيا فاونډيشن پخوانې ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته د جون په ۱۰ مه وويل، لوی ښارونه لکه کراچۍ او لاهور ډير کم ځای لري ځکه چې آبادي په دوامداره توګه زیاتیږي.

هغه وويل،"د پاکستان یوازې ۳۰٪ خلک د حمل د کنټرولولو لپاره علاج کوي،چې دا په سیمه کې تر ټوله ټيټه شرح ده. دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې دا هېواد په سیمه کې د زيږون تر ټولو لوړه کچه لري."

هغه وويل، د فيملي پلاننګ پروګرامونه او د روغتیايي پاملرنې پالیسۍ باید په دې تمرکز وکړي چې د حمل د کنټرولولو لپاره دوايانې دستياب دي او د روغتیا ښځينه کارکوونکي د نارینوو او دیني مشرانو په ملاتړ کمپاینونه پيل کړي.

هغه وويل، د ښځو د تعليم سره د حمل د کنټرولولو لپاره د دوايانو استعمال زياتيږي.

مدهت په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان ډيموګرافک او هيلتهـ سروې (پي ډي ايچ ايس) ته په اشاره وويل، یوازې ۲۵٪ غير تعليم يافته واده شویو میرمنو د حمل د کنټرولو لپاره دوايانې استعمال کړي وې، په داسې حال کې چې ۴۳٪ تعليم يافته ښځو د حمل د کنټرولولو لپاره علاج کړې و.

هغه وويل، "په عمومي توګه، ښځې په پيل کې د حمل د کنټرولولو لپاره علاج نه کوي، بلکې دوی د يو ماشوم نه وروسته علاج کوي. د دې نه وروسته، د ماشومانو د زياتيدو سره د حمل د کنټرولولو علاج په چټکۍ سره زياتيږي."

کوششونه روان دي

عنبرين رضا، چې په پنجاب کې د آبادۍ او بهبود د ادارې، سيکريټري ده، د جولای په مياشت کې پاکستان فارورډ ته وویل، "د پلان او پراختيا وزارت، د آبادۍ فنډ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د جون په میاشت کې یو ګډ پروجيکټ پيل کړو چې په اغيزمنه توګه هغه پرمختیایي هدفونه ترلاسه کړي کوم چې د آبادۍ سره تعلق لري."

په دې اهدافو کې د نورو مسلو نه علاوه غربت او لوږه کمول دي.

هغې وويل، صوبايي حکومت به د دې هڅو سره یو ځای شي، چې په دې کې تر ټولو ضروري د پاکستان د ‌آبادۍ کميشن جوړل شامل دي.

رضا وویل، دا ډول اداره به "د وفاق او صوبايي حکومتونو او د نورو پرايويټ سکټورونو همکارانو او پرمختیایي همکارانو نه د آبادۍ ... او د دوامداره پرمختيا په مسلو کې سپارښتنې ترلاسه کړي."

په عین حال کې، د پنجاب د آبادۍ او بهبود اداره آرټ د يوې وسیلې په توګه کاروي چې خلک خبر کړي او وهڅوي چې خپلې کورنۍ وړې وساتي او د آبادۍ د ودې په کنټرولولو کې مرسته وکړي.

دا ډول فعالیتونه د وګړو د آبادۍ او بهبود ادارې ته توان ورکوي چې د هغه مسلو اهمیت ته د خلکو پام راواړوي کومې چې د آ‌بادۍ سره تعلق لري او پراختیایي پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي.

رضا وويل، "د مواصلاتو د ستراتيژۍ وسيلې په خلکو کې د پوهاوي د لوړولو لپاره يوازينۍ لاره ده." "د آرټ فعالیتونه په هغه سيمو کې خورا مهم ثابتیدی شي چېرې چې د تعليم کچه ټیټه وي او یا لیکل شوي معلومات په پراخه کچه نه خپاره کيږي."

په فدرالي کچه، د پلان او پراختیا وزارت کلیو او کلیوالي سیمو ته عالمان ليږل پیل کړي چې د آبادۍ د کنټرولولو او فيملي پلاننګ په اړه خلکو ته طبي او علمي معلومات ورکړي، په داسې حال کې چې د کورنۍ د ټولو غړو خواهشات په پام کې وساتل شي.

د دې موخه دا ده چې د فيملي پلاننګ په اړه موجوده نظريات او غلط فهمۍ ختمې کړي او د اسلام سره سم د فيملي پلاننګ د طريقو په اړه په خلکو کې پوهاوې رامنځته کړي.

رضا وويل، "د آبادۍ د چيلنج سره د مبارزې لپاره، حکومت ژمنه لري چې په ټولنه کې د مذهبي خلکو د واک نه ګټه پورته کړي." "دغه وزارت له مخکې نه د فيملي پلاننګ په اړه د عامه مشورې لپاره په کمپاين کې د مختلفو جوماتونو عالمان او امامان بوخت کړي دي."

دیني عالمان په دې کې ګډون کوي

په لاهور کې د جامعه نعیمیا ستر مدير، مولانا راغب نعیمي، د اګست په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وویل چې هغه اسلامي دلايل استعمالوي چې چې دا ثابته کړي چې اسلام په بنيادي توګه د فيملي پلاننګ او زیږون روغتیايي پروګرامونو اجازت ورکوي او دا تائیدوي.

هغه وويل، "د فيملي پلاننګ نه د ګناه کار نه دی او نه د اسلام خلاف يو عمل دی. اسلام د فميلي پلاننګ او د ماشونو په زيږون کې د وقفې اجازه ورکوي ځکه چې بار بار زيږون د مور صحت ته زيان رسوي."

نعيمي وويل، اسلام یو جامع او ټولیز لرلید لري چې د کورني ژوند د هر اړخ وضاحت يې کړی دی، چې په دې کې پۍ ورکول، په زیږون کې وقفه ساتل، د ښځې او خاوند ترمنځ اړیکې او د ازدواجي ژوند چلند شامل دي.

نعیمي الغزالي ته اشاره وکړه. الغزالي په ۱۲ مه پیړۍ کې یو مشهور دیني عالم و او هغه "يوې خپلې ښځې ته د حمل د کنټرولولو لپاره د علاج کولو اجازه ورکړې وه چې هغه د زېږون د خطر نه خوندي وساتي او یا په ساده ډول د هغې ښکلا وساتي."

هغه وويل، دغه امام هم "د اقتصادي وجوهاتو له کبله د فيملي پلاننګ، لکه کورنۍ تر هغه حده پورې وړه ساتل چې پالنه يې ممکن وي، ملاتړ وکړو."

نعيمي وويل، ښځې او خاوند له پکار ده چې په ګډه فيصله وکړي چې څومره ماشومان دوی ولري او کله يې ولري.

هغه وويل، "په اسلام کې د حمل د کنټرولولو لپاره د علاج يوه مشروع وجه د ماشومانو خیرښیګړه ده." "د پيو د ماشوم شتون د حمل د کنټرولو لپاره يوه لويه وجه ده. نوې حمل د پيو ورکولو لپاره زياته موده مقرروي، چې په نتیجه کې بار بار زيږون ماشوم ته زيان رسوي."

نعیمي وویل، حتی قران کريم په غیر مستقیم ډول د ماشومونو په زيږون کې د وقفې ساتلو ملاتړ کوي. هغه یو آیت ته اشاره وکړه: "او میندو له پکار ده چې خپلو ماشومانو ته د دوو کالو پورې پۍ ورکړي."

هغه وويل، د پاکستان دیني عالمان ویره لري چې د آبادۍ زياتوالی د هیواد د راتلونکې لپاره يو خطر دی او مدني او ټولنیز مسؤلیت لري چې ټولنې وهڅوي او خلکو ته د آبادۍ او پراختیا په باره کې د مسلو په اړه خبر ورکړي.

نعیمي وویل، په عین حال کې، والدین دنده لري چې خپلو ماشومانو ته انصاف او مساوي سرچينې ورکړي او د هغوی پالنه وکړي او د ټولنې ښه غړي ترې جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500