بايزۍ، مهمند ضلع -- بایزۍ تحصیل په مهمند ضلع کې هغه سيمه ده چې د اوبو د سخت کمي سره مخ ده.
کوهيان د ۴۵۰ فوټو پورې ژور کنل کيږي، چې د محلي قومونو لپاره يو ستونزمن کار دی.
صنوبر خان، چې د بایزۍ تحصیل یو اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا سیمه د تیرو ۷۰ کالو راهیسې پسمانده پاتې شوې ده."
خان وويل، "اوسيدونکي خپلې اوبه د حکومت د ټيوب ويل نه ترلاسه کوي، او يا هغوى د اوبو ټينکر په کرايه راولي، چې ډېر وزله [اوسيدونکي] د هغې طاقت نه لري."
![ماشومان د مهمند ضلعې په بايزۍ تحصیل کې د جولای په میاشت کې په کورنو کې د استعمال لپاره د اوبو لوخي ډکوي. [عالمګير خان]](/cnmi_pf/images/2018/08/15/13892-w2-585_329.jpg)
ماشومان د مهمند ضلعې په بايزۍ تحصیل کې د جولای په میاشت کې په کورنو کې د استعمال لپاره د اوبو لوخي ډکوي. [عالمګير خان]
جمشيد حسين بنګش، چې په مهند ضلع کې د عامې روغتيا او انجنيرۍ ادارې سب ډويژنل افسر دی، د اوبو د کمي تاييد وکړو.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ټوله قبايلي ضلع د اوبو د کموالي سره مخ ده، خو دا مسله په کلیو کې ترټولو زياته ناوړه ده."
د بنګش له مخې، د خیبر پښتونخواه حکومت د کلني پرمختيايي پروګرام د برخې په توګه په مهمند ضلع کې د اوبو په کمي تمرکز کوي.
هغه وويل، د دې کوشش په لومړنۍ مرحله کې، چې په نږدې راتلونکې کې به پیل شي، د شپږو ټیوب ويلونو کنستل شامل دي، چې په هر یو ټيوب ويل به د ۵۰۰،۰۰۰ روپو (۵،۰۰۰ آمريکايي ډالره) پورې لګښت راشي.
د ملګرو ملتونو له مخې، رسمي ارقام ښیي چې د ۲۰۲۵ کال پورې به دا هیواد د اوبو د "زيات کمي" سره مخامخ شي، چې هر يو کس به د ۵۰۰ کیوبک ميټره نه کمې اوبه ولري -- چې دا په وچه صومالیا کې د اوبو د دریمې برخې برابره ده.