غلنۍ -- د مهمند ضلعې اوسيدونکي يوم پاکستان (مارچ ۲۳) د سايکل او خرګاډو د ځغلولو د سياليو سره ولمانځله.
د چارواکو په وینا، د ضلعې د لوبو او د کلتور رياست د دې سياليو انعقاد کړی وو، چې په دې کې د ۱۰۰ نه زيات کسانو د مارچ د ۱۵ نه ۲۳ مې نيټې پورې په سياليو کې ګډون وکړو.
د سولې په راتللو سره، چې په تیر شوي څو کلونو کې په خیبر پښتونخواه صوبه کې د امنیتي ځواکونو د اورپکو خلاف د جاري کامیابیو له کبله راغلې، ګڼ شمیر نندارچیان کولای شي چې دا سیالي وګوري.
ساجد خان، چې د مهمند ضلعې د ملي شورا غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت په قبایلي ضلعو کې لوبو ته په ځانګړې توګه پام کوي."
هغه زياته کړه، لوبې په ځوانانو باندې خورا مثبت اغېز لري.
علي ګوهر، چې په مهمند ضلع کې یو قومي مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د سولې د بيابحالۍ نه وروسته، په دې سیمو کې د سپورټ فعالیتونه پیل شول."
هغه وويل، حکومت بايد په قبايلي سيمو کې په صحتمند فعاليتونو لکه په سپورټس باندې تمرکز وکړي.
ستاينه کول
ځوابتبصرې 1