ټولنه

د خیبر پښتونخواه د سپورټ په نوي پاليسۍ کې هڅه کیږي چې د ځوانانو لپاره صحتمند او فعال ژوند برابر کړي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د پیښور زلمی کپتان ډيرین سیمی د مارچ په ۲۴ مه په کراچۍ کې د کرکټ په ملي سټيډيم کې د روزنیز سیشن په دوران کې د پاکستان سپر ليګ د فاينل نه مخکې ماشومانو ته آټوګراف ورکوي. [آصف حسن/ای ايف پي]

د پیښور زلمی کپتان ډيرین سیمی د مارچ په ۲۴ مه په کراچۍ کې د کرکټ په ملي سټيډيم کې د روزنیز سیشن په دوران کې د پاکستان سپر ليګ د فاينل نه مخکې ماشومانو ته آټوګراف ورکوي. [آصف حسن/ای ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه د سپورټ د نوي پالیسۍ موخه دا ده چې د هغهټولنیزې او نفسياتي صدمې علاج وکړي د کومې سره چې ځوانان په صوبه کې د اورپکۍ او تاوتريخوالي له کبله د یوې عشرې نه د زیاتې مودې راهيسې مخامخ شوې دي.

د خیبر پښتونخواه کابینې د اپریل په ۲۵ مه دا پالیسي منظوره کړه چې په سکولونو کې لوبو او صحتمند ژوند ته وده ورکړي.

د خيبر پښتونخواه د سپورټ او کلتور وزیر محمود خان پاکستان فارورډ ته وویل، "اوسني حکومت هر ممکنه اقدامات پورته کوي چې صحتمند او تفریحي فعالیتونو ته وده ورکړي، لکه د صوبې په هر ډسټرکټ کې د لوبو ميدانونه جوړول، د سپورټ د فعالیتونو انتظام کول او بالاخره د سپورټ پالیسي منظورول."

د تير دسمبر په میاشت کې، د خیبرپښتونخواه حکومت د پیښور زلمي لیګ ټورنامنټ په لومړي ځل انتظام وکړو، چې په دې کې د هر يو ډسټرکټ د پرايمرۍ سکولونو د کرکټ ټیمونو برخه اخیستې وه.

رشید خان (ګس اړخ ته) ۱۵ کلن، په پیښور کې د می په ۳ مه د خپل ملګرو سره فوټبال کوي. د خیبر پښتونخواه د سپورټ د نوي پالیسۍ موخه د صوبې په ټولو سکولونو کې لوبو ته وده ورکول دي. [دانش يوسفزۍ]

رشید خان (ګس اړخ ته) ۱۵ کلن، په پیښور کې د می په ۳ مه د خپل ملګرو سره فوټبال کوي. د خیبر پښتونخواه د سپورټ د نوي پالیسۍ موخه د صوبې په ټولو سکولونو کې لوبو ته وده ورکول دي. [دانش يوسفزۍ]

د پاکستان د ټينس کوچ محبوب خان د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۵ مه په اسلام ‌آباد کې د ټينس طالب علمانو ته د روزنیز ناستې په ترڅ کې د ټینس زده کونکو ته لارښوونه کوي. د خیبرپښتونخواه چارواکو یوه نوي پالیسي منظوره کړې چې په ټولو سکولونو کې يې لوبې ضروري ګرځولې دي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

د پاکستان د ټينس کوچ محبوب خان د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۵ مه په اسلام ‌آباد کې د ټينس طالب علمانو ته د روزنیز ناستې په ترڅ کې د ټینس زده کونکو ته لارښوونه کوي. د خیبرپښتونخواه چارواکو یوه نوي پالیسي منظوره کړې چې په ټولو سکولونو کې يې لوبې ضروري ګرځولې دي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

جيو نيوز راپور ورکړو، حکومت د می په ۵-۷ مه د انډر-۲۳ لوبو ټورنامنټ په دريم ځل بشپړ کړو. د ټولو صوبې نه تر ۳،۰۰۰ پورې نارینه او ښځینه لوبغاړو په ۴۳ مختلفو لوبو کې برخه واخیسته -- چې په دې لوبو کې ۱۷ لوبې د ښځو لپاره او ۲۶ لوبې د نارینوو لپاره وې.

د خیبرپښتونخواه د سپورټ ریاست له مخې، د خیبرپښتونخواه حکومت ۱۸۳ ميليونه روپۍ (۱.۶ آمريکايي ډالره) په دې لوبو باندې خرچ کړې.

ګټونکو سکالرشپونه ترلاسه کړل.

دا ټول کوششونه د ځوانانو د یو صحتمند او مثبت راتلونکي لپاره ول، چې دا یو څو کاله وړاندې يو خوب ښکاريدو کله چې اورپکۍ په هرځای کې موجود وه.

طالب علمان په صحتمند او مثبت فعالیتونو کې بوخت کول

د دې پالیسۍ موخه دا ده چې طالب علمان په صحتمند او تفریحي فعالیتونو کې بوخت کړي او سپورټس ته د تعلیمي سیسټم د يوې ضروري برخې په توګه وده ورکړي.

د دې نوښت له مخې، ټول پبلک او پرايويټ پرايمري سکولونه به په هفته کې يوه ورځ د لوبو لپاره مقرروي. د پرايمري کچې نه پورته تعلیمي ادارې به هره ورځ د سپورټس لپاره دوه کلاسونه ولري.

ايکسپریس ټریبيون راپور ورکړو چې په سکولونو کې د لوبو د ميدانونو کمي له منځه وړولو لپاره، دا پالیسي د کلسټر سیسټم معرفي کوي چې په هغې کې به شپږ نږدې سکولونه د سپورټس ميدان یا نور سهولتونه شریکوي.

د دې لپاره، چې طالب علمان په لوبو کې په فعاله توګه ګډون وکړي، د دې پالیسۍ له مخې به د ۵ نه تر ۸ جماعت د طالب علمانو لپاره جسماني تعليم ضروري وي.

د خيبر پښتونخواه د ځوانانو د چارو وزارت ډايريکټر جنرل اسفنديار خان وويل، د ځوانانو لپاره د سپورټس د خراب سهولتونو او د صحتمند او مثبت فعالیتونو د نشتوالي له امله د سپورټس پالیسي ضروري وه. د دې سهولتونو د نشتوالي له کبله طالب علماند مخدره موادو او افراطي استخدام کوونکو ښکار جوړیدی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ له ډیرو قربانیانو وروسته سوله او امنیت ترلاسه کړی، او موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دا یو دوامداره سوله ده." "موږ باید هر يو اقدام پورته کړو چې خپل ځوانان په صحتمند فعالیتونو کې بوخت کړو."

د دې پالیسۍ له مخې، د جسماني تعليم کوچ یا ډايريکټر به په ټولو هايي سکولونو او هاير سيکنډري سکولونو کې وټاکل شي، او د خیبرپښتونخواه چارواکي به د تعلیمي زده کړو کورسونو له لارې د هغوی ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

خان وويل، "دا ټاکل شوي کوچونه به مسوليت ولري چې په زده کونکو کې د سپورټس جذبه رامنځته کړي او تکړه طالب علمان په ګوته کړي او د هغوی نومونه د ډسټرکټ سپورټس دفتر ته وليږي." "سربيره پر دې، ټول سکولونه به د لوبو د کلنيز جشنونو انتظام کوي چې په هغې کې به زده کوونکو ته انعامات ورکړل کيږي."

نوي فرصتونه رامنځته کول

د خيبر پښتونخواه د سپورټس ايډيشنل ډايريکټر نعمت الله خان وویل، د دې پالیسۍ د موخو ترلاسه کولو لپاره د پرايويټ سپورټ کلبونو، پخواني لوبغاړو او سپورټس ته وده ورکوونکي سازمانونو له پکار ده چې په دې کې برخه واخلي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "له دې سره به مونږ توان ولرو چې د خپل ملي سپورټس ستر لوبغاړو ته د کار فرصتونه برابر کړو او خپلو ځوانانو ته مسلکي کوچنګ او تربيت چمتو کړو."

د دې پالیسۍ د پلي کولو لپاره، د سپورټس یوه برخه به د تعليم په ټولو ډپارټمنټونو کې او د هغوی په اړوندو ریاستونو کې جوړه شي.

دوی به په سکولونو کې د کلني مقابلو د شيډول جوړولو، په شيډول کې د ذکر شوي فعالیتونو پلي کولو د څارنې، او د سکولونو، کالجونو، د فني تعليم ادارو او يونيورسټو د عمومي کارکرګۍ د تجزيې لپاره مسوليت ولري.

والدېنو او طالب علمانو د صوبې د سپورټس د نوي پاليسۍ ستاينه کړې او وايې چې دا په سکولونو کې د ښه چاپیریال په لور يو مثبت ګام دی.

مدثر رحیم، چې د هغه دریو ماشومانو پلار دی کوم چې په په پيښور کې په باړه ګيټ کې د حکومت په پرايمري سکول کې تعليم ترلاسه کوي، وویل، هغه د خپلو ماشومانو د صحت په اړه اندیښنه لرله ځکه چې سخته تعليمي مقابله هغوی ته د ورزش ډيره کمه موقعه ورکوي.

هغه وويل، د هغه ماشومان د مطالعې خورا سخت شيډول لري ځکه چې هغوی له ضروري ده چې د ۹۰٪ نه زيات مارکس ترلاسه کړي او د حکومت په طبي کالجونو کې د داخلې اخيستلو چانس ومومي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د سپورټس لپاره هیڅ ځای نه لري، چې د ماشوم د صحت لپاره ډير زيات مهم دی." "د دې پاليسۍ سره به سپورټس د نصاب برخه وګرځي."

رشید خان، چې د پېښور په حيات آباد ماډل سکول کې ۱۵ کلن زده کوونکی دی، وویل، هغه د فوټبال غوره لوبغاړی دی او هغه غواړي چې دا د روزګار په توګه استعمال کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه يقين لرم چې ماته به د فوټبال په ملي ټيم کې موقع ملاو شي که چيرې ماته سمه موقعه او ټريننګ راکړی شو." "زما ډیر ملګري په کرکټ او والي بال کې ښه دي."

هغه وويل، "دا پاليسي به هر يو کس ته فرصت ورکړي چې زموږ رښتينې وړتيا په ګوته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500