روغتیا

ډاکټران وايي چې په پاکستانيانو کې زياته ذهني بيماري د اورپکۍ له کبله ده

محمد شکيل لخوا

یوه پاکستانۍ مور (دوهم ګس اړخ ته) د تیر شوې فبرورۍ په ۱۷ مه د نورو خلکو سره د خپل ۱۳ کلن زوی، په مرګ ماتم کوي. هغه په سيند صوبه کې په سيهون کې په يو زيارت کې په بمي چاودنه کې وژل شوی و. شنونکي وايي، چې د اورپکۍ له کبله رامنځته شوي ناوړه پیښو په پاکستانيانو کې، د ماشومانو په ګډون، ذهني بيماري زياته کړې ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

یوه پاکستانۍ مور (دوهم ګس اړخ ته) د تیر شوې فبرورۍ په ۱۷ مه د نورو خلکو سره د خپل ۱۳ کلن زوی، په مرګ ماتم کوي. هغه په سيند صوبه کې په سيهون کې په يو زيارت کې په بمي چاودنه کې وژل شوی و. شنونکي وايي، چې د اورپکۍ له کبله رامنځته شوي ناوړه پیښو په پاکستانيانو کې، د ماشومانو په ګډون، ذهني بيماري زياته کړې ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

پېښور -- طبي کارپوهان وايي، په پاکستان کې د اورپکۍ له کبله په خلکو کې ذهني بيمارۍ زياتې شوي دي. دا بيمارۍ په ځانګړي توګه په هغه ماشومانو کې زياتې شوي دي کوم چې د کم عمرۍ له کبله په ذهني بيمارو کې اخته کيږي.

ډاکټر خالد مفتي، چې په پېښور کې په عبادت هسپتال کې یو ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ترهګرۍ او اورپکۍ د پاکستان او افغانستان ډیر خلک په دوامداره توګه متاثره کړي دي، چې له دې امله هغوی په ذهني بيمارو او صدمې سره تړاو لرونکي بيمارو کې اخته کيږي."

مفتي وويل، چې هغه په هغه قبايلي سيمو کې دا ډول بيمارۍ ليدلي دي کومې چې په تېرو دوو لسيزو کې د اوږدې مودې د بې ثباتۍ او جګړې سره مخامخ شوي دي.

د دې سيمې ډیر اوسيدونکي د صدمې نه وروسته په ذهني بيمارو (پي ټي ايس ډي) په مختلفو شکلونو کې اخته شوي دي، چې په دې کې د خفګان ستونزې، د چلند ستونزې، غصه او د ځان وژلو هڅې شاملې دي.

هغه وويل، "په ناکراره سيمو کې د ۵۴٪ نه زیات خلک د سخت فشار، خپګان، اندیښنې او [پي ټي ايس ډي] نښې نښانې لري." هغه زیاته کړه، چې د ترهګرۍ او اورپکۍ قربانيان د ټولو پاکستانيانو ۷۰-۷۲٪ خلک دي چې د فشار په ناروغیو کې اخته دي."

هغه وويل، "اورپکۍ زيات شمېر خلک، د ماشومانو په ګډون، په صدمه کې اخته کړي دي او د هغوی په ذهني حالت خراب اثر کوي."

زياتره ماشومان په ذهني بيمارو کې اخته دي

مفتي وويل، "له بده مرغه، هغه ماشومان، چې د لويانو په نسبت ډير نازک او په آسانۍ سره اثر اخیستونکی ذهني حالت لري او حساس وي،د اورپکۍ او ترهګرۍ ستر قربانيان دي."

هغه وويل، "تقريباََ ۱۸ کاله مخکې، هغه ماشومان چې په مختلفو ذهني بيمارو کې اخته ول، د هغوی شرحه تقريباََ ۱٪ وه." خو اوس دا شرحه د اورپکۍ او د دې د اثراتو له کبله ۱۳٪ زياته شوې ده."

مفتي وويل، په ورته وخت کې، که ماشومان د لويانو په پرتله زيات د صدمې سره مخامخ کيږي، خو د هغوی د بيا رغونې توان هغوی ښه کوي.

هغه د پي ټي ايس ډي د علاج لپاره د روايتي طريقو پر ځای د مناسب طبي پاملرنې ترلاسه کولو په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

"یو قرباني کولی شي چې د صدمې نه وروسته په خپلې ذهني بيمارۍ باندې قابو ترلاسه کړي، خو د يو بيمار لپاره ستونزمنه ده چې خپل ځان د مناسب طبي سلا مشورې نه بغير د پيرونايا، خپګان، اندیښنې او روحي اختلال بيمارو نه ځان خوندي وساتي. دا بيمارۍ د يوې غمژنې پيښې ليدلو نه وروسته رامنځته کيږي."

د ذهني بيمارۍ مناسب علاج

د مفتي له مخې، د يو ښه چاپیریال او د زيات مسلکي نفسیاتي کاري ځواک جوړولو ضرورت دی چې د ذهني بيمارو علاج وکړي او د دې مخه ونيسي. مفتې د هورايزن په نامه يوه اين جي او هم چلوي، چې د هغه کسانو علاج کوي کوم چې په ذهني بيمارو کې اخته وي.

هورايزن د صدمې نه وروسته په ذهني بيمارو کې اخته هغه ۵۰ طالب علمانو او د هغوی کورنيو ته مشوره ورکړه کوم چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول کې په تروریستي برید کې موجود ول.

ترهګرو په دغه ورځ د ۱۴۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي وژلي ول.

معصومه بي بي، چې په دغه اين جي او کې کواړډينيټړه ده، پاکستان فارورډ ته وویل، هورايزن له ۱،۰۰۰ نه د زیاتو هغه مریضانو په وړیا توګه علاج او مشاورت کړی چې د اورپکۍ لخوا په څه نه څه شکل ځپل شوي و -- په دغه کسانو کې د آرمي پبلک سکول ژغورل شوي کسان او د هغوی کورنۍ شاملې دي.

هغې وویل، چې طبي کارپوهانو وليدل چې په مريضانو کې پي ټي ايس ډي نه یوازې د اورپکۍ او ترهګرۍ له کبله رامنځته کيږي، بلکې په هغو کسانو کې هم رامنځته کيږي کوم چې بې ځایه شوي وي، د اقتصادي بې يقينۍ، تعلیم د نشتوالي او په کيمپونو کې له خراب حالاتو سره لاس و ګریوان دي.

تروريزم ژوند تباه کوي

زبير احمد، چې په جنوبي وزيرستان کې د سراروغا تحصيل اوسيدونکی دی، وويل، د اورپکۍ لعنت د پاکستانيانو او په ځانګړي توګه د قبايلي سيمو د هغه اوسيدونکو ژوند تباه کړی دی کومو چې په خپل هيواد کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه وليدله.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې موږ د تروریزم له کبله خپل کورونه پریښودل ... نو زموږ آرمانونه ویجاړ شول او زمونږ موقعيت بدل شو."

هغه وويل، د اورپکۍ وروسته، د ګڼ شمېر قومونو غړيو د بېروزګارۍ، ناامنۍ، بې يقينۍ حالت او د ماشومانو لپاره د ناکافي تعليمي اسانتياو سره مبارزه وکړه.

زبير وويل، "ماشومان د اورپکۍ، ترهګرۍ او د وينې تويولو د ليدلو له کبله تر ټولو زيات وځپل شول، او مجبوره شول چې خپل هيواد پريږدي."

هغه وويل، په داسې ستونزو کې د ټولنې نه جدا کيدل، وېره او بدل شوي ذهني حالات شامل دي، چې ذهني فشار رامنځته کوي او د چلند او نورو ستونزو سبب جوړيږي.

شير رحمان، چې د مهمند ایجنسۍ په خوازۍ سیمه کې بوټان پالش کوي، وویل، د هغه ټولې کورنۍ خپله مورنۍ ځمکه د اورپکۍ له کبله پریښوده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اورپکۍ موږ ته نا امیدي، بې روزګاري، ناامني او کمزوری اقتصاد راکړو، چې زمونږ لپاره يې ژوند ستونزمن کړو."

هغه وويل، "اورپکۍ زيات شمېر ماشومان د ناامنۍ او دوامداره ډار سره مخامخ کړي دي، چې د هغوی په ذهنيت او نظريه کې يې بدلون راوستی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500