اقتصاد

حکومت په سوات ډسټرکټ کې د شاتو او د رېښمو صنعتونو ته وده ورکوي

د محمد شکيل لخوا

يو پاکستانی د شاتو مچۍ لرونکی، چې حفاظتي آلات لري، په پیښور کې د اکتوبر په ۲۳ مه د مچو په فارم کې د شاتو د کندو معاینه کوي. هر کال تقریباً ۳۰۰،۰۰۰ د پاکستاني شاتو د مچو کالونۍ ۷،۵۰۰ ټنه شات پيدا کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

يو پاکستانی د شاتو مچۍ لرونکی، چې حفاظتي آلات لري، په پیښور کې د اکتوبر په ۲۳ مه د مچو په فارم کې د شاتو د کندو معاینه کوي. هر کال تقریباً ۳۰۰،۰۰۰ د پاکستاني شاتو د مچو کالونۍ ۷،۵۰۰ ټنه شات پيدا کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پیښور -- پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې د خیبر پښتونخواه په مالاکنډ ډويژن کې د رېښمو او شاتو صنعتونه بیا بحال کړي. د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹کال پورې د طالبانو په دور کې دغه صوبه او دواړه ضلعې په عمومي توګه ځپل شوي وې.

د پاکستان د صنایعو او تولید لپاره د وزارت وزير غلام مرتضی خان جتويي په سوات ډسټرکټ کې د کلستر د پرمختیایي پروژې پرانيسته وکړه. په دې پروژه، چې د هیواد د عامه سکيټور د پراختیا پروګرام ترلاندې جوړ شو، ۱۰۰ ملیونه روپۍ (۱ ميليون امريکايي ډالره) لګښت راغې.

جتويي د افتتاح په دوران کې وویل: "دا پروژه به په سوات ډسټرکټ کې د ټکسټايل ثقافتي سکتور او په کور کې کپړو جوړولو ته وده ورکړي."

په دې پروژه کې هغه سهولتونه شامل دي د کومو چې موخه د دودیزو رېښمو او د شاتو د مچو سکټورونه لوړول دي. دا کار به د محصول لپاره د هغه نوي طريقو رامنځته کولو له لارې ترسره شي کوم چې معاصر مارکيټونه په پام کې نیسي او د محصول د کارولو لپاره نوي فرصتونه لټوي.

د شاتو پروسس کولو او پیکنګ کولو په مرکز کې کارکوونکي د اکتوبر په ۲۶ مه د شاتو پيکنګ کوي. دغه مرکز د پاکستان د کوچني او متوسطه صنایعو پراختیا ادارې لخوا جوړ کړی شوی دی. [سميډا]

د شاتو پروسس کولو او پیکنګ کولو په مرکز کې کارکوونکي د اکتوبر په ۲۶ مه د شاتو پيکنګ کوي. دغه مرکز د پاکستان د کوچني او متوسطه صنایعو پراختیا ادارې لخوا جوړ کړی شوی دی. [سميډا]

پاکستاني کار کوونکي د ۲۰۱۲ کال د اپریل په ۳ مه په لاهور کې په جامو باندې چاپ لګوي. چارواکو د خیبر پختونخواه په ملاکند ډویژن کې د رېښمو د صنعت حوصله افزايي کوي او په سيمه کې د ريښمو کلستر لپاره د رنګ ورکولو، وينځلو او استري کولو عام مرکز جوړوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

پاکستاني کار کوونکي د ۲۰۱۲ کال د اپریل په ۳ مه په لاهور کې په جامو باندې چاپ لګوي. چارواکو د خیبر پختونخواه په ملاکند ډویژن کې د رېښمو د صنعت حوصله افزايي کوي او په سيمه کې د ريښمو کلستر لپاره د رنګ ورکولو، وينځلو او استري کولو عام مرکز جوړوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

دا پرمختیایی پروژې د وزارت د هغه کوچنیو او متوسطه صنایعو ادارې لخوا تاسیس شوې، کوم چې د مشورې او د ادارې د ملاتړ له لارې د تاسیساتو د څارنې مسؤلیت لري.

شات پروسس کول

د ملاکنډ سیمه د لوړ کیفیت لرونکي شاتو د تولید لپاره مناسب حالات لري، خو په دې سيمه کې د پروسس کولو لپاره مناسب سهولتونه نشته.

اشفاق افريدي، چې د سميډا د شاتو د پراسس کولو او پیکینګ لپاره د عام مرکز پروجيکټ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، په تیرو کلونو کې د قانون او نظم کمزوري وضعیت د شاتو توليد ته زيان رسولی دی.

صادرات په پام کې نيولو سره، دا مرکز د پي ايس ډي پي تر مشرۍ لاندې جوړ شو او د دې په جوړولو باندې ۳۸.۲ ميليونه روپۍ (۳۶۳،۰۰۰ امريکايي ډالره) لګښت راغې، چې په دې کې د ۱۸.۶ ملیونو روپو (۱۷۷،۰۰۰ امریکایي ډالره) اساسي لګښت شامل دی، په داسې حال کې چې د دې په درې عملياتي کالو باندې ۱۹.۶ ميليونه روپۍ (۱۶۸،۰۰۰ امريکايي ډالره) لګښت راغې.

افريدي وويل، دا مرکز به د مچو ساتونکو سره مرسته وکړي چې په يو مرکز کې د استخراج کولو، پاکولو، په بوتل کې اچولو او پيکنګ له لارې د شاتو قيمت زيات کړي او له داې امله خپلې ګټې هم زياتې کړي.

کروندګر به په يو ښه پوزيشن کې وې چې په دغه مرکز کې د شاتو کيفيت او د تولیداتو د معياري کولو نه وروسته نړیوالو بازارونو ته لاس رسي ترلاسه کړي.

دا مرکز په اتو ګهنټو کې ۲ ټنه شات پروسس کولی شي.

افريدي وويل، په دې سيمه کې د ۵۰۰ نه زيات د شاتو د توليداتو کالونۍ موجود دي چې په کال کې شاوخوا د ۹۰۰ ټنو شاتو وړتيا لري. خو د پروسس کولو لپاره لرې ځایونو ته د شاتو لیږلو پخوانی عمل د تولیدونکو ګټه راټیټه کړه.

د افریدي له مخې، په نوي مرکز کې د ځايي شاتو پراسس کول، د نمۍ نه پاکول او د ځايي شاتو ښه کول به د بزګرانو ګټه نږدې ۴۰٪ زیاته کړي. هغه زياته کړه، "تمه کیږي چې دا مرکز به کروندګر وهڅوي چې دوی د شاتو د کیفیت لوړولو لپاره نوي کړنلارې غوره کړي."

رنګ، وینځل او ريښم استري کول

په مالاکنډ کې د رېښمو توليد کوونکي هم مرسته ترلاسه کوي

محمد اسرار وزير، چې د سميډا د ريښمو د کلستر لپاره په عام مرکز کې د رنګ ورکولو، وينځلو او استري کولو ټيکسټايل انجنیر دی، وویل: "زمونږ کوشش دا دی چې په سوات کې د کلستر د پراختیا له لارې سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکړو، چیرې چې وګړي د بلواګرو په دور کې د ناوړه حالاتو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي ول."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د سیمه ییزو رېښمو تولیدونکو ملاتړ کول، چې دوی خپله روزي وګټي او په مالاکنډ کې اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، زموږ يوه موخه ده."

اسرار وويل، د عام رنګ ورکولو، وينځلو، استري کولو او د سايز مرکزونه به د محصول کیفیت ښه کړي، روزګار به رامنځته کړي او د سیمې اقتصاد ته به وده ورکړي. هغه پيش ګويي وکړه، دوی به د ټولنې سره مرسته وکړي چې په ملي کچه د نویو بازارونو فرصتونو لټولو سره ټولنیز او اقتصادي حالات ښه کړي او دا به په بازار کې د دوی د تولیداتو برخه زياته کړي.

هغه وويل، د رېښمو مرکز په ۲۴ ګهنټو کې د ۳،۰۰۰ متره کپړو پروسس کولو وړتيا لري، چې دا په سوات کې د رېښمو د موجوده صنعت د ضرورتونو لپاره پوره دی.

اسرار وويل، "د ريښمو په نږدې ۳۵۰ يونټونو کې يوازې ۷۵ يونټه، چې د یاغيانو او پوځي عملیاتو له امله تړل شوي وو، بیا کار پیل کړی دی، او موږ توان لرو چې په دې يونټونو کې د رېښمو کپړې پروسس کړو."

هغه وويل، په دې مرکز باندې ۵۷.۵ ميليونه روپۍ ( ۵۴۷،۰۰۰ امريکايي ډالره) لګښت راغلی، چې په دې کې ۲۵.۸ ميليونه روپۍ (۲۴۵،۰۰۰ امريکايي ډالره) سرمايه کاري او د درې کالو عملیاتي لګښت ۳۱.۸ ميليونه روپۍ (۳۰۲،۰۰۰ امريکايي ډالره) شامل دي.

محلي بزګرانو ته ګټه ورکول

شير ملوک خان، چې په مالاکنډ کې د شاتو لرونکو د اتحادیې صدر دی، د طالبانو د کلونو ظلم ته په اشارې سره پاکستان فارورډ ته وويل، "سیمه ایز بزګران د اوږدې مودې د بې ثباتۍ وروسته، چې په سوات کې يې تجارت او اقتصادي فعالیتونه په ناوړه توګه اغیزمن کړل، ليوالتيا لري چې د دې پروژې څخه ګټه پورته کړي."

هغه وويل، په هغه وخت کې، دا د بزګرانو لپاره ډيره ستونزمنه وه چې د پروسس لپاره خپل شات منتقل کړي، او ډیر تولیدات به د ملاکنډ سیمې نه بهر د پيکنګ او پاکولو مرکزونو ته وړلو لپاره په لاره خراب شول.

د خان په وينا، د اورپکۍ له امله، د شاتو ۸۰٪ فارمونه تړل شوي ول، چې مالکان يې د ملاکنډ په زیاتو ځپل شوي سيمو -- کالام او شانګلا -- کې د مايوسۍ په حالت کې پريښودل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500