اقتصاد

د خیبر پښتونخوا بينکونه د ښه امنیت له امله بیرته باور ترلاسه کوي

د عديل سعيد لخوا

زاهد شینواري (ښې اړخ ته دوهم )، چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې صدر دی، د نومبر په ۲۴ مه په پيښور کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرو او بينکرانو سره خبرې کوي. [ايس سي سي آی]

زاهد شینواري (ښې اړخ ته دوهم )، چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې صدر دی، د نومبر په ۲۴ مه په پيښور کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرو او بينکرانو سره خبرې کوي. [ايس سي سي آی]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې د امنیت ښه حالت د سوداګریزو بينکونو اعتماد پیاوړی کړی، چې په نتیجه کې یې په ناکراره صوبه کې د قرضو په ورکولو کې زیاتوالی رامنځته کړی دی.

د تروریزم يوې اوږدې څپې، چې په يوې عشرې باندې مشتمله وه، په خیبر پښتونخوا کې بينکونه سوداګرو ته د قرضې ورکولو نه منع کړي ول.

خو، د عادي حالت بیرته په راتلو او د ترهګرۍ په پیښو کې د کمي سره، تجارتي بينکونه نور خیبرپښتونخوا "سرخ زون" نه ګڼي.

زرغم خان دراني، چې د مسلم کمرشل بينک (ايم سي بي) د ريټيل بينکارۍ (شمال) مشر دی، وویل، بينکونو په خیبرپښتونخوا کې پیرودونکو ته په قرضې ورکولو باندې غیر رسمي بندیز ختم کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په ۲۰۰۹ کې، په خیبرپښتونخوا کې وضعیت د زياتې اورپکۍ له کبله ډير ناوړه و، او د خطر فکتور بينکونه سوداګرو ته د قرضې ورکولو نه منع کړي ول."

هغه وويل، خو د قانون او نظم په وضعيت کې د ښه والي له کبله، ايم سي بي اوس د لږ تردد سره د قرضې لپاره په درخواستونو د غور کولو سره د خیبرپښتونخوا د کاروبارونو ملاتړ کوي.

قرضې او ايډوانس پیسې زياتول

دراني وويل، ايم سي بي تقريباََ ۱۰ ميليارده روپۍ ( ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره) ايډوانس ورکوي، چې دا د هغه رقم نه زياتې دي کوم چې بينک په دغه سیمه کې راټولوي.

ايډوانس پيسې هغه فنډونه دي کوم چې بينکونه کاروبارونو ته ورکوي چې د هغه سرمايې اړتیا پوره کړي کومه چې په یو کال کې بیرته ورکړل کيږي.

د پاکستان ملي بينک ايګزيکيټيو نايب صدر خرم سعيد نايک پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان ملي بينک (اين بي پي) په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې د ۱ ملیارده روپو (۱۰ ملیونه امريکايي ډالره) ايډوانس پيسې منظوري کړي دي، په داسې حال کې چې ۲۰ میلیارده روپۍ (۲۰۰ ميليونه امریکایي ډالره) په پروسس کې دي."

نایک وویل، د ايډوانس پيسود پروسس د اسانتیا لپاره، د اين بي پي لوړ پوړي چارواکو سیمه ایزو مشرانو ته اجازه ورکړې ده چې په خپله پریکړه وکړي او په چټکۍ سره د ايډوانس پيسو ورکولو پروسس او کاغذي کاروايي يقيني کړي.

فرخ زمان، چې د سونیري بينک سیمه ییز مدیر دی، وویل چې د هغه کمپني "په خیبرپښتونخوا کې په بشپړه توګه سوداګرو ته آسانتیاوې برابروي او دغه سیمه 'سور زون' نه ګڼي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ بينک په خیبر پښتونخوا کې خپلې څانګې پراخه کوي، او په دې وروستیو کې موږ په صوابۍ او مردان ډسټرکټونو کې دفترونه جوړ کړل." هغه زیاته کړه، د بينک پالیسي دا ده چې په ټول هیواد کې پیرودونکو ته مساوي سهولتونه برابر کړي.

سوداګري او اقتصادي پرمختګ برابرول

اسد شاه، چې په راولپنډۍ کې د پاکستان سټيټ بينک (ايس بي پي) ستر مشر دی، وويل، "د تروریزم په وړاندې په روانه جګړه کې د لومړي ولايت" په توګه کار کولو سره، د خيبر پښتونخوا اقتصاد ته زيان رسيدلی دی.

شاه د نومبر په ۲۴ مه په پیښور کې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې د پاکستان سټيټ بينک د محلي کریډیټ مشاورتي کمیټۍ په غونډه کې دغه بيان ورکړو.

هغه د يو شمير سوداګریزو بينکونو مشرانو ته په خطاب کې ټینګار وکړو چې په خیبرپښتونخوا کې وضعیت ښه شوی دی او مالي ادارې باید د صوبې سوداګریزې ټولنې ته آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وويل: "د ويرې احساس اوس ختم شوی دی، او دا وخت دی چې په ټوليز ډول د هيواد او په ځانګړي توګه د خيبرپښتونخوا په پرمختيا کې ونډه واخلو."

برخه وال وايي، په داسې حال کې چې بينکونه د خیبرپښتونخوا د اقتصاد لپاره نور فنډونه برابروي، ځینې پالیسۍ نوي کولو ته اړتیا لري.

زاهد شينواري، چې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې صدر دی، د نومبر په ۲۴ مه په دغه غونډه کې وويل، "په خيبر پښتونخوا کې د قانون او نظم خراب حالت له کبله د تجارتي بينکونو د قرضې پاليسۍ په صوبه کې د صنعتي ودې مخه نيولې ده."

هغه وويل، په خيبر پښتونخوا کې صنعتي او زرعي سکتورونه او کوچني او متوسط شرکتونه د ستونزو سره مخامخ شول ځکه چې دوی د بينکونو نه د قرضې اخیستلو وړتيا نه لرله.

د شینواري له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د ايډوانس پيسو اخيستلو او د پيسو د جمع کولو شرح ډیره ټیټه ده، چې دا څرګندوي چې بينکونه د قرضې په پرتله ډیرې پیسې ترلاسه کوي.

هغه وويل: "وضعيت په خيبرپښتونخوا کې ښه کيږي." "موږ د سولې د بیرته راستنېدو له امله مثبت اقتصادي اشارې لرو، او دا اوس د بينکونو کار دی چې دوی رامخکې شي او د سوداګرو سره د ملاتړ له لارې د صوبې په پراختیا کې رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500