روغتیا

د اورپکۍ ځپلو سیمو اوسیدونکي د وړیا روغتیایي خدماتو هرکلی کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د اکتوبر په لومړۍ نيټه د پېښور په لیډي ریډینګ هسپتال کې یو ډاکټر د هغه ناروغ لپاره نسخه ليکي کوم چې د صحت سهولت پروګرام لاندې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د اکتوبر په لومړۍ نيټه د پېښور په لیډي ریډینګ هسپتال کې یو ډاکټر د هغه ناروغ لپاره نسخه ليکي کوم چې د صحت سهولت پروګرام لاندې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه د اورپکۍ لخوا په ځپل شوي ملاکنډ ډویژن او نورو ضلعو کې اوسیدونکي د وفاقي حکومت د پروګرام د پراختیا ستاینه کوي چې د هغوی په سیمو کې وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

دا پروګرام په هغو قبايلې سيمو کې هم خدمت وړاندې کوي کومې چې د اوږدې مودې راهيسې نظر انداز شوي دي.

ډاکټر محمد سلیم، چې د ملاکنډ په اتو ضلعو کې په سوات کې د ضلعې د روغتیا پخوانی افسر پاتې شوی دی، وويل، "ترهګرو خپله پوره هڅه کړې چې خلک له روغتیایي مرکزونو څخه محروم کړي. دوی ۲۵ روغتیایي ودانیو ته زیان ورسولو او ښځینه روغتیایي کارکونکي یې په کور کې په پاتې کیدو مجبوره کړې، چې هغه میرمنې يې په ناوړه توګه متاثره کړې چې علاج ته يې اړتیا لرله."

هغه وويل، د سیمې اوسيدونکي اوس هم په سوات کې له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ کال پورې د طالبانو ظلمونه ياد ساتي، کله چې يوه امیندواره ښځه د ساده طبي لاملونو له امله مړه شوه ځکه چې ډاکټران او نرسانې موجود نه وې.

وزیر اعظم عمران خان، ښي اړخ ته دويم، د اګست په ۲۲ مه په اسلام آباد کې ټولې خېبر پښتونخواه صوبې ته د صحت سهولت پروګرام غځولو لپاره د پاکستان د بیمې کارپوریشن سره د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون کوي. [فېسبوک]

وزیر اعظم عمران خان، ښي اړخ ته دويم، د اګست په ۲۲ مه په اسلام آباد کې ټولې خېبر پښتونخواه صوبې ته د صحت سهولت پروګرام غځولو لپاره د پاکستان د بیمې کارپوریشن سره د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون کوي. [فېسبوک]

په خېبرپښتونخواه کې مرحله واره پراختيا

حکومت د روغتيايي پاملرنې خدماتو وړیا نوښت، چې د صحت سهولت پروګرام (اېس اېس پي) په نوم پیژندل کیږي، د خېبر پښتونخواه ټولو برخو ته په پړاونو کې غځول کيږي، چې د نومبر په میاشت کې به په مالاکنډ ډویژن کې پیل شي.

سلیم زیاته کړه، "د وړیا روغتیايي خدماتو لپاره د مالاکنډ انتخاب د هغه تاوتریخوالي له امله دی چې وګړي ورسره مخ شوي ول، او دا د هغې زړورتیا بدله ده چې د ترهګرۍ پروړاندې يې څرګنده کړې وه."

د صحت سهولت پروګرام لاندې، په پخوانۍ فاټا کې به شاوخوا ۱۰.۵ ملیونه کورنۍ د صحت انصاف کارډونه ترلاسه کړي، کوم چې به دوی ته توان ورکړي چې د ۱۵۰ نه په زياتو پرايويټ او يا په دولتي هسپتالونو کې وړیا علاج ترلاسه کړي.

په فاټا کې ناروغان په کال کې د ۷۲۰۰۰۰ روپو (۵۱۶۰ امريکايي ډالره) پورې د روغتيايي پاملرنې لګښت کولی شي، خو حتی که دوی له دې حد څخه ډیر لګښت وکړي، نو دوی به وړیا پاملرنې ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.

د خېبر پښتونخواه په میشته سیمه کې ناروغان، د مالاکنډ په ګډون، د فاټا نه بهر د ژوند د ډیر لګښت له امله به وړاندیز شوي لوړه کلنۍ وړتيا ولري.

ډاکټر جبار خان، چې د اېس اېس پي یو چارواکی دی، وويل، "د ملاکنډ ټولې یو ملیونه کورنۍ به په ۲۰ ټاکل شويو هسپتالونو کې د تشخیص او علاج وړیا خدمات ترلاسه کول پیل کړي. هره کورنۍ به په کال کې د ۷۰۵۰ امريکايي ډالرو (۱.۲ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) پورې خدمتونه ترلاسه کړي."

وروسته له دې چې دا پروګرام په ملاکنډ ډویژن کې پيل شي، دا به په دسمبر کې هزارې ته پراخه شي، مردان او پېښور ته د جنورۍ په مياشت کې او د فبرورۍ په مياشت کې به کوهاټ، بنو او ډېرا اسماعیل خان ته وغځول شي.

دا پروژه، چې په پیل کې یې په کال ۲۰۱۶ کال کې د خېبر پښتونخواه په څلورو ضلعو کې ۳٪ نفوس پوښلې و، په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله صوبه کې د نفوس ۵۱٪ برخې ته وغځول شوه. دې په ۲۰۱۸ کال کې ۶۹٪ نفوس پوښلی و. چارواکي تمه لري چې دا به د جنوري ۲۰۲۱ پورې ټولې خېبر پښتونخواه ته خدمت وړاندې کړي.

ډاکټر ریاض تنولي، چې په خېبر پښتونخواه کې د اېس اېس پي ډايريکټر دی، د خېبر پښتونخواه پخوانۍ قبایلي سیمو ته په اشارې وويل، "په فاټا کې نږدې ۱.۲ ملیونه کورنۍ له مخکې نه د وفاق لخوا تمویل شوي پروګرام له لارې وړیا خدمات ترلاسه کوي."

هغه زیاته کړه چې د جنورۍ د مياشتې پورې به په خېبرپښتونخواه کې شاوخوا ۶.۶ ملیونه کورنۍ د وړیا روغتیایي خدماتو لپاره وړ وي.

تر اوسه پورې، وفاقي چارواکو له ۲۰۱۶ کال راهیسې په دغه صوبه کې تقريباََ ۲۰۰۰۰۰ ناروغانو د علاج لپاره ۴۲ ملیونه ډالره (۷ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) خرچ کړي دي.

په خېبر پښتونخواه کې په ۲۰۱۶ کال کې د دې له پیل وروسته، د اېس اېس پي روغتیایي اقدام په ټول هیواد کې پراخه کيږي او په پای کې به ۸۰ ملیونه پاکستانیانو ته ورسيږي، کوم چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

صحت سهولت پروګرام په پنجاب صوبې ته هم غځول شوی دی.

"موږ د غربت په اساس د پنجاب په ټولو ۳۶ ضلعو کې ۵.۱ ملیونه کورنۍ ثبت کړي دي. د روغتیا په اړه د وزیر اعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان وویل، دا پروګرام به تر ۲۰۲۳ پورې په پنجاب کې ټولو خلکو ته ورسيږي."

هغه زیاته کړه چې دغه نوښت د امیندوارو میرمنو لپاره ځانګړي سهولتونه وړاندې کوي، چې په هسپتالونو کې وړیا خدمات ترلاسه کولی شي او د ترانسپورت لګښتونو لپاره ۳۰ ډالره (۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کوي. فيصل سلطان زیاته کړه چې په هسپتال کې د يو ناروغ د مړینې په صورت کې، کورنۍ به د جنازې د مراسمو لپاره ۶۰ ډالره (۱۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کړي.

د ترهګرۍ قربانيان

د خېبر پښتونخواه د عمومي روغتیا د خدماتو ریاست يو لوړ پوړي چارواکي ډاکټر جاوید شاه وویل، د اورپکۍ ځپلو سیمو اوسیدونکي مستحق دي چې د دې نوښت نه ګټه ترلاسه کړي.

"وسله والو په پخوانۍ فاټا کې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ پورې ۱۲۴ روغتيايي مرکزونو ته زیان رسولی و او ښځینه روغتیایي کارکونکي يې د کار کولو نه منع کړي ول." "ناروغان، په ځانګړي توګه میرمنې، د طالبانو د ظلم قربانيان ول."

هغه وویل، "نه یوازې وسله والو روغتیايي مرکزونو ته زیان رسولی و، بلکې لږ تر لږه لسګونه ډاکټران يې هم تښتولي ول، چې په دغه صوبه کې يې په ډاکټرانو کې ناکراري رامينځته کړې وه."

هغه زیاته کړه، نورو ډاکټرانو "د خپلو همکارانو د تښتونې پر ضد احتجاج وکړو او دا د دې لامل شو چې هغوی يې له دندو څخه معطل کړل، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر ډاکټرانو د اورپکۍ لخوا په ځپل شويو سیمو کې له ځای پر ځای کيدو څخه انکار وکړو."

د پاکستان د طب اتحاديې جنرل سيکريټري ډاکټر قیصر سجاد وویل، د صحت سهولت پروګرام پیل په سم لوري یو ګام دی، په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخواه د تاوتریخوالي په سیمو کې.

هغه وویل، "دا به د ښځو او ماشومانو روغتیا او د ټيکو وهلو په اړه د روغتیايي شاخصونو د ودې لپاره لار هواره کړي. قبایلي سیمې د ترهګرۍ له امله ټیټ روغتیايي شاخصونه لري. موږ امید لرو چې اوس به وضعیت ښه شي."

د سولې لپاره لاره

د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې په ضلعي هيډکوارټر هسپتال کې يو ميډيکل افسر ډاکټر اسماعیل وویل، د روغتیایي پاملرنې اقدامات به په سیمه کې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، "داسې مثالونه شتون لري چې خلک د وسله والو ډلو سره یوځای شول کله چې دوی د خپلو عزیزانو د علاج لپاره پیسو ته اړتیا لرله، خو دا چې اوس وړیا روغتیایي خدمات شتون لري، نو ترهګر به د دې وړتیا ونه لري چې خلک د ترهګریزو کړنو لپاره استخدام کړي."

طاهر علي، چې په سویلي وزیرستان کې د ځایي ټرانسپورټ ډرايور دی او د صحت سهولت پروګرام نه يې ګټه پورته کړې ده، د دې نوښت شکريه ادا کوي ځکه چې د هغه میرمن د شوګر د ناروغۍ لپاره مناسب علاج ترلاسه کولی شي.

هغه وویل، "نوی پروګرام یو رحمت دی ځکه چې زما میرمن اوس د پېښور په یو شخصي هسپتال کې د څه خنډ پرته وړیا خدمات ترلاسه کولی شي. موږ په هسپتالونو کې يوازې خپل ملي شناخت کارتونه وړاندې کوو."

علي وویل، "موږ د پوځ شکريه ادا کوو چې وسله وال يې شړلې دي او سوله يې بيرته بحال کړې ده، او د حکومت هم شکريه ادا کوو چې دا سکيم يې معرفي کړی دی." "دا پروګرام ډیر ستایل شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500