تروريزم

د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په وړاندې په ګډ عملياتو کې د خلکو نه د همکارۍ غوښتنه کوي

عديل سعيد لخوا

د پاکستان نيم پوځي ځواکونه په خيبر ايجنسۍ کې د مارچ په ۳ مه شکمن وسله وال او نيول شوي وسلې ميډيا ته پيش کوي. ځواکونو دغه شکمن کسان په رد الفساد عملياتو کې ونيول. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

د پاکستان نيم پوځي ځواکونه په خيبر ايجنسۍ کې د مارچ په ۳ مه شکمن وسله وال او نيول شوي وسلې ميډيا ته پيش کوي. ځواکونو دغه شکمن کسان په رد الفساد عملياتو کې ونيول. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

پېښور -- د پاکستان پوځ عام خلکو ته وايې چې د هر ډول شکمن کړنو په اړه د راپور ورکولو او یا د نورو هغه معلوماتو ورکولو لپاره کوم چې تروريستي بريدونه شنډولی شي، د هغوی هيلپ لاين استعمال کړئ.

د سيند، پنجاب او بلوچستان اوسيدونکو ته ويلی شوي چي دوی په ۱۱۳۵ باندې او د خيبر پښتونخوا او د فاټا اوسيدونکي په ۱۱۲۵ باندې کال کوي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، کال کونکي موبايل فون او يا د پاکستان ټیلي کمیونيکیشن کمپنۍ لينډ لاين تليفون استعمالولی شي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان چې د فبرورۍ په ۲۶مه خپور شو له مخې، د پنجاب رينجرو په عامو خلکو غږ وکړو چې دوی دې "د ترهګرۍ په باره کې د شکمنو کړنو/ معلوماتو د راپور ورکولو لپاره" په ۹۹۲۲۰۰۳۰- ۰۴۲يا ۹۹۲۲۱۲۳۰ باندې فون وکړي يا په ۸۸۸۰۴۷- ۰۳۴۰ باندې ميسج وکړي يا په وټس ايپ نمبر ۸۸۸۰۱۰۰- ۰۳۴۰ باندې ميسج او يا په [email protected] باندې ايميل وکړي.

په ترهګرۍ کې زياتوالی

د همکارۍ لپاره دغه نوي غوښتنې په داسې حال کې رامځته شوې کله چې په تیره میاشت کې د ترهګرۍ د زياتوالي د وجې د ۱۰۰ نه زيات کسان ووژل شول، چې په دې کې په لاهور او د سيند صوبې په سیهون کې بمي چاودنې شامل دي.

دا په هغه وخت کې هم رامنځته شوې کله چې د پاکستان پوځ د فبرورۍ په ۲۲مه د ترهګرو په وړاندې د رد الفساد په نامه پوځي عملیات پيل کړل.

په پېښور کې د پوځ د عامه اړيکو دفتر کرنل شاهد وويل: "پوځ عام خلکو ته درخواست کړی دی چې دوی دې دهغوی سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې همکاري وکړي. دوی دا همکاري د هیلپ لاين استعمالو سره امنيتي ځواکونو ته د هر شکمن کړنو په اړه په راپور ورکولو سره کولی شي."

دغه هلپ لاين په پيښور کې په ۲۰۱۴ کال کې د سمبر په ۱۶مه په آرمي پبلک سکول باندې د تروریستي برید، چې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او استاذان په کې ووژل شول، نه وروسته جوړ کړی شو.

شاهد پاکستان فارورډ ته وويل، "په موجوده حالاتو کې، چې په هيواد کې د وژونکي چاودنو په شکل کې ترهګريز بريدونه زيات دي، زموږ هیلپ لاين استعمالول ډير زيات مهم دي."

هغه وويل: "د عامو خلکو د مرستې او همکارۍ نه بغير، د ترهګرۍ په وړاندې جګړه ګټلې کيدې نه شي او د هيواد نه دغه ګواښ لري کيدې نه شي."

هغه وويل، خلک دغه سيسټم استعمالوي او "د ترهګرۍ په وړاندې په روانه جګړه کې خپله ذمه داري ښيي." هغه زياته کړه، چې د هر يو کال کونکي د راپور تصديق نه وروسته، امنيتي ځواکونه چټک ګامونه پورته کوي.

يو ریسپشنسټ چې د هیلپ لاين نمبر ۱۱۲۵ کالونه اټنډ کوي وويل، ډير زيات کالونه د خیبر پښتونخوا او فاټا نه ترلاسه شوي دي.

دغه کارکوونکي، د خپل نوم نه څرګندولو په شرط، وويل، د مختلفو ټولنیزو سکتورونو، د قبايلي غړو په ګډون، د شکمنو کړنو په اړه معلومات شريکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د خلکو زيات ردعمل د دې نه څرګند دی چې مونږ جعلي کالونه ډير کم تر لاسه کوو."

هغه وويل: "کله ناکله خلک دغه سهولت غلط استعمالوي ... ځکه چې هغوی د چا په وړاندې کرکه لري." "که څه هم، مونږ د ګام اخيستو نه مخکې، د هر يو کال تصديق کوو."

هغه زياته کړه: "د سهولت د غلط استعمال په صورت کې، مونږ د تليفون کونکي په وړاندې ګامونه پورته کوو."

د پوځ سره همکاري زمونږ زمه داري ده

په پېښور کې د وړو سوداګرو او د وړو صنايعو خونو صدر اهتشام حلیم وويل: "د خلکو ملاتړ تر لاسه کول ... د پاکستان د پوځ لخوا یوه اغیزمنه لاره ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "امنيتي ځواکونه د هېواد په هرګوټ کې خپل شتون يقيني کولی نه شي، او ځايي خلک ډير ښه څارونکي دي چې په خپل خواوشاه کې په شکمن فعاليتونو باندې نظر وساتي."

اهتشام، چې وسله وال شوکه کونکو د هغه پلار په فبروري ۲۰۱۶ کال کې وژلی وو، وويل: "ترورېزم خلکو او د پاکستان مال ته بې شميره زيان رسولی دی." "د دې ګواښ له منځه وړلو لپاره، مونږ ټولو له پکار ده چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړو."

هغه وويل: "رد الفساد عمليات به خامخا زمونږ د هيواد نه... د تروریزم ګواښ له منځه یوسي."

د پاکستان تحریک استقلال سیاسي پارټۍ صدر رحمت خان وردګ وويل: "که موږ غواړو چې په يو سوله ايز چاپيريال کې ژوند وکړو، نو مونږ له پکار ده چې د امنیتي ځواکونو سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ٪۱۱۰ ملاتړ وکړو."

وردګ په هیوادوالو زور ورکړو چې دوی دې د خپلو سيمو په اوسېدونکو باندې نظر ساتي او که چيرې دوی څه شکمن ويني نو دوی دې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "عام خلک د ترهګرۍ په وړاندې په روانه مبارزه ګټلو کې يو ډېر اغېزمن رول لوبولی شي، او هر چا له پکار ده چې د خپلې ذمه دارۍ احساس وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام عليکم جناب، زه د يولسم کلاس طالب علم يم. زما عمر ۱۷ کاله دی. زه غواړم چې د پاکستان پوځ سره يو ځای شم...!!

ځواب

زه غواړم چې د پاکستان پوځ سره يو ځای شم

ځواب

جناب، زه غواړم چې د پاک پوځ سره يو ځای شم

ځواب

پکار ده چې هغه افغانان کوم چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشت دي په احترام سره وشړل شي. که چيرې پاتې کسان ترهګر وي، نو دوی دې ميډيا ته وړاندې نه کړل شي بلکې په ډزو دې وويشتلی شي.

ځواب

زه د پاکستان د پوځ سره مينه لرم.

ځواب

هر وګړی له پکار ده چې د تروریزم په کنټرولولو کې خپل رول ولوبوي.

ځواب

دا د پاکستان د تروریزم ضد ځواکونو له خوا يو ښه نوښت دی. زه فکر کوم چې د پاکستان حکومت او صوبايي حکومتونو له پکار ده چې ځايي حکومتونو ته واک ورکړي چې د همکارۍ کچه لوړه کړي او دا خطر په موثره توګه له منځه وييسي. د ځایي کونسلرانو او چيرمينانو / نايب چيرمينانو رول او ښکيلتيا د استخباراتو لپاره ډيره مهه ده چې دوی د ترهګرو پټنځايونه معلوم کړي او دا غالباً په ښارونو / قصبو او کليو وغیره کې دي.

ځواب