بشري حقونه

سايبر هراسمنټ هليپ لاين د قربانيانو سره مرسته کوي

د جاويد خان لخوا

يو پاکستانی کس په پېښور کې د می په ۹ مه د سوشل ميډيا خپل اکاونټ ګوري. د ډیجیټل رایټس فاونډيشن په تېر دسمبر کې سايبر هراسمنټ هيلپ لاين شروع کړو او په د ې سره هر هغه څوک چې د آنلاین ځورونې يا بليک ميلنګ سره مخامخ وي، قانوني او نوره مرسته ترلاسه کولی شي. [جاويد خان]

يو پاکستانی کس په پېښور کې د می په ۹ مه د سوشل ميډيا خپل اکاونټ ګوري. د ډیجیټل رایټس فاونډيشن په تېر دسمبر کې سايبر هراسمنټ هيلپ لاين شروع کړو او په د ې سره هر هغه څوک چې د آنلاین ځورونې يا بليک ميلنګ سره مخامخ وي، قانوني او نوره مرسته ترلاسه کولی شي. [جاويد خان]

پېښور -- هغه پاکستانيان کوم چې د آنلاين ځورونې سره مخامخ دي اوس د مرستې ترلاسه کولو لپاره يو ځای لري.

سايبر هراسمنټ هيلپ لاين، چې په لاهور کې د ډیجیټل رایټس فاونډيشن په تېر دسمبر کې شروع کړو، په سوشل ميډيا او یا د انټرنټ په نورو پليټ فارمونو باندې د ځورونې قربانيانو ته مشوره او مرسته برابروي.

د ډیجیټل رایټس فاونډيشن ايګزيکيټيو ډايريکټر، نګهت داد، وويل، دا ستونزه په ځانګړي توګه د ښځو لپاره ډيره ناوړه ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په دې وروستيو کې په هيلپ لاين باندې د څلورو مياشتو لومړی راپور جاري کړو، چې ۵۳۵ تلیفوني کالونه په کې د مرستي لپاره ترلاسه شول. په دغه کالونو کې نږدې ٪۶۲ د ښځینه کالونه وو."

زياتره شکايتونه چې په سايبر هراسمنټ هليپ لاين باندې ترلاسه شول، د فیسبوک د ستونزو په اړه وو.

نګهت داد چې يوه وکيله ده او د انټرنټ خونديتوب له کبله ډيره مشهوره ده، وويل، چې په ۵۳۵ شکايتونو کې، زياتره په فيس بوک باندې د پيغامونو، بليک میلنګ او بې له خوښې او اجازې د معلوماتو استعمالولو او هيک شوي اکاونټونو سره تعلق لرلو."

ټايم ميګزين په ۲۰۱۵ کال کې نګهت داد د راتلونکي نسل په مشرانو کې شامله کړله ځکه چې دا د پاکستان د ښځو او سړو سره د آنلاین ځورونې سره په مبارزه کې مرسته کوي. نوموړې همدا راز په ۲۰۱۶ کال کې د اټلانټیک کونسل ډیجیټل پريډم ايوارډ او د هالينډ د حکومت هيومن رايټس ټيولپ ايوارډ هم وګټلو.

نګهت داد وويل: "پکار ده چې بشري حقونه په آنلاین ځایونو کې هغه شان وي لکه څنګه چې په آف لاين ځایونو کې وي."

سايبر هراسمنټ هيلپ لاين

د سايبر هراسمنټ هيلپ لاين وړيا نمبر، ۳۹۳۹۳- ۰۸۰۰، د سهر ۹ بجو نه ماښام د ۵ بجو پورې فعاليت کوي. دې هيلپ لاين ته د ايميل له لارې هم په [email protected] لاس رسی کيدې شي.

د نګهت داد له مخې، دغه هليپ لاين د پاکستان لومړۍ ذريعه ده چې د آنلاین ناوړه چلند او تشدد اړوندو مسلو حل کولو لپاره وقف شوی دی او دا یو آزاد، خوندي، د جنسیت په وړاندې حساس او خفيه خدمت وړاندې کوي.

هغې وويل: "د هليپ لاين کارکوونکي هغه شکايت کونکو ته قانوني او همدارنګه نفسياتي مشورې ورکوي کوم چې د زورنې وروسته د صدمې او ويرې سره مخامخ وي."

زياتره شکايتونه د پنجاب (٪۴۱.۳) نه ترلاسه شول، چې ورپسې ٪۲۳.۹ هغه شکايت کونکي وو چې خپل ځایونه یې ښودلي نه وو.

دغه هيلپ لاين د سيند نه (٪۱۷.۸)، د خیبر پښتونخوا نه (٪۴.۷)، د بلوچستان نه (٪۱.۳)، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر نه (٪۰.۷)، د اسلام اباد نه (٪۱۰.۱۰) او د پاکستان نه بهر (٪۰.۲) کالونه ترلاسه کړل.

نګهت داد وويل، "د څلور میاشتني راپور د جايزې نه وروسته، د ډیجیټل رایټس فاونډيشن د فدرالي څېړنو ادارې د کاروکونکو لپاره د جنډر په اړه د پوهاوي ټريننګ او د دې ادارې د ملي غبرګون مرکز نورو زيات ښارونو ته د غځولو تجويز وړاندې کوي چې په کوچني او لرې پرتو سیمو کې ښځو او نارینوو ته لاس رسي ورکړي."

سایبر جرمونه په ګوته کول

اېف آی ای ته دا کار ورکړل شوی دی چې سایبر جرمونه په ګوته کړي او دا د پاکستان په لویو ښارونو کې متعلقه يونټونه لري.

په خیبر پښتونخوا کې د ايف آی ای اسسټنټ ډايريکټر شاهد الياس پاکستان فارورډ ته وويل، "ايف آی ای د سایبر جرمونو کيسونه ثبت کول شروع کړي دي، او يو څو کسان په مختلفو کیسونو کې نيول شوي دي."

هغه وويل، د بېلا بېلو آنلاین سرغړونو او ځورونې لپاره سختې سزاګاني موجود دي. هغه زياته کړه چې د انټرنېټ کاروونکو د اېف آی ای سره د بليک ميلنګ د شکايتونو په باره کې رابطې شروع کړي دي.

الياس وويل، چې د سایبر جرم په بنياد، عاملینو ته د پنځو نه د اوو کلونو پورې د جيل سزا ورکړل کيدې شي.

آمينه خان، چې په خيبر پښتونخوا کې يو ژورنالسته ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ځورونې يو شمير شکايتونه شتون لري، نو د دې مسلو حل کولو لپاره هيلپ لاين په رښتيا د ستاینې وړ دی."

هغې وويل: "د دې هيلپ لاين په باره کې د انټرنټ په استعمالونکو کې د پوهاوي رامنځته کولو ضرورت دی، ځکه چې زياتره کسان د ايف آی ای سره رابطه نه شي کولی." هغې زياته کړه چې قربانيان يا خو نه پوهېږي چې څنګه د چارواکو سره رابطه وکړي او یا د خپلې مسلې په اړه د راپور وروکولو نه ويريږي.

هغې وويل، د هيلپ لاين په باره کې پوهاوي رامنځته کول په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ډيره مهمه ده ځکه چې د هغوی ذاتي معلومات په خطر کې دي.

د انټرنېټ ازادۍ او غلط استعمال

دا هيلپ لاين له دې کبله پیل کړی شو چې پاکستان د انټرنېټ د ازادۍ او ناوړه استعمال ترمنځ د توازن د ستونزې سره مخامخ دی.

د آنلاین ځورونې په نښه کولو نه علاوه، د پاکستان امنيتي ځواکونو په وروستيو مياشتو کې په انټرنټ باندې د جنايي او ترهګريز چال چلند خلاف مبارزه پيل کړي ده.

د مۍ په ۸ مه، د سيند صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې تحقيقات شروع کړل کله چې د انټر ميډيټ سکول امتحان پيپرې د امتحان د مقرره نيټې نه مخکې په سوشل ميډيا باندې د وټس ايپ له لارې خپرې شوې.

سي ټي ډي په دې کې ښکيل شوه ځکه چې دا په پاکستان کې د قانون پلي کوونکو په ادارو کې هغه ټکنالوجي لري کوم چې په فون او سوشل ميډيا باندې دا ډول فعليتونه په ګوته کوي.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د سي ټي ډي د پولیسو سينير سپرنټنډنټ نوید خواجه وويل، چې د وټس ايپ لږ تر لږه هغه ۱۵ ګروپونه په ګوته کړی شول کوم چې افشا شوي پيپرې شریکې کړي وې. په دغه راپور کې راغلي چې سي ټي ډي په کراچۍ، حيدراباد او ميټهي کې يو شمير شکمن کسان ونيول.

هغې خبريالانو ته وويل، په بل کيس کې، د يونيورسټۍ ۲۰ کلنه طالب علمه نورين لغاري، په سوشل ميډيا باندې د می په ۸ مه د داعش د بهرتي کوونکو قرباني شوه.

نورین لغاري د فبرورۍ په مياشت کې ورکه شوي وه، خو سي تي ډي په لاهور کې د اپریل په یوه چاپه کې هغه بازيابه کړه.

چارواکې د سوشل ميډيا د هغه کاروونکو او پيجونو تحقيقات کوي کوم چې د ځوان ښځو په بهرتي کولو کې ښکيل دي چې د دې په شا نيټ ورک مات کړي او مجرمان ونيسي.

د سایبر جرم تحقیقات پراخه کول

د چارواکو له مخې، د خیبر پښتونخوا پولیسو هم د سایبر جرمونو په حاليه کيسونو کې د اېف آی ای نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې پوليسو د اېف آی ای د سایبر جرمونو د څانګې نه غوښتلي دي چې د مشعل خان ( د يونيورسټۍ طالب علم) د سوشل ميډيا د هغه اکانټونو تحقيقات وکړي کوم چې په مردان ډسټرکټ کې د اپریل په مياشت کې د يو پاریدلي هجوم لخوا په سوشل ميديا باندې د کفر د دروغو تورونو له کبله وژل شوی وو.

د خیبر پښتونخوا پولیس پلان لري چې په پېښور کې په فورنسک ساينس ليبارټرۍ کې يو خاص يونټ جوړ کړي چې د سایبر جرمونو پلټنه وکړي او د دې کار لپاره د ښه کسانو په لټه کې دي.

د ليبارټرۍ ډايريکټر، ربنواز خان، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ يو نوی سيکشن جوړوو چې په خپلو ليبارټرو کې د سایبر جرمونو کيسونو معاينه د نورو کسانو د مرستې نه بغير وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۱ مه واده وکړو خو ما د واده نه مخکې د خپل میړه له ملګري سره جنسي اړیکه لرله. هغه زما میړه د تلیفون له لارې بلیک میل کوي او هغه ته وايي چې هغه زما یوه ویډیو لري او زما د سخر سره به یې شریکه کړي. مهرباني وکړئ مرسته وکړئ.

ځواب

مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ، یو کس زما ویډیو جوړه کړې او ما بلېک مېل کوي.

ځواب

يو کس دی چې په دوام داره توګه د درې مياشتو راهیسې ما تنګوي. دغه کس د خپلو ملګرو سره زما سره اوسيدو. حتی هغوی زما په فون کې داسې ايپس انسټال کړل چې زه څه کوم نو هغوی ته پته لګي. زه څه وکړم؟

ځواب