تروريزم

ټور ډي مومند بايسکل مسابقه په قبايلي سيمو کي سولې ته وده ورکوې.

دانش یوسفزۍ لخوا

۴ جون، بايسکل چلوونکي په ټور ډي مومند بايسکل مسابقه کي په مومند ايجنسۍ کي د پاي کرښې په لور. (دانش يوسفزې)

۴ جون، بايسکل چلوونکي په ټور ډي مومند بايسکل مسابقه کي په مومند ايجنسۍ کي د پاي کرښې په لور. (دانش يوسفزې)

۴ جون ،غلني، پاکستان - پاکستاني بایسکل چلوونکو په مومند ايجنسۍ کي د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ.

د ۷۰ څخه زیات بایسکل چلونکو په ۶۶ کيلو متره اوږد ټور ډي مومند بايسکل مسابقه کې له غرسل پاس، د افغانستان پولې ته نژدې، د غلني پوري ګډون وکړ.

د پاکستان د سايکلوفدراسيون (پي سي ايف) او د مهمند ايجنسۍ د محلي ادارې په پوځي ځپلو سيمو کې سولې او سالم فعالیتونو ته وده ورکولو لپاره د دي مسابقي ترتيب ورکړي وه.

لومړي ټورډي مومند تېر کال کې رامنځته شو.

منتطمين او قومي مشران وايي، دا ډول فعالیتونه ترسره کیدل به ځوانان د ترهګرو پېغامونه قبلولو نه بچ پاتي کړي اوسولې ته به وده ورکړي.

د پي سي ايف عمومي منشي سيد علي شاه الازهر سنټرل ايشيا آن لاين ته وويل، دغه سیالان " د ټول پاکستان څخه"،راغلي وه.

شاه وويل،۷۲بایسکل چلونکي له بېلابېلو ولايتونونه په ۱۰لوبډلوباندي مشتمل وه چي په هغي کي د فاټا، د فوځ، نورو ځایونو او تنظيمونو شامل وه.

د اوبو او برېښنا د پراختیا د ادارې (واپډا) محمد صابر د ۱ ساعت ۳۸ دقيقې وخت سره وګټله.

" د نندارچيانو بایسکل چلونکو ته حوصله ورکول په دي سيمه کې سولې څرګندوی،" صابر سنټرل اشيا آن لاين ته ويل."

تفريح او روغ فعالیتونه د ټولو لپاره

په جګړه ځپلي قبايلي سيمه کي يو قومي سپورټ په ليدلوقومي مشرانو او ځوانانو خپله خوشالي څرګنده کړه.

د ترهګريد پيښې د مخنيوي لپاره، سیاسي ادارې او امنيتي ځواکونود مسابقې د ميدان د محفو‌ظ کولو لپاره يو امنيتي پراخ پلان ترسره کړو.

د باورپه ننداره کي، قانون د پلي کوونو او لوړ پوړو چارواکو په دي کې ګډون وکړو. دوی کي مشر ميلمه، سيد محمود اسلم وزير، د مومند ايجنسۍ د سياسي استازي شامل وه.

"دا د پي سي ايف، د پاکستان د پوځ او سیاسي ادارې له خوا يوه ډېره ستره کاميابي ده چې په مومند ايجنسۍ کي، چې د ترهګرو خلاف جګړه کي ډيرځپلي شوي دي، د سولې باسیکل مسابقي ترسره کړې،" امجد عزيزمالک د پيښور ، عمومي منشي د مغلقو ملي اسيايي لوبې د ژورنالستانو د فدراسیون، سنټرل اشيا آن لاين ته وويل.

ملک وايي، داسې پېښې به نه یوازې د فاټا ځوانانو ته يو صحت مند پليټ فارم ورکوي بلکه ټولي نړۍ ته به دا پيغام ورکوي چې فاټا د لوبو او نورو فعالیتونو لپاره خوندي ځای دی.

ساجد مومند،۲۱، د مومند ايجنسۍ، وويل، هغه خبر نه وه چې د بايسکل مسابقي موجود دي.

هغه د سايکل چلونکو د ستاینې وروسته وويل: "زه يو نوي ارړو لرم." "زما اتل محمد صابر دی."

د خیبر پښتونخوا د بايسکل د ټولنې مشر نثار احمد سنټرل اشيا آن لاين ته وويل، چې دا مثبته خبره ده چې د فاټا ځوانان د سايکلو په مسابقه کي دلچسپي څرګندوي.

هغه وويل: "دا ډول فعالیتونه به ځوانان د ناوړه کارونو څخه ليرې وساتي." "مونږ له په فاټا کي د ترهګرۍ خلاف داسي پېښي پکار دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500