پیښور - پاکستانيان هيله مند دي چې د رد الفساد عملياتو لومړنۍ کاميابي دا څرګندوي چې دا کمپاين به د تروریزم حاليه څپې ته ماتې ورکړي او سوله به رامنځته کړي.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه دغه عمليات پيل کړل چې "د ترهګرۍ پټ ګواښ له منځه ويسي او د عملياتو هغه کاميابۍ ته به استحکام ورکړي چې تر اوسه ترلاسه کړې شوي ده او د پولو امنیت به نورهم يقيني کړي."
د ردالفساد اعلان د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د پنجاب کور کمانډر، په پنجاب کې د پاکستان رينجرو ډايريکټر جنرل، او په لاهور کې د استخباراتي ادارو مشرانو د يوې غونډې نه وروسته وکړی شو.
په تشدد کې زياتوالي ته ځواب ورکول
دغه عملیات په دې وروستيو هفتو کې په ټول هیواد کې د ترهګرۍ د تازه بریدونود څپې نه وروسته پيل شول. په دغه بریدونو کې په لاهور کې د فبرورۍ په ۱۳مه يو ځانمرګی بريد، په پیښور او مهمند کې د فبروری په ۱۵مه ځانمرګي بريدونه او په نورو بريدونو کې په سيند صوبه کې په سيهون کې په يو صوفي زيارت باندې د داعش يو بريد شامل دي.
په عين حال کې، پولیسو د فبرورۍ په ۲۱مه یو ډله ایز تروریستي برید ناکامه کړو او دوه ممکنه ځانمرګي بريد کوونکي یې مخکې له هغې په ډزو وويشتل کله چې دوی په خیبر پښتونخوا کې د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصیل کې په يو عدالت کې د داخليدو کوشش وکړو.
د پوليسو چټک ځواب، په بله ورځ د تنګي تحصیل شکمن ځانمرګي بريدکونکي ونيول، او د تروریزم ضد وروستني عملیات اندیښمن پاکستانيانو ته یې ډاډ ورکړو.
پوځي او امنیتي شنونکي وايي چې دا نوي عمليات به د ضرب عضب عملياتو (چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل کړل) کاميابۍ ته استحکام ورکولو او د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو کې په ثبات رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا پخوانی امنيتي سيکريټري دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا عملیات د افغانستان او پاکستان دواړو سیمو د امنیت لپاره مهم دي، ځکه چې هغه وسله وال کوم چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې پټ شوي دي، د بې ګناه پاکستانیانو ژوند ته ګواښ کوي او همدغه شان د افغانستان خلکو ته زيان رسوي."
هغه باور څرګند کړو چې که موږ د افغانستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو رول په نظر کې وساتو نو دغه عملیات به خپل هدف ترلاسه کړي او د دې اثر به په ټول پاکستان او افغانستان کې محسوس کړی شي.
هغه وويل: "رد الفساد عمليات به [ترهګرو] ته سخت ګوزار ورکړي، ځکه چې دا د ټولو ځواکونو په ګډه ګوزار دی."
سربیره پر دې، د پولې سخت مدیریت به د جماعت الاحرارا او د تحريک طالبان پاکستان او هغه بهرني وسله والو کوم چې د سيمې لپاره يو ګواښ دی په ګوته کولو او له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
د پېښور يونيورسټۍ طالب علم حمزه خان په سرحدي زون کې د وسله والو سره په مبارزه باندې موافقه وکړه. هغه وويل چې دغه سرحدي زون " ناخوندي" دی.
په پنجاب کې مبارزه کول
هغه وسله وال چې پخوا يې د پاکستان تر ټولو لوی او شتمنه صوبه پنجاب کې پټنځايونه لرل، اوس دوی ځان خوندي پاتې کولی نه شي.
وفاقي حکومت د فبرورۍ په ۲۲مه د پنجاب صوبې حکومت غوښتنه چې په صوبه کې دې د ۶۰ ورځو لپاره نيم پوځي رینجر واستوي منظور کړه.
په نتيجه کې به نږدې ۲،۰۰۰ رينجر به په پنجاب کې واستول شي چې په وسله والو معلومولو کې د قانون پلي کونکو سره مرسته وکړي.
د عوامي نيشنل پارټۍ وياند زاهد خان وويل: "د رينجرو عمليات نه صرف په پنجاب کې بلکې په ځانګړې توګه د ډیره غازي خان په غرونو کې چیرته چې شرپسند جدي ګواښ وړاندې کوي د وسله والو پټځايونو له منځه وړلو لپاره مهم دي." هغه زياته کړه، پکار ده چې دا ډول عمليات له مخکې نه شروع کړی شوې وې.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په پنجاب کي د رينجرو عمليات به د ترهګرۍ په وړاندې جګړه ګټلو کې یو مهم رول ولوبوي."
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، هوايي ځواک، سمندري ځواک، سول وسله والو ځواکونه او نور امنيتي او د قانون پلي کوونکي ادارې به "په فعاله توګه" په دې عملياتو کې برخه واخلي او دوی په هیواد کې د تروریزم ګواښ له منځه وړلو په کوششونو کې ملاتړ کوي."
په دغه بيان کې راغلي چې "دا کوششونه [...] په پنجاب او ټول هیواد کې د ترهګرۍ پر ضد روان عملیاتو باندې مشتمل دي او دا په اغيزمنه توګه د پولو په امنیت او په ښه مدیریت باندې تمرکز کوي."
د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې "د عمل ملي پلان عملي کول به د دې عملياتو يوه لويه کاميابي وي."
په جون ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمې پبلک سکول کې د تروريستي قتل عام نه ډير ژر وروسته، وفاقي حکومت د بغاوت ضد د عمل ملي پلان پيل کړو.
فوري نتيجې
د پوح د عامه اړيکو دفتر له مخې، رد الفساد عمليات تر اوسه پورې فوري نتيجې رامنځته کړي دي.
د پوح د عامه اړيکو دفتر وويل، فرنټير کور او استخباراتي ادارو په بلوچستان کې د فبرورۍ په ۲۲مه د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار په وړاندې ګډ هدفي عملیات ترسره کړل، چې ۲۳ تعبیه شوی چاودیدونکی وسیلې یې ونيولې. وسله والو غوښتل چې دغه چاوديدونکي توکي د قانون پلي کونکو ګاډو او د لورلائي يونيورسټۍ بسونو باندې په بريد کولو کې استعمال کړي.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر يو بيان چې د فبرورۍ په ۲۵مه خپور شو له مخې، "د پنجاب رينجرو د پنجاب په بیلابیلو سيمو کې د کروړ، ليا او راولپنډۍ په ګډون د لټون ۲۰۰ عملیات ترسره کړل." په دغه راپور کې راغلي چې رينجرو د شکمن کورونو، هټيو او مدرسو تالاشي وکړه.
په دغه بيان کې راغلي: "څلور ترهګر په ډزو کې ووژل شول او همدا ډول د ۶۰۰ نه زيات شکمن کسان د يو څو افغانانو په ګډون ونيول شول." په نيول شوي کسانو کې د جماعت الاحرار "سهولت کاران" شامل دي او امنیتي ځواکونو د هغوی نه افراطي مواد او وسلې ترلاسه کړې.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په بيان کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د فبرورۍ په ۲۶ مه په شمالي وزیرستان کې د دته خيل په شيراني کلي کې د "وسلو او ګوله بارودو يوه لويه زيرمه ترلاسه کړه. دغه زيرمه د ترهګرو نه پاتې شوي وه."
پریکنده او څو اړخیزه عمليات
دغه عمليات، د ځينو کسانو له مخې، طاقت لري چې په مختلفو لارو چارو وسله والو ته ماتې ورکړي.
په پېښور يونيورسټۍ کې د سياسي علومو د څانګې مشر پروفيسر اې زيډ هلالي پاکستان فارورډ ته وويل، رد الفساد عمليات به د "ترهګرو" پټنځايونه له منځه وړلو او همدارنګه د هغوی خواخوږي له منځه وړلو کې مرسته وکړي."
هغه زياته کړه، هدفي عمليات به د تروریستي عملیاتو مالي مرستو ته زيان ورسوي.
په پېښور يونيورسټۍ کې د فاټا د مطالعاتو څانګې مشر پروفيسر سيد حسين شهيد سهروردي پاکستان فارورډ ته وويل: "په پاکستان کې د بنيادي او د تلپاتې سولې لپاره د [عمل ملي پلان] او د هغې عملي پلي کول يو لازمي شرط دی."
هغه وويل: رد الفساد عمليات به د ترهګرو پر وړاندې يو "فيصله کن ګوزار" وي، چې دا به يو عام وګړی خوندي کړي.
په ټول هیواد کې عمليات
سهروردي وويل، دا اوسني عمليات د نورو هغه عملیاتو نه مختلف دې کوم چې په قبايلي سيمو او د سیند په ځينو برخو کې ترسره شول، ځکه چې دا عمليات ښاري سيمي، د فاټا له مخکې نه پاکې شوي سيمي او د پاکستان او افغانستان په پوله کې هغه سيمې کومې چې د وسله والو نه پاکې نه دي په نښه کوي.
سهروردي وويل: "دا به ډېر اغیزمن او بریالي عملیات وي ځکه چې دا به شرپسندو ته د تيښتې هيڅ يو چانس ور نه کړي."
نيلم رحيم د دې خبرې سره موافقه وکړه، چې وسله وال چې په ټول هيواد کې د عملياتو لخوا ځپلې شوي دي به د تښتيدو توان ونه لري. نيلم رحيم په سوات کې په شرکت ګاه ويمن ريسورس سنټر، چې د لاهور يوه اين جې او ده، کې يو کار کونکي ده.
زه د رد الفساد عملياتو سره مرسته کوم او د تروريزم په ختمولو کې د ټولو ايجنسو ملاتړ کوم. زه د پاکستان د پوځ د سرتيرو او افسرانو لپاره دعا کوم. د پاکستان پوځ او نور ځواکونه زنده آباد. پاکستان پاينده اباد.
ځوابتبصرې 2
مهرباني وکړئ، که تاسو په پاکستان کې سوله غواړئ، نو په ایران نظر ساتئ، او په پوځ کې هم يو شمېر خلک په پاکستان کې د ترهګرۍ سبب دی. مهرباني وکړئ، د پښتنو وژل بس کړئ. دا خلک د پاکستان اصلي اثاثه ده. مهرباني وکړئ او دا يقيني کړئ چې د افغانستان او ايران پوله خوندي وي. د سياستوالو او د پاکستان په پوځ کې د غدارانو خلاف عمليات پکار دي. الله دې پاکستان تل ښاد ساتي.
ځوابتبصرې 2